غزني (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۹۲): د غزني په مرکز او ولسواليو کې تر دې مهاله ١١ زره کسانو په ټاکنو کې د ګډون کارتونه اخيستي، چې درې زره يې مېرمنې دي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند نورمحمد نور د وږې په لومړۍ پژواک اژانس ته وويل، چې تر دې مهاله يې د غزني په دوو ولسواليو زنخان او ناوه کې د نوم ليکنې مرکزونه نه دي پرانيستي.
دغه راز په غزني کې د ټاکنو د سيمه ييز دفتر مشر عبدالبصير جلالي وايي، چې تر اوسه د کارتونو د وېشلو په برخه کې له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي.
هغه زياتوي، چې په دريو ولسواليو ناوه، زنخان او خوګياڼو کې يې د ناامنۍ له امله مرکزونه نه دي پرانيستي.
د جلالي په وينا، چې د نوم ليکنې په پروسه کې د مېرمنو ونډه کمه ده او ډېر لږ مېرمنې کارتونه اخلي.
په غزني کې يو شمېر مېرمنې وايي، چې د کورنيو ستونزو، دودونواو امنيتي اندېښنو له کبله ښځي نه شي کولى په ټاکنو کې د ګډون کارتونه واخلي.
د ولايتي شورا غړې حميده ګلستاني وايي، په غزني کې د ټاکنو لپاره د کارت په ترلاسه کولو کې د ښځو ونډه کمه ده.
نوموړې پژواک اژانس ته وويل، د غزني په ټول ښار کې د کارت ورکولو يو مرکز دى، چې د ځاى د لري والي له امله د لرو سيمو مېرمنې د کارت اخيستلو لپاره نه شي راتلاى.
ګلستاني وايي، د غزني ښار لپاره بايد درې مرکزونه په پام کې نيول شوي واى تر څو مېرمنو په اسانه د ټاکنو د ګډو کارتونه اخيستى واى.
د زهره احمدي په نوم يوه مېرمن، چې له څلور کيلومتره لرې سيمې د کارت اخيستلو لپاره راغلې وايي، په ډېره سختۍ يې له کورنۍ د کارت اخيستلو اجازه ترلاسه کړه.
نوموړې زياتوي، په غزني کې د امنيتي ګواښ تر څنګ د کارت ورکولو د مرکز لري والى د دې لامل شوى، چې لږ ښځې کارت اخيستلو ته زړه ښه کړي.
په غزني کې د ټولټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي هم يادې ستونزې مني او وايي، سيمه ييز دودونه او ناامني د دې لامل شوې، چې لږ مېرمنې د کارت په اخيستلو کې ونډه واخلي.
غزني اتلس ولسوالۍ لري، چې تر دې مهاله يې يواځې په مرکز او ١٤ ولسواليو کې د نوم ليکنې چارې روانې دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.