By: ستورى کريمى , Date:28/09/2019
هرات ښار (پژواک، ۶ تله ۹۸): د هرات حکومتي مسوولین وايي چې د ټولو ټاکنیزو مرکزونو امنیت نیول شوی او خلک په ارامۍ سره کولای شي خپلې رايې وکاروي. د هرات والي عبدالقیوم رحيمي په ګوهرشاد بېګم لېسه کې د خپلې رايې له کارو... پاتی برخه
By: ستورى کريمى , Date:22/09/2019
هرات ښار (پژواک، ۳۱ وږی ۹۸): په هرات کې د ټاکنو کمېسیون مسوولین د دغه ولایت په ناامنو ولسوالیو کې د رایې ورکونې د ۳۰ مرکزونو د تړل کېدو خبر ورکوي او وایي چې شاوخوا ۶۰ نور مرکزونه له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخ... پاتی برخه
By: ستوري کريمي , Date:18/09/2019
هرات ښار (پژواک، ٢٧ وږی ٩٨):  پر ټاکنو د څار بنسټونو یو شمېر غړي د ټاکنو په اړه د خلکو د نه پوهاوي په اړه اندېښمن دي او وايي، که دغه بهیر پراخ نه شي، ډېری هېوادوال به د معلوماتو د نه لرلو له امله د رایې... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Women’s active participation in polls urged

هرات
 دچنګاښ ٢٧مه، ١٣٨٨، پژواک خبري اژانس
 
پژواک خبري اژانس د جمهوري رياست د ټاکنو په اړه په ولايتونوکې دخلکو نظر پوښتنه پيل کړې ده .په دې لړ کې دهرات ولايت ديو شمېر اوسېدونکيو نظرونه له لوستونکيو سره شريکوي . په دې نظرونو کې، په ټاکنو کې د خلکو د ونډې اخيستنې، له حکومت څخه دهغوى غوښتنې او پر حکومت دهغوى نيوکې شاملې دي . دهرات دصنعتګرو ټولنې دمرستيال توريالي غوثي دمعلوماتو له مخې، په تېرو اوو کلونو کې په دې ولايت کې نږدې ٣٠٠ توليدي فابريکې جوړې شوې دي، چې ډېرى يې په صنعتي ښارګوټي کې فعاليت کوي .
 

 
هرات (پژواک،١١ چنګاښ، ۹۲