Candidates to pay 3m billboards’ tax to municipality

 
کابل (پژواک ١٣ ورى ٩٣): کابل ښاروالي وايي، چې د ولسمشرۍ پنځه کانديدان پر پايو او خوازو د خپلو تبليغاتي پاڼو د لګولو له اړخه له درې ميليونه افغانيو زيات پوروړي دي.
ډاکتر اشرف غني احمدزى، استاد عبدرب الرسول سياف، انجنيرقطب الدين هلال، ډاکتر زلمى رسول او ډاکتر عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ هغه پنځه کانديدان دي، چې د کابل ښاروالۍ د چارواکو په وينا، تر اوسه يې په پل ساينونو د لګېدلو تصويرونو او پر خوازو د نورو تبليغاتي پوسټرونو پيسې دې ادارې ته نه دې ورکړې.
له دې ډلې يواځې زلمي رسول د پل ساينونو د يوې مياشتې ماليه ښاروالۍ ته ورکړې ده.
د کابل ښاروالۍ کلتوري رييسې انجنير راحلې کوهستاني له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، چې دغه کانديدان سره له دې چې خپل تصويرونه يې د ښار په بېلابېلو ساحو کې په پل ساينونو لګولي خو په دې برخه کې يې يادې ادارې ته د پيسو د ورکړې لپاره مراجعه نه ده کړې.
نوموړې زياتوي، چې له دغو پنځو کانديدانو هر يو د ښاروالۍ د پل ساينونو او خوازو له اړخه نږدې درې ميليونه افغانۍ پوروړي دي.
هغه وايي، سره له دې چې کابل ښاروالي په تکراري ډول دغه کانديدانو ته ګڼ مکتوبونه استولي او د حسابونو د پاکولو غوښتنه يې ترې کړې، خو په دې سربېره يې هم مراجعه نه ده کړې.
مېرمن کوهستاني وايي، کابل ښاروالي د دغو کانديدانو په اړه ټاکنيزو شکايتونو او د ټاکنو کمېسيونونو ته ګڼ مکتوبونه استولي، څو د دغو کانديدانو د پايلو اعلان د حسابونو تر پاکولو پورې وځنډوي.
په دې منځ کې له ٤٠ کسانو څخه زيات د کابل ولايتي شورا کانديدان هم په هغه لېست کې شامل دي، چې د ښاروالۍ پيسې نه ورکوي.
د کابل ښاروالۍ کلتوري رييسه وايي، چې د دې ادارې عوايد په ١٣٩٢ مالي کال کې (د وري له لومړۍ د ليندۍ تر ٣٠ مې) د بېلبورډونو، غرفو او د ښار له بېلابېلو ساحو د کرايې له درکه ١١٠ ميليونه افغانيو ته رسېدلي دي.
 نوموړې زياتوي، چې په تېرو دوو مياشتو کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو کانديدانو د ټاکنيزو مبارزو په بهير کې د بېلبورډونو، خوازو او پل سايننونو څخه ٢٠ ميليونه افغانۍ عايد ترلاسه کړي دي.
د سرچينې په وينا، همدا اوس په کابل ښار کې ٣٠ زره متره مربع فضا د ٢٠ شرکتونو د اعلاناتو او اشتهاراتو د لګولو لپاره راجستر او دې ادارې ته سپارل شوي، چې کابل ښاروالۍ له هر متر مربع څخه په کال کې ٣٠٠٠ زره متره مربع افغانۍ ترلاسه کوي.
 د کوهستانۍ په خبره، دې ادارې د کابل ولايت په کچه ٢٠ تبليغاتي شرکتونو ته د فعاليت جواز ورکړى، چې له دې ډلې د افغان مشعل په نامه شرکت دې ادارې ته خپله درې کلنه ماليه نه ده ورکړې.
د کابل ښاروالۍ کلتوري رييسې وويل، چې افغان مشعل له دې ادارې څخه نږدې دېرش ميليون افغانۍ پوروړى دى.
نوموړې د دې پور د نه ورکړې لامل زور ويل وبلل، چې په وينا يې دغه شرکت د پارلمان له غړو او نورو زورواکو سره اړيکه لري او د کابل ښاروالۍ په بيا بيا غوښتنه يې هم له تېرو دريو کلونو راهيسې ځواب نه دى ورکړى.
