Detainee torture persists in Kandahar jails: MP

کابل (پژواک ١١ ورى ٩٢): کندهار ته د ولسي جرګې تللى پلاوى وايي، چې په دغه ولايت کې د خلکو او دولت ترمنځ واټن رامنځته شوى او دوى د دغه واټن د له منځه وړو هڅه کوي.
د ولسي جرګې اته کسيز پلاوى د حاجي سخي مشواڼي په مشرۍ پرون دغه ولايت ته رسېدلى، له والي توريالي ويسا او نورو چارواکو سره يې ليدنې پيل کړې دي.
د دغه پلاوي يوه غړي حميدزي لالي د وري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دغه سفر څخه يې موخه د دغه ولايت له ملکي او نظامي چارواکو سره ليدنې او د خلکو د ستونزو په اړه ورسره خبرې کول او د دغه ولايت له  زندانونو ليدل دي.
هغه زياته کړه، چې په دې وروستيو کې د دغه ولايت د زندانونو په اړه شکايتونه ډېر شوي وو، بنديان له ستونزو شکايت کوي او وايي، چې شکنجه شوي هم دي.
لالي وويل، چې پلاوى يې پرون په کندهار ښار کې د ملي امنيت او له مرکزي زندانونو ليدنه وکړه.
د نوموړي په وينا، زندانيانو شکايت کاوه، چې د نيول کېدو پر مهال د پوليسو او ملي امنيت د منسوبينو له خوا سخت شکنجه او وهل شوي ډبول شوي دي.
په ولسي جرګه کې د کندهار دغه وکيل وويل، چې زندانيانو دغه راز د روغتيايي خدمتونو له نه شتون څخه هم شکايت کاوه.
حميدزي لالي زياته کړه، چې د کندهار مرکزي زندان د ٦٥٠ بنديانو لپاره جوړ شوى، خو اوس په کې دوه زره بنديان ساتل کېږي، چې دا په خپله لويه ستونزه ده.
دى وايي، چې د کندهار خلکو دوى ته نور شکايتونه هم کړي او د همدې ستونزو له امله په دغه ولايت کې  د خلکو او حکومت ترمنځ واټن پيدا شوى دى.
ده زياته کړه: ((موږ د همدې لپاره راغلي يو، څو ستونزو ته د حل لاره پيدا او رامنځته شوى واټن له منځه يوسو.))
د لالي په وينا، نن به د خلکو او زندانيانو ستونزې له والي توريالي ويسا او يو شمېر رييسانو سره مطرح او دغه راز دا ستونزې به له مرکزي چارواکو سره هم شريکې کړي.
بلخوا د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسي جرګې له ځينو کمېسيونونو جوړ پلاوى پرون کندهار ته ورغلى او د يو شمېر ستونزو د هوارۍ لپاره به د دغه ولايت له چارواکو سره په ګډه کار وکړي.
سرچينې زياته کړې، دغه پلاوى چې د کونړ وکيل سخي مشواڼى يې مشري کوي، په کې د کندهار د درېيو استازو ترڅنګ د کابل، فراه، بدخشان او کوڼر ولايتونو استازي هم شامل دي چې دلته به د عدلي او قضايي، حکومتوالۍ، له زورواکانو د ځمکو د خلاصون او په ټوله کې د دولت د کارونو بهير وڅاري.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد پلاوي له ورتګ سره سم، د کندهار له والي او يو شمېر نورو رييسانو سره وکتل او هغوى ته يې د خپل سفر موخې او اهداف بيان کړل.
کندهار ته د ورغلي پلاوي مشر سخي مشواڼي وويل، چې دوى د ولسي جرګې د ځينو کمېسيونونو د غونډو د پرېکړو پر اساس راغلي او غواړي دلته له نږدې د دولتي ادارې کارونه وڅاري او تر يوه بريده د خلکو هغو دوسيو او مشکلاتو ته چې تر دوى پورې  رسېدلي د حل لاره ومومي.
د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د ولسي جرګې پلاوي ته هرکلى ووايه او زياته يې کړه، چې دا د اصلاحاتو او سمون لپاره تر ټولو اصلي او غوره لاره ده.
نوموړي زياته کړه، چې ولايتي اداره يې په ټولو برخو کې د صلاحيتونو په چوکاټ کې همکاره ده او وکيلان کولاى شي، هر څومره چې غواړي له اداراتو او د هغوى له کارونو ليدنه وکړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.