Losing PC runners accuse IEC of fraud

کابل(پژواک، ٤ لړم ٩٣): د ولايتي شورا يو شمېر ناکام کانديدان ټاکنې نا رڼې بولي او ادعا کوي چې رايې په ډالرو پلورل شوي او مافيا او زور واکي بريالي شوي دي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولايتي شوراګانو پايلې له څه باندې اوه مياشتې انتظار وروسته تېره ورځ( د لړم ٣مه) اعلان کړې او له مخې يې د ٩٧ ښځو په ګډون ٤٥٨ تنو په ټول هېواد کې ولايتي شوراګانو ته لار موندلې ده.

د ولايتي شوراګانو ټاکنې د ولسمشرۍ ټاکنو سره په يوه وخت کې د روان کال د وري مياشتې په ١٦مه تر سره شوې چې په کې د ٣٠٨ ښځو په ګډون شاوخوا ٢٦٠٠ کسانو سيالي وکړه.

خو د ولايتي شوراګانو يو شمېر هغه غړي چې دغو شوراګانو ته نه دي بريالي شوي، ټاکنې غير عادلانه او نا رڼې بولي.

د کابل ولايتي شورا معترضه نومانده حميده وردګ وايي، هغه وروستۍ پايلې نه مني چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له خوا اعلان شوې دي.

خو نوموړې پژواک خبري اژانس ته وويل:(( هغه چا چې په رښتيا يې هم د ولس رايې درلودې، د برياليو په لېست کې نه دي راغلي، خو زور واکو او مافيا ولايتي شورا ته لار موندلې.))

مېرمن وردګ زياته کړه چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون يو شمېر کارکوونکو له نوماندانو څخه ولايتي شورا ته د بريالي کېدو لپاره پيسې اخيستې وې، خو د پايلې له اعلان وروسته يې خپل ټېلېفونونه غلي کړي دي.

دغې ناکامې نوماندې دواړه ټاکنيز کمېسيونونه په پراخه درغلۍ تورن کړل او ويې ويل:((دا يوه ډېره چټله پروسه وه، هغه کسان نه دي بريالي شوي چې رښتيني رايې يې درلودې.))

هغه وويل چې په نوي حکومت کې هم يوه ډله په کمېسيونونو کې د اصلاحاتو او بدلونونو غوښتنه کوي، خو بله ډله د کمېسيونونو له کار څخه راضي ده.

نوموړي وويل چې له دې حکومت نه تمه نه لري او له خلکو يې هيله داده چې نور دې چاته اجازه نه ورکوي چې دوى د خپلو سياستونو قربان کړي. هغې زياته کړه:((اصلاحات په شعارونو نه راځي، نوى حکومت بايد جدي کار وکړي.))

د کابل ولايتي شورا يو بل معترض نوماند حفيظ الله بارکزي هم وويل چې د ولايتي شوراګانو د پايلو اعلان هم په کمېسيون کې د شته معاملاتو او درغلۍ په سبب و ، چې خپل کار يې د دندو له قانون سره سم نه دى تر سره کړى.

دغه معترض نوماند زياته کړه:(( د اوسنيو کمېسيونونو په اړه دې له قانون سره سم چلند وشي، څو دوى د شوو درغليو په اړه ځواب ورکړي.))

په ولايتونو کې هم د ولايتي شوراګانو يو شمېر نوماندان ټاکنې نا رڼې بولي.

د باميانو ولايت د ولايتي شورا يوه غړې راضيه اقبال زاده چې ولايتي شورا ته نه ده بريالۍ شوې، ادعا کوي چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له بده مرغه د رايې پلورنې په مرکز بدل شوى او په دې کمېسيون کې د رايو د زياتولو لپاره هره رايه له ١٠ تر ٢٠ ډالرو پورې پلورل شوې وه.

هغې زياته کړه چې په مستند ډول د شيبر ولسوالۍ د برګليج ټاکنيز سايټ له يوه صندوق څخه ددې دوه سوه رايې قرنطين شوې، خو په همدې صندوق کې د نورو رايې منل شوې دي.

اقبال زاده ځينې عدلي ارګانونه هم په باميانو کې په ټاکنيزو درغليو کې ښېکل وبلل، خو د کوم بنسټ نوم يې ياد نه کړ.

نوموړې وويل ډېرې چيغې يې ووهلې، خو چايې غږ و انه ورېد، خو خلک بايد له دغه درغلګر کمېسيون څخه خبر شي. هغې زياته کړه:((په ټوله کې په دغو ټاکنو باور نه لرم او ټولې په درغلۍ تر سره شوې دي.))

د کندوز ولايتي شورا نومانده جميله کريمي چې نه ده بريالۍ شوې، وايي چې د پايلو په لومړني لېست کې د ١٥٥٩ رايو په اخيستلو سره ولايتي شورا ته بريالۍ شوې وه، خو اوس يې په وروستي لېست کې نوم نشته.

هغه وويل چې د ولايتي شورا يوې بلې نوماندې کريمې صادقي چې نوم يې په لومړنيو پايلو کې نه و راغلى، له دې څخه شکايت کړى او صندوقونه بېرته له سره وشمېرل شول.

نوموړې زياته کړه چې کريمې صاديقي ١٣٣٠ رايې وړې وې او ٦٠ نورې يې باطلې شوې، خو نوموړې په مرکز کې د شته اړيکو او جوړښت په سبب ځان بريالى کړى دى.

د ولايتي شورا دغه ناکام غړي وويل چې د خلکو په خدمت کې دى او هېڅکله يې ورنه سر نه دى غړولى، په راتلونکي ټاکنو کې به ولسي جرګې ته ځان کانديد کړي.

خو د ټاکنو کمېسيون رييس احمد يوسف نورستاني د ولايتي شورا له نوماندانو غوښتي چې د کمېسيون دغه تصميمونو ته دې درناوى وکړي او و دې مني.

د دې کمېسيون په خبره، په ټوله کې شاوخوا اوه ميليون کسانو په ټول هېواد کې د ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې ګډون کړى و، چې څه باندې ٣٦ سلنه يې ښځې وې.

د فارياب ولايتي شورا نوماند فضل الحق مجددي هم ادعا کوي چې ٨٥٠٠ رايې يې وړي، خو بيا يې هم نوم د وروستيو پايلو په لړليک کې نشته.

نوموړي وويل چې د شکايتونو په کمېسيون کې د شته فساد له امله دده ١٨٠٠ رايې پلورل شوې دي.

د ولايتي شورا دغه نوماند زياته کړه:((ما له دواړو کمېسيونونو سره اړيکه ونيوه، دوى ويل چې ستا رايې صافې وې او ستا په اړه چا شکايت نه دى کړى، خو نه پوهېږو چې ولې نه يې کامياب شوى؟))

محمدي زياته کړه چې د ټاکنو کمېسيون بايد دغه موضوع روښانه کړي او ده ته قناعت بښوونکى ځواب ورکړي، که نه له دې پرته به اعتراض وکړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.