Pashayee tribe promises support to Ahmadzai

 
جلال اباد (پژواک ٦ غبرګولى ٩٣): په ختيځ کې د پشه يي قوم مشرانو، چې په لومړي پړاو کې د زلمي رسول ملاتړي وو، له ډاکتر اشرف غني احمدزي خپل ملاتړ اعلان کړ.
د ولسمشرۍ د پخواني کانديد زلمي رسول د پشه يي قوم کمپاينرانو نن (د غبرګولي ٦مه) په جلال اباد ښار کې د يوې غونډې په ترڅ کې دغه اعلان وکړ.
هغوى وويل، دوى غواړي په خپل ملاتړ سره د پشه يي قوم هغه لسګونه زره رايې، چې پخوا د ډاکټر زلمي رسول په ګټه کارول شوې وې، ډاکټر اشرف غني ته وکاروي.
قومي مشر نوراغا ملکزي د ملاتړ غونډې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل، که څه هم دوى په لومړي پړاو کې په خپله خوښه له ډاکټر زلمي رسول څخه ملاتړ کړى و، خو دغه ځل د ولس په خوښه له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ اعلانوي.
ده زياته کړه: ((که څه هم د پشه يي قوم ګڼ شمېر مشران دلته راغلي ، خو زه يې په نماينده ګۍ له دويم ستر نړۍ وال مفکر څخه ملاتړ څرګندوم.))
دى وايي چې له ډېرو فکرونو او خپل منځي ناستو وروسته په دې سره سلا شول ، چې له ډاکټر   اشرف غني احمدزي څخه   ملاتړ اعلان کړي.
د پشه يي قوم يوه بل مشر حاجي موسى وويل، چې د افغانستان راتلونکى يواځې او يواځې ډاکټر اشرف غني احمدزى خوندي کولى شي.
نوموړي وويل: ((که ډاکټر غني واک ته ورسيږي، نو دا هېواد به د نړۍ له نورو هېوادونو سره سيال شي، دا وطن به اباد شي او موږ د ابادۍ په خاطر له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره يوځاى شوي يو.))
ده پر نورو هېوادوالو هم غږ وکړ او ويې ويل چې که څوک افغانستان ابادول غواړي او نه غواړي چې پخوانۍ جګړې او غميزې بيا تکرار شي، نو ډاکټر  اشرف غني احمدزي ته دې د ټاکنو په دويم پړاو کې رايه ورکړي.
د ډاکټر اشرف غني د کمپاين وياند محمد صديق پتمن له پشه يي قومونو مننه وکړه او زياته يې کړه چې دوى له پشه يي اقوامو څخه همدا تمه لرله ، چې شعوري پرېکړه به کوي او له يوه داسې چا څخه به ملاتړ کوي پر چا چې ټوله نړۍ وياړي.
ده زياته کړه: ((موږ به په يو ځاى ډاکټر محمد اشرف غني احمدزى د ارګ پر دروازه ور ننباسو او د نوموړي ملاتړ به کوو، موږ هر يو د هغه کمپاينر او ډاکټر غني يو.))
دى هم پر نورو هېوادوالو غږ کوي ، چې په دويم پړاو کې دې شعوري پرېکړه وکړي او له ډاکټر   اشرف غني احمدزي څخه دې خپل ملاتړ څرګند کړي.
د يوه  بل خبر له مخې د کونړ ولايتي شورا نوو  احتمالي وکيلانو له  ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ اعلان کړ.
په دې اړه نن په دغه ولايت کې يوه غونډه جوړه شوې وه، چې د نورو په استازيتوب محمد طيب عطاء وويل چې د اشرف غني کړنلاره ملي او ددوى خوښه ده.
هغه زياته کړه، چې په دويم پړاو په ټاکنو کې  به دوى له اشرف غني ملاتړ کوي .
ياده دې وي، چې د روان کال د وري مياشتې په ١٦ نېټه په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو لپاره ټاکنې ترسره شوې، په ټولو کانديدانو کې يو هم ونه توانيد چې پنځوس جمع يو پوره کړي، چې له مخې يې ډاکټر اشرف غني احمدزى او ډاکتر عبدالله عبدالله دويم دور ټاکنو کې د سيالۍ ميدان ته ووتل.
ټاکل شوې ده، چې  د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په ٢٤مه ترسره شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.