Police officers suspended for poll law violation

 
کابل (پژواک ١١ ورى ٩٣): د کورنيو چارو وزارت د ټاکنو په پروسه کې د ملي پوليسو پر بې پلوۍ د ټينګار تر څنګ په ټاکنيزو منډو ترړو کې د لاسوهنې له امله د درېيو لوړ پوړو پوليس افسرانو د دندو د ځنډولو خبر ورکړى دى.
د دغه وزارت وياند صديق صديقي نن په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د دغه وزارت د احتياط د افسر ډګر جنرال ميرزا محمد يارمند دنده، د ټاکنو په روانه لړۍ کې د ډاکټر عبدالله عبدالله ټېم د شکايت له مخې ځنډول شوې ده.
سرچينې وويل، د دغه ټاکنيز ټېم په کتبي شکايت پاڼه کې ويل شوي، چې جنرال يارمحمد په بدخشان کې د يوه ځانګړي کانديد په ګټه کار کوي.
د کورنيو چارو وزارت د ياد ځانګړي کانديد نوم په ډاګه نه کړ او زياته يې کړه، چې د استخباراتي او لاسته راغلو اسنادو له مخې، د قيصار د لويې لارې د ساتنې لوا قوماندان سمونوال محمداکبر او د غور د امنيه قوماندانۍ د جنايي برخې د کار کوونکي سمونوال امان الله بېک دندې ځنډول شوې دي.
له دې پرته صديقي زياته کړه، چې په تېرو څلورو مياشتو کې د ملي پوليسو لس نور منسوبين هم په ټاکنو کې د لاسوهنې له امله له خپلو دندو ګوښه شوي دي.
هغه څرګنده کړه، چې له دې وړاندې دغه وزارت د ملي پوليسو ټولو منسوبينو ته خبر ورکړى و، چې بايد د ټاکنو په پروسه کې لاسوهنه ونه کړي او خپله بې پلوي وساتي.
هغه له دندې ټول لري کړل شوي کسان، د ولسواليو د امنيه قوماندانانو په کچه وبلل او ويې ويل: "د کورنيو چارو وزارت په پام کې لري، چې د ټاکنو په پروسه کې خپله بشپړه بې پلوي وساتي."
د کورنيو چارو وزارت وياند د راتلونکو ټاکنو د ترسره کېدو په اړه د سختو امنيتي تدابيرو له نيولو خبر ورکړ او ويې ويل: "د نيول شوو تدابيرو له مخې خلکو ته ډاډ ورکوو، چې په ټاکنو کې له ډار پرته ګډون وکړي."
د کورنيو چارو وزارت وياند څرګنده کړه، چې په ٢٤ ساعتونو کې د پوليسو منسوبينو ډېرې لاسته راوړنې درلودې او اوسمهال د هېواد په ډېرو سيمو کې د ټاکنو د امنيت ساتلو په موخه چاڼيز عمليات دوام لري.
ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې، راتلونکې اونۍ (د وري ١٦مه) ترسره شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.