Public hearing of election complaints ends

 
کابل (پژواک، ١٧ غويى ٩٣): د ولايتي شکايتونو په اړه د ټاکنيزو شکايتونو د خپلواک کمېسيون ډاګيزه ناستې پاى ته ورسېدې، چې د دې شکايتونو پر بنسټ، د هېواد په ټولو زونونو کې تر ټولو زيات درغلي د ډاکټرعبدالله او اشرف غني احمدزي په ګټه شوې ده.
د ډاګيزو ناستو پر دوام، نن پنځمه ناسته د مدني ټولنې بنسټونو، ټاکنيزو څارونکو، رسنيو او نوماندانو د استازو په شتون کې تر سره شوه، چې په کې د ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، پکتيا، پکتيکا، خوست، سمنګانو، بلخ، جوزجان، سرپل  او فارياب په اړه، چې په ختيځ، سوېل ختيځ او شمال لوېديځ زونونو پورې اړوندېږي، څه باندې ٢٤٠ نور شکايتونه وڅېړل شول.
د دوو مخکښو نوماندانو ډاکټر عبدالله او ډاکټر اشرف غني په اړه ډېر شکايتونه د درغلۍ او همدارنګه د ټاکنو خپلواک کمېسيون او سيمه ييزو چارواکو له خوا د صندوقو د ډکولو په اړه وو، چې په نننۍ ناسته کې وڅېړل شول.
همدارنګه ځينې شکايتونه څرګندوي، چې د بلخ ولايت په ځينو محلونو کې د کارېدلو راى پاڼو رنګ د اصلي راى پاڼو له رنګ سره توپير لري.
خو د يادو دوو مخکښو نوماندانو استازو په خپلو دفاعيو کې وويل، چې ډېرى شوي شکايتونه مستند نه دي او د دې ټيمونو له خوا شوي شکايتونه په پام کې نه دي نيول شوي او همدارنګه د علني غونډو اجنډاګانو ته نه دي شامل شوي .
د ډاکټر عبدالله عبدالله استازي زړګي سجاد د شکايتونو کمېسيون پر کړنلاره نيوکه او کړه او ويې ويل: ((د ډاکټر عبدالله د ټيم له خوا شوي شکايتونه علني غونډې ته نه دي وړاندې شوي، خو د دې ټيم په اړه شوي نور شکايتونه اجنډا کې شامل شوي دي.))
د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ټيم استازي سيدحبيب هاشمي وويل، د دې ټيم پر وړاندې چې کوم شکايتونه شوي، اسناد نه لري، چې دا ډول شکايتونه د تحول او تداوم ټيم له پلوه مردود دي.
د ټاکنيزو شکايتونو د خپلواک کمېسيون رييس عبدالستار سعادت د ډاکټر عبدالله د استازي د نيوکې په ځواب کې وويل، چې دا موضوع څېړي، که چېرته ولايتي کمېسيونونو په دې برخه کې اجراات نه وي کړي او يا يې د دې ټاکنيز ټيم شکايتونه له پامه غورځولي وي؛ نو عاملين به يې له پوښتنې ګروېږنې سره مخ شي.
همدارنګه د ډاکټرعبدالله استازي ادعا وکړه، چې د خوست ولايت په ځينو محلونو کې اصلا رايه نه ده ورکړل شوې، خو د کمېسيون په مهر سره د رايې ورکونې کتابچې چې دوى تر لاسه کړي، څرګندوي چې د رايې ورکونې ټولې پاڼې د اشرف غني په ګټه کارول شوې دي.
خو د تحول او تداوم ټيم يوه بل استازي عبدالشکور مهجور د دې ادعا په ردولو سره وويل، چې د ډاکټر عبدالله ټيم ته د رايې ورکونې ور رسېدلې پاڼې محرمې دي او هېڅ ټيم نه شي کولى دا ډول کتابچې ولري.
د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون رييس عبدالستار سعادت هم وويل، چې ټاکنيز ټيمونه نه شي کولى، داسې کتابچې ولري او که چېرته په دې برخه کې مستند اسناد وړاندې نه کړي، نو د ډاکټر عبدالله ټيم به له بياځلي پوښتنې سره مخ شي.
د دې کمېسيون منشي او وياند نادر محسني د ناستې له پاى ته رسېدو څخه وروسته وويل، چې د ولايتي شکايتونو بهير نن پاى ته رسېږي او سبا به هغه شکايتونه، چې د لومړيو پايلو په تړاو د ٣٦ مرکزونو د رايو د بې اعتباره کېدو په اړه شوي، وڅېړي.
د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون وايي، د مدارکو او اسناد له څېړنې او نوماندانو له دفاعيو څخه وروسته هڅه کېږي، چې د ټاکنيزو شکايتونو د څېړنې بهير په ټاکلي وخت کې بشپړ کړي.
د کمېسيون په خبره، د ټولو شکايتونو د څېړنې پرېکړه د غويي مياشتې په ٢١مه يا ٢٢ مه نېټه د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته استوي، څو هغوى د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه خپله وروستۍ پرېکړه د غويي مياشتې په ٢٤مه اعلان کړي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.