New Kabul PC members administered oath

کابل (پژواک، ٢٦ لړم ٩٣): د کابل ولايتي شورا غړو نن د لوړې مراسم په داسې حال کې ترسره کړل چې يو شمېر معترضو نوماندانو د دغو مراسمو د مخنيوي ګواښ کړى و.

د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د روان کال د وري په ١٦مه ترسره شوې، خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ټاکنيزو درغليو د روڼتيا او څېړنې په موخه دغه پايلې تر اوو مياشتو ځنډ وروسته اعلان کړې.

ټاکل شوې وه د کابل ولايتي شورا د نوو غړو د لوړې مراسم د لړم په ٢٠مه ترسره شي خو يو شمېر معترضو نوماندانو او پلويانو يې د ولايت دفتر پر وړاندې لاريون وکړ او مراسم يې ګډوډ کړل.

معترض نوماندان ټاکنيز کمېسيونونه د ټاکنو په پايله کې په درغلۍ تورنوي او ګواښ يې کړى و چې د غوښتنو تر منل کېدو پورې به چې د يوې ځانګړې محکمې له خوا د دوى د شکايتونو څېړنه ده، د کابل ولايتي شورا نوو غړو ته د لوړې د پر ځاى کولو اجازه نه ورکوي.

له تېرې ورځې راهيسې معترضو نوماندانو د ولسمشرۍ او چارو ادارې رياست پر وړاندې د خېمو په درولو تحصن پيل کړى او د چارو ادارې د عامه اړيکو او معلوماتو رياست کارکوونکو ته اجازه نه ورکوي چې دفتر ته ننوځي.

خو پر دې سربېره هم نن د کابل ولايتي شورا د نوو غړو مراسم د کابل ولايت په ودانۍ کې ترسره شول.

د کابل سرپرست والي عبدالجبار تقوا په دغو مراسمو کې وويل چې د لوړې مراسم يې د "هېواد د لوړو ګټو او مصالحو" په نظر کې د نيولو له امله ځنډولي وو.

تقوا زياته کړه: ((د لوړې مراسمو د نه ځنډولو په صورت کې د کابل وضعيت له بحران سره مخ کېده.))

د کابل ولايتي شورا ته د ٤٥٤ نوماندانو له ډلې د اوو ښځو په ګډون ٣٣ تنو ولايتي شورا ته لاره موندلې ده.

ټاکل شوې چې د ټاکنو له لارې له دغو ٣٣ کسانو څخه يو تن نن مشرانو جرګې ته ور وپېژندل شي او سبا ته به د شورا رييس، مرستيال او منشي هم وټاکل شي.

په ورته وخت کې د کابل ولايتي شورا يو شمېر غړي د ولايتي شورا د غړو د واک د ډېرېدو غوښتونکي دي.

ددغې شورا غړي نقيب الله هاشمي د لوړې له مراسمو وروسته پژواک خبري اژانس ته وويل ، که چېرته د ولايتي شورا د غړو واک ډېر نه شي، نو دوى به هم د ولايتي شورا د پخوانيو غړو په څېر د پام وړ لاسته راوړنې ونه لري.

دا په داسې حال کې ده چې ولايتي شوراګانې د قانون له مخې يواځې د سلا مشورې صلاحيت لري.

ددې شورا يوې بلې غړې ډاکټر زهره نوابي هم د ولايتي شوراګانو د واک پر ډېرېدو ټينګار وکړ او ويې ويل چې ولايتي شوراګانې بايد د حکومت د سيمه ييزو ادارو له کړنو څخه د څارنې واک ولري.

ننني مراسم په داسې حال کې تر سره شول چې د هېواد په مرکز او ځينو ولايتونو کې د معترضو نوماندانو لاريونونه دوام لري. د ځينو ولايتونو د ولايتي شوراګانو د لوړې مراسم تر سره شوي او په ځينو ولايتونو کې لا پاتې دي.

د زابل ولايتي شورا معترض نوماند او د ننني تحصن ګډونوال محمد داوود اساس د ولسمشرۍ رياست مخکې پژواک ته وويل تر هغو چې د دوى غوښتنو ته پاملرنه نه وي شوې، د چارو ادارې د معلوماتو او عامه اړيکو رياست يوه کارکوونکي ته به هم دفتر ته د ننوتلو اجازه ورنه کړي.

د هغه په خبره ، که چېرته د ولايتي شوراګانو د پايلو د څېړنې په موخه ځانګړې محکمه جوړه نه شي، نو معترض نوماندان به خپلو مدني لاريونونو ته دوام ورکړي.

هغه څرګنده کړه چې معترض نوماندان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د رييس احمد يوسف نورستاني او د ټاکنيزو شکايتونو رييس عبدالستار سعادت ته منسوب غږونه او لسګونه نور سندونه لري چې په پايلو کې د فساد څرګندوى دي.

د کابل ولايتي شورا معترض نوماند رفيع الله ګل افغان چې په لومړني لېست کې بريال ، خو په وروستي کې يې نوم د برياليو نوماندانو له لېست څخه حذف شوى او په تحصن کوونکو کې يې ګډون درلود، په دې اړه وويل :(( که چېرته د معترضو نوماندانو غوښتنو ته پاملرنه ونه شي، نو عمومي لويې لارې به وتړو او د چارو ادارې هېڅ کارکوونکي ته به اجازه ورنه کړو چې دفترونو ته ننوځي.))

پژواک هڅه وکړه چې په دې برخه کې د چارو ادارې سره هم خبرې وکړي، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

رفيع الله ګل افغان د ټاکنيزو کمېسيونونو په ځانګړي ډول د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون غړي د پيسو په اخيستلو تورن او زياته يې کړه:(( موږ ليکني، غږيز او انځوريز اسناد لرو چې د کمېسيون غړو يو شمېر هغه کسان د پيسو په بدل کې کامياب کړي چې رايې يې نه درلودې.))

د ټاکنيزو کمېسيونونو چارواکي په ټاکنو کې د درغليو خبره ردوي او له هغو کسانو چې دا ډول تورنه لګوي، غواړي چې د خپلو ادعاوو د اثبات لپاره دې اسناد وړاندې کړي.

د ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې د ٣٠٨ ښځو په ګډون شاوخوا ٢٦٠٠ تنو سيالي وکړه چې له دې ډلې يې د ٩٧ ښځو په ګډون ٤٥٨ تنو د ټول هېواد په کچه ولايتي شوراګانو ته لاره پيدا کړه.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.