محاذ ګوند د ولسمشرۍ کانديدانو د شمېر کمولو هڅې پيل کړې

 
کابل (پژواک ١٤ سلواغه ٩٢): د  جهادي مشر پير سيداحمد ګيلاني په مشرۍ د محاذ ملي اسلامي ګوند وايي، چې دوى د ولسمشرۍ د کانديدانو د شمېر کمولو هڅې پيل کړې دي.
د دغه ګوند مطبوعاتي دفتر له خوا د سلواغې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوى تر اوسه د ولسمشرۍ د کوم  ځانګړي کانديد د ملاتړ پرېکړه نه ده کړې.
سرچينې زياته کړې، د محاذ ملي ګوند د هېواد په قضاياوو کې د هېواد او ولس په ګټه پرېکړې کوي او تصميمونه يې نيولي دي.
په خبرپانه کې راغلي: ((دا ځل هم د خپل ديني او ملي رسالت په ترسره کولو سره غواړو چې د هېواد په راتلونکو ټاکنو کې  رغنده رول ولوبوو.))
د محاذ ګوند وايي، چې په همدې توګه دوى هڅې پيل کړې چې د تفاهم او مشورو په پايله کې د امکان تر بريده د ولسمشرۍ د کانديدانو شمېر را کم کړي.
 د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ١١ کانديدان دي او ټولو پرون په رسمي توګه خپل کمپاينونه هم پيل کړي دي.
د يادونې ده، تر دې مخکې د فکر او عمل جرګې او د حضرت صبغت الله مجددي له خوا هم د کانديدانو د شمېر کولو هڅې شوې، خو پايله يې نه درلوده.
د محاذ ګوند په خبرپاڼه کې راغلي، چې دوى له ډېرو کانديدانو سره خبرې او مشورې کړې دي خو تر اوسه يې له کوم ځانګړي کانديد څخه د ملاتړ وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
سرچينې زياته کړې، محاذ به له هغه کانديده ملاتړ اعلانوي چې اسلام، هېواد او د هېواد ارزښتونو ته تر نورو ډېر ژمن وي  او هرکله يې چې دغه ملاتړ اعلان کړ، له هېوادوالوسره به يې شريک کړي.
د يادونې ده، د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر اشرف غني درى ورځې مخکې د محاذ ملي ګوند له مشرتابه سره ليدلي وو.
يوې باوري سرچينې پژواک اژانس ته ويلي وو، چې د محاذ ګوند مشر پير سيداحمد ګيلاني هغه ته د ملاتړ ډاډ ورکړى و.
د ډاکټر اشرف غني د کمپاين د دفتر يوه غړي نن يو ځل بيا پژواک اژانس ته وويل، چې د محاذ ملي ګوند له مشرتابه سره يې ليدنې کتنې شوې او هغوى ورته د ملاتړ ډاډ ورکړى دى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.