AGO to probe PC candidates fraud allegations

کابل (پژواک، ٢٩ لړم ٩٣): د چارو ادارې، د ولايتي شوراګانو د معترضو کانديدانو د عريضې پر بنسټ له لويې څارنوالۍ غوښتي چې پر ټاکنيزو کمېسيونونو د يادو کانديدانو اعتراضونه وڅېړي.

د ولايتي شوراګانو ټاکنې د وري په ١٦مه ترسره او پايلې يې د لړم په ٣مه اعلان شوې. دغه پايلې د ولايتي شوراګانو معترض کانديدان نه مني او د ځانګړې محکمې له لارې يې د څېړنې غوښتنه کوي.

د مشرانو جرګې دويم مرستيال رفېع الله ګل افغان چې د کابل ولايتي شورا ته يې بيا هم ځان کانديد کړى و، خو ناکام اعلان شوى، د معترضو کانديدانو په استازيتوب نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې د جمهوري رياست د چارو ادارې د دوى د عريضې پر بنسټ د يوه مکتوب له لارې ټاکنيز کمېسيونونه لويې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

ګل افغان د ياد شوي ٥٤٠ ګنه مکتوب چې د روانې لړم مياشتې په ٢٦مه نېټه صادر شوى، يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ته هم ورکړه.

په مکتوب کې راغلي چې د ٣٤ ولايتونو د ولايتي شوراګانو معترضو کانديدانو جمهوري رياست ته يوه عريضه او پرېکړه ليک ورکړي او دعوه يې کړې چې ولايتي شوراګانو ته د کانديدانو لارموندنه د ټاکنيزو کمېسيونونو د ناسمو کړنو پايله ده.

په مکتوب کې راغلي: "که چېرې د ټاکنيزو کمېسيونونو په کړنو کې جرمي صبغه شتون ولري او عارضين له ټاکنيزو قوانينو د کمېسيونونو د سرغړونو په اړه موثق اسناد وړاندې کړاى شي، په اړه يې دې پرته له ځنډه قانوني اجراات وشي."

ګل افغان په نننۍ غونډه کې وويل: "څارنوالۍ موږ ته د مکتوب د رسېدو په اړه اطمينان راکړى او ويلي يې دي چې په رسمي توګه به د شنبې په ورځ په دې اړه خپل کار پيلوي."

هغه وويل چې د ٣٤ ولايتونو معترض کانديدان د ټاکنو په پايلو کې د درغليو په اړه د خپلو ټولو دعوو د ثبوت لپاره کره اسناد څارنوالۍ ته سپارلي دي.

هغه زياته کړه: "موږ پر څارنوالۍ پوره باور لرو چې زموږ ستونزو ته رسېدنه کوي."

د ګل افغان په وينا، معترض کانديدان تر هغه ارام نه کېني او خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي تر څو يې چې خپل حق نه وي ترلاسه کړى.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د لويې څارنوالۍ نظر هم ولرو خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

د ولايتي شوراګانو معترضو کانديدانو په وار، وار د هېواد په مرکز او ولايتونو کې د اعتراضي غونډو او لاريونونو په کولو سره ويلي چې د ولايتي شوراګانو د ټاکنو پايلې نه مني؛ ځکه چې درغلۍ په کې شوې دي.

د ټاکنيزو کمېسيونونو چارواکي په ټاکنو کې د درغليو شتون نه ردوي، خو ويلي يې دي چې دوى په ټاکنيزو درغليو کې لاس نه لري او د ټاکنو د روڼتيا لپاره يې اړينې هڅې کړې دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.