مراسم تحلیف اعضاى جديد مشرانوجرگه هفتۀ آینده برگزار مى شود

کابل (پژواک ١٠ مرغومى ٩٣): د مشرانو جرګې د ٣٤ نويو غړو د لوړې مراسم په داسې حال کې راتلونکې اونۍ تر سره کېږي، چې دوى دوه مياشتې وړاندې اعتبارليکونه ترلاسه کړي، خو تر اوسه پورې يې يادې جرګې ته لاره نه ده موندلې او د دوى امتيازات هم پخوانيو غړو ته ورکول کېږي.

انجنير فرهاد سخي، چې د ولايتي شورا د ټاکنو له لارې يې مشرانو جرګې ته لاره موندلې، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د جرګې د نويو غړو د لوړې مراسم تر اوسه پورې د سياسي ستونزو له امله نه دي تر سره شوي.

هغه زياته کړه: "موږ له دې پلوه ډېر اندېښمن يو. له ولسمشر او د حکومت له اجرايه مشر غواړو، چې زموږ ستونزو ته ژر تر ژره لاسرسى وکړي؛ موږ هره ورځ د مجلس په دهلېزونو کې ګرځو او ډېر ستړي يو."

هغه زياته کړه، د دغې جرګې انتخابي غړو دوه مياشتې وړاندې د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه باورليکونه تر لاسه کړي، خو تر اوسه پورې د جرګې د رسمي غړو په توګه نه دي ټاکل شوي او يادې جرګې ته يې لاره نه ده موندلې.

همدرانګه هغه شکايت وکړ، چې د مشرانو جرګې نوي غړي له خپلو قانوني امتيازاتو لکه معاشونو، ساتونکو او نورو امتيازاتو نه دي برخمن شوي.

د هغه په وينا، که څه هم د يادې جرګې د پخوانيو انتخابي غړو کاري موده پاى ته رسېدلې، خو تر اوسه پورې د جرګې له معنوي او مادي امکاناتو ګټه اخلي، چې دا کار د قانون نه منلو په معنا دى.

يوه بل نوي غړي حاجي محمدنادر بلوچ، چې د نيمروز ولايت له ولايتي شورا دغې جرګې ته لاره موندلې، د فرهاد سخي د خبرو د تاييد ترڅنګ يې وويل، چې د دغې جرګې نوي غړي د حکومتي چارواکو د ناسمو سياستونو قرباني کېږي.

هغه وايي: "د باورليکونو له تر لاسه کولو وروسته بايد د لوړې مراسم تر سره شوي وى، خو تر اوسه پورې د دې ترڅنګ چې موږ ته يادې جرګې ته داخلېدو اجازه نه ده راکړل شوې، زموږ امتيازات هم د پخوانيو سناتورانو له لوري کارول کېږي."

د هغه په وينا، حکومت بايد ژر تر ژره د لوړې مراسم تر سره کړي، ځکه د پخوانيو غړو د شتون دوام غيرقانوني دى.

دغې جرګې ته له فراه ولايت څخه د ولايتي شورا له لارې يوه بل بريالي او انتخابي غړي ګل احمد، چې مشرانو جرګې ته يې بيا لاره موندلې ده، وويل، چې د حکومت په دننه کې ځينې ستونزې د لوړې مراسمو د ځنډ لامل شوې دي.

خو د هغه په خبره، ولسمشرۍ رياست ژمنه کړې، چې راتلونکې اونۍ به د دغې جرګې د نويو غړو د لوړې مراسم تر سره شي.

ورته مهال د مشرانو جرګې پخواني لومړي مرستيال محمدعلم ايزديار چې يو ځل بيا يې د پنجشېر ولايت د ولايتي شورا له لارې دغه جرګې ته لاره موندلې، وويل، چې ټاکل شوې راتلونکې اونۍ د لوړې مراسم تر سره شي.

د هغه په وينا، ټاکل شوې چې په دغو مراسمو کې ولسمشر هم ګډون وکړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.