يازده ملکى از اثر انفجار ماين در پکتيا جراحت برداشت

ګردېز (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣): د پکتيا په احمداباد ولسوالۍ کې د ماين چاودنې  ١١ ملکي وګړي ټپيان کړي دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي احمدشاه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن غرمه مهال د احمداباد مرکزي لېسې ته څېرمه يو شمېر کسانو د ټاکنو په وياړ اتڼوڼه کول.
ده وويل، د خوښۍ د دغو مراسمو په ترڅ کې د سړک غاړې يوه خښ شوي ماين چاودنه وکړه، چې په کې ١١ تنه ټپيان  شول.
د پکتيا د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي، چې د دې پېښې له امله په ياده لېسه کې د ټاکنو مرکزونه تړل شوي خو څه زيان يې نه دى پېښ کړى.
د دغه ولايت د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر حياءالدين پکتين  پژواک ته وويل، چې په احمداباد ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له پېښې ورته ١١ ټپيان ور وړل شوي دي.
پکتين وويل، د ټپيانو روغتيايي حال د ډاډ وړ دى.
ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.