21-day election campaign ends tonight

 
کابل (پژواک ٢١ غبرګولى ٩٣): د ولسمشرۍ د مخکښو کانديدانو ټاکنيزې مبارزې، چې د غبرګولي مياشتې په لومړنۍ نېټه پيل شوې وې، د تیرې شپې په ۱۲ بجو پای ته ورسیدې.
د افغانستان د ټاکنو قانون له مخې، ټاکنيزې مبارزې بايد د ټاکنو له ترسره کېدو ٤٨ ساعته وړاندې پاى ته ورسېږي.
ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې دوه ورځې وروسته د غبرګولي په ٢٤مه نېټه ترسره شي. د ټاکنو په دغه پړاو کې ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزى په خپلو کې سيالي کوي.
دغه دوه کانديدان په تېرو ٢١ ورځنيو ټاکنيزو مباروز کې د خلکو د ملاتړ او رايو خپلولو لپاره بېلابېلو ولايتونو ته سفرونه وکړل او خلکو ته يې خپل پروګرامونه شرحه کړل.
د ټاکنو په دويم پړاو کې د لومړي پړاو غونډې ټاکنيزې مبارزې ترسره نه شوې، خو هر يوه په يواځې ډول خپل پروګرامونه وړاندې کړل.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د مهالوېش له مخې، د ولسمشرۍ ټاکنو د دويم پړاو ټاکنيزې مبارزې تیره شپه پای ته ورسیدې.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.