Tallying of votes begins in Chaparhar

جلال اباد ( پژواک، ٢٤ غبرګولى ٩٣ ) : د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې له  رسمي نېټې پنځه ساعته دمخه د رايو شمېرنه پيل شوې ده. ټاکل شوې وه ، چې نن مازيګر تر څلورو بجو وروسته په رسمي توګه د رايو شمېرنه پيل شي، خو په چپرهار ولسوالۍ کې دغه شمېرنه نن تر غرمې مخکې پيل شوې ده.

په چپرهار ولسوالۍ کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون يوه ناظم ، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې د ځينو زورواکو له خوا له تېرې شپې څخه ديوه ځانګړي کانديد لپاره د صندوقونو ډکول پيل شوي وو.
سرچينې زياته کړه، چې پاتې صندوقونه نن تر غرمې مخکې ديو شمېر کسانو له خوا د رايو اچولو وروسته ډک شول.
دى وايي ، چې دوى د غرمې تر دوولسو بجو مخکې د رايو پر شمېرنه پيل شوې ده.
د ننګرهار د ټاکنو د کمېسيون مشر خواجه امين الله فضلي پژواک ته وويل ، چې دوى تر اوسه له دې نه دي خبر او په اړه به يې څېړنې وکړي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.