کوهستاني وويل: ((دوې مياشتې وړاندې مو وغوښتل، چې بېلبورډونه يې راټول کړو، چا راته زنګ وواهه ويل يې، چې زه ستا نه، د دولت پوروړى يم، که ستا پوروړى يم، نو ووايه چې چېرته يې درکړم. دا له يوې مېرمنې سره د دوى د خبرو چلند و.))
کوهستاني وايي، افغان مشعل شرکت په مياشتيني ډول ميليونونه افغانۍ عايد لري، خو کابل ښاروالۍ ته د پيسو د ورکړې په برخه کې بېلابېلې بهانې کوي.
هغه وايي، چې کابل ښاروالي ياده موضوع په بيا بيا له څارنوالۍ، قضاياى دولت، د کابل امنيه قوماندانۍ او کورنيو چارو وزارت سره شريکه کړې، خو تر اوسه پورې په دې برخه کې کوم کوچنى اقدام هم نه دى شو.
مېرمنې کوهستانۍ د دغه شرکت له خوا د پيسو د نه ورکړې د لامل په اړه وويل: ((ددې پر ځاى چې کابل ښاروالي ته شل ميليونه افغانۍ ورکړي، قضا ته سل زره افغانۍ ورکوي او قضا هم له تعقيب او د دوسيې د پړاوونو له وهلو ډډه کوي.))
نوموړې زياته کړه، چې ښاروالي په دولتي ادارو په ځانګړي ډول په عدلي او قضايي ارګانونو کې د فساد له امله نه شي کولى، چې دا پيسې ترلاسه کړي.
کوهستاني وويل، کله چې د ښاروالۍ کارکوونکي د دغو شرکتونو د بلبورډونو په راټولولو پيل وکړي، نو کارکوونکي يې له فزيکي چلند سره مخ کېږي.
د افغان مشعل شرکت د پلورنې څانګې مدير فاضل حکيمي د دې پخلى کوي، چې دوى په تېرو دريو کلونو کې د کابل له ښاروالۍ څخه ٢٥ ميليون افغانۍ پوروړي دي.
حکيمي د دغو پيسو د نه ورکړې د لامل په اړه وويل، چې افغان مشعل شرکت له اقتصادي بحران سره مخ دى او د دوى يو ايرانى ونډه وال پرته له دې چې د کابل ښاروالۍ پيسې ورکړي، تښتېدلى، چې له امله يې د زيان ټول جبران د افغان مشعل پر غاړه دى.
نوموړى د کابل ښاروالۍ رياست ادعا ردوي، چې ګني دغو شرکتونو د زور ويلو او فشار راوړلو له لارې د پيسو له ورکړې ډډه کړې ده.
حکيمي وايي، کوښښ کوي، چې د راتلونکې يوې اونۍ په اوږدو کې له کابل ښاروالي سره خپل حساب پاک او خپله ټول پورونه پرې کړي.
د ده په خبره، هېڅوک هم نه شي کولى، چې د دولت پيسې شخصي جېبونو ته واچوي: "که نن يې رانه وانه خيستې، لس کاله وروسته يې رانه اخلي."
اوس مهال په کابل کې د ډيلايټ ساين، افغان امريکا، افغان مشعل، کريم زرين، کابل، کابل پن، ارين، ميوند، ندا، ايفل، فلکسو ساين، پويا گرفيک او ورته نور شرکتونه فعاليت کوي.
دغه راپور په داسې مهال خپرېږي، چې د وري مياشتې د ١٣مې نېټې (چهارشنبې) تر پايه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د نوماندانو ټاکنيزې مبارزې پاى ته رسېږي.
په دغو ټاکنو کې د ولسمشرۍ د څوکۍ او نږدې ٢٦٠٠ کسان د ولايتي شوراګانو د څوکيو لپاره سيالي کوي.
ټاکل شوې، چې يادې ټاکنې د راتلونکې شنبې په ورځ (د وري ١٦مه) په ټول هېواد کې ترسره شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.