Watchdog starts investigating complaints

 
کابل (پژواک ١٩ ورى ٩٣): د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د ټاکنو د درغليو په اړه د ٣١٠٣ کتبي او ټيلېفوني شکايتونو له ثبتولو خبر ورکړى او وايي، چې دغو شکايتونو ته لاسرسى د ټاکنو پر لومړيو پايلو اغېز درلودلى شي.
د ياد کمېسيون منشي او وياند نادر محسني نن په کابل کې د يوې خبري ناستې په ترڅ کې په داسې حال کې چې د وري مياشتې د شپاړسمې په ټاکنو کې يې لاسوهنه ومنله، زياته کړه چې د ټاکنو د ورځې په پرتله د شکايتونو د ثبت لړۍ تېره شپه ١٢ بجې پاى ته ورسېده او له دې وروسته به په دې اړه کوم شکايتونه ثبت نه کړي.
محسني زياته کړه، چې تر دې مهال يې د ټولو ٣١٠٣ شکايتونو له ډلې ١٥٧٣ (کتبي او مستند) شکايتونه او ١٥٣٠ نور ټيلېفوني شکايتون د هېواد په کچه ثبت کړي دي.
هغه زياته کړه، چې دغه کمېسيون له ټيلېفوني شکايتونو يوازې د معلوماتو د سرچينې په توګه کار اخلي.
محسني پر دې سربېره وويل، چې له يادو شکايتونو څخه ٢٢٨ يې د ولسمشرۍ، ٥٧٣ شکايتونه يې د ولايتي شوراګانو په اړه او پاتې نور ٧٧٢ شکايتونه د ټاکنو خپلواک کمېسيون د کار کوونکو په اړه ثبت شوي دي.
هغه زياته کړه، د شکايتونو کمېسيون د ټاکنو په ورځ د رايې ورکونې په مرکزونو کې د رايه ورکوونکو، څارونکو او د کانديدانو د استازو له لوري ثبت شوي شکايتونه تر دې مهاله نه دي ترلاسه کړي.
هغه زياته کړه، چې د دغو شکايتونو له ر ارسېدو سره به د ټاکنيزو شکايتونو کچه نوره هم لوړه شي.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وياند په ټاکنو کې د سرغړونو او درغليو تر څنګ وويل: "د دغو شکايتونو پر بنسټ په ټاکنو کې د درغليو او سرغړونو شتون نه تکذيب کوو."
هغه وويل: "موږ ژمنه کوو، چې د خلکو له ريښتينې رايې به ساتنه کوو او بې څښتنه رايه به هېڅ اعتبار ونه لري."

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.