پل علم- لښکرګاه- کلات- مهترلام (پژواک ١٦ ورى ٩٣): په لوګر، لغمان، هلمند او زابل ولايتونو کې د رايې ورکولو ځينو مرکزونو ته څېرمه چاودنې او وسله والې نښتې شوې دي.
څو شېبې مخکې د لوګر ولايت د محمداغې ولسوالۍ په يوه ټاکنيز مرکز کې چاودنه شوې، چې په کې ٣ تنه ټپيان شوي دي.
د محمداغې ولسوال عبدالحميد د وري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چاودنه د يادې ولسوالۍ د مُغل لېسې ټاکنيز مرکز کې د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده.
ولسوال وايي، د پېښې پر مهال خلک د رايې ورکولو لپاره دغه مرکز ته ورغلي وو، خو په چاودنه کې يواځې ٣ تنه ټپيان شوي ، چې د يوه حالت د اندېښنې وړ دى.
د نوموړي په وينا، سيمه د امنيتي ځواکونو له خوا کلابنده ده او خلک بېرته د رايې ورکولو لپاره ياد مرکز ته را روان دي.
بلخوا د هلمند ولايت ځايي اوسېدونکي وايي، د دغه ولايت د مارجې ولسوالۍ د ترخه ناور له يوه ټاکنيز مرکز سره د وسله والو جګړه روانه ده.
يوه ځايي اوسېدونکي ولي محمد پژواک ته وويل، مرکز ته څېرمه پوليس پر وسله والو ډزې کوي او خلک له وېرې د رايې مرکز ته نه ورځي.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالاحد چوپان پژواک ته وويل، چې دا ډزې له ټاکنيز مرکز څخه يو څه لرې دي او د رايې ورکولو مرکز د خلکو پر مخ خلاص دى.
د يو بل خبر له مخې، د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله دوه پوليس ټبيان شوي دي.
د پوليسو يوې سرچينې پژواک ته وويل، دا پېښه د ټاکنو د يو مرکز خوا ته شوې، خو ياد مرکز اوس د رايې ورکوونکو پر مخ خلاص دى.
له دې سره په ورته مهال د زابل چارواکي وايي، چې د شهر صفا په ولسوالۍ کې وسله والو پر يوه مرکز بريد کړى ، چې په ترڅ کې يې ٣ وسله وال وژل شوي دي.
د شهر صفا ولسوال عبدالخالق پژواک ته وويل، چې په دغه بريد کې افغان سرتېرو ته زيان نه دى اوښتى او ياد مرکز بېرته د خلکو پر مخ خلاص شوى دى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.