جلال اباد (پژواک ٢١ غبرګولى ٩٣): په ننګرهار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون سيمه ييز دفتر وايي چې د ډاکټر عبدالله عبدالله د کمپاين مسوولينو په دره نور ولسوالۍ کې د ټاکنو کمېسيون يو شمېر غړي ګواښلي دي.
د ننګرهار د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر خواجه محمدامين فضلي د غبرګولي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته تاييد کړه ، چې د دره نور ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله يو شمېر کمپاينرانو د ټاکنو کمېسيون غړي ګواښلي دي.
نوموړي د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه خو زياته يې کړه ، چې موضوع يې د ولايت له مقام سره شريکه کړې او هغوى ډاډ ورکړى چې ډېر ژر به ياده ستونزه هواره کړي.
بلخوا په دغه ولايت کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي فرهنګي سلاکار پوهندوى لعل پاچا ازمون د يوې خبري غونډې پر مهال رسنيو ته وويل ، چې د دره نور ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله هغه کمپاينرانو چې په دې ولسوالۍ نفوذ لري د ټاکنو کمېسيون نوي کارکوونکي ګواښي او له هغوى غوښتنه کوي که د ډاکټر عبدالله په پلوۍ کار کوي، نو کولى شي چې دنده ترسره کړي کنه خپلو دندو ته دې نه راځي.
نوموړي زياته کړه: ((يو شمېر ټوپکوال چې د ډاکټر عبدالله عبدالله په خوا کې ولاړ دي، هڅه کوي چې د ټوپک په زور رايې واخلي او درغلي وکړي.))
د هغه په وينا، که په ولسواليو کې دغه ډول زورواکانو موجود وي نو لومړى دې امنيتي ځواکونه مخه ونيسي او که مخه يې نه شي نيولى، نو بايد هغه ټاکنيز سايټونه له منځه يوسي.
ازمون وويل، که چېرې په نورو ولسواليو کې د وسله والو له وېرې ټاکنيز سايټونه بندېږي، نو په دره نور ولسوالۍ کې دې هم د زورواکانو د درغلۍ له وېرې سايټونه بند کړي.
هغه زياته کړه: ((خو زما هيله له دوى څخه دا ده چې راځئ دا سياسي پروسه ده، د ټوپک په زور يې د ګټلو هڅه مه کوئ، راشئ په سياسي ډګر کې زور معلوم کړئ.))
خو په ننګرهار کې د ډاکټر عبدالله د کمپاين ولايتي مسوول ډاکتر محمداصف قاضي زاده پژواک اژانس ته يادې ادعاوې بې بنسټه وبللې او زياته يې کړه ، چې دوى په هېڅ ډول د ټاکنو د کمېسيون د غړو مخنيوى نه کوي.
نوموړي وويل، يو د سيمه ييزو کارکوونکو پر دندو ګومارل دي، بايد د هماغې سيمې خلک ونيول شي او که چېرې دا ستونزه نه وي مشکل نشته.
ډاکټر محمداصف وايي ، چې دا د سيالې ډلې بې بنسټه ادعاوې دي چې کوي يې او دوى هېڅ کله په داسې موضوعاتو کې کار نه لري.
ټاکل شوې د راتلونکې شنبې په ورځ په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ دويم دور ټاکنې د ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله تر منځ ترسره شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.