Complaints affecting final results probed

 
کابل (پژواک ١٨ غويى ٩٣): د ټاکنيزو شکايتونو کمcسيون، د يوې علني غونډې په ترڅ کې د ولسمشرۍ ټاکنو شاوخوا ٩ سوه شکايتونه، چې د ټاکنو پر پايلو به اغېز پرېباسي، څېړلي دي. د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون، د يوې اونۍ په ترڅ کې د کانديدانو د استازو، د مدني ټولنو غړو، ټاکنيزو څارونکو او رسنيو په ګډون شپږ  علني  ناستې تر سره کړې، چې نن د وروستۍ غونډې په تر سره کولو سره پاى ته ورسېدلې.
 د شکايتونو کمېسيون وايي، چې د هېواد په کچه د ټاکنو په اړه له دوه زرو څخه زيات شکايتونه ثبت شوي وو، چې په لومړۍ کټګورۍ کې يې ٩٠٠ ثبت شوي موارد، چې د ټاکنو په پايلو به اغېز پرېباسي، څېړل شوي دي.
 د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وياند او منشي نادر محسني، نن د شپږمې او وروستۍ علني ناستې څخه وروسته په يوه خبري غونډه کې وويل، چې د لومړۍ کټګورۍ د ٩٠٠ ټاکنيزو شکايتونو له ډلې يې ٣٣٩ موارده په بېلابېلو ولايتونو کې څېړل شوي او په اړه يې پرېکړه شوې، چې د ٦٠ مواردو په اړه يې استيناف غوښتنه شوې وه، چې هغه يې هم په علني  ناستو کې وڅېړل شول.
 هغه زياته کړه، چې د علني ناستو په موده کې يې ٥٥٢ شکايتونه څېړلي، چې په اړه يې د ولسمشرۍ کانديدانو دفاعيې هم تر لاسه شوې دي.
 محسني وويل، چې په ټوليز ډول په مرکزي زون کې ١٣٢ شکايتونه، په سوېل او سوېل لوېدځ زون کې ٢٤٦ شکايتونه او استينافي مواردو په اړه د شمال ختيځ زون ٧٤، د ختيځ او سوېل ختيځ زون ١٣٣ شکايتونه او د شمال لوېدځ زون ١٣٣ قضيو ته لاسرسى شوى دى.
 د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وياند زياته کړه، د دوه نورو شکايتي مواردو په اړه به هم چې د ٣٦ مرکزونو د بې باورۍ په اړه ثبت شوي، د قانون له مخې چلند وشي.
 هغه زياته کړه، چې د دوولسو نورو ټاکنيزو شکايتونو په اړه به هم چې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم له لوري ثبت شوي، د ټاکنو خپلواک کمېسيون له لوري ځواب نه دى ورکړل شوى، چې د ځواب پيدا کولو پر مهال به هغو ته هم لاسرسى وشي.
 د کمېسيون په وينا، د ټولو شکايتونو د څېړلو پرېکړه به د غويي مياشتې په ٢١ او ٢٢ مه د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته ولېږدوي، تر څو د ټاکنو کمېسيون خپله وروستۍ پرېکړه د روانې مياشتې په ٢٤ مه  اعلان کړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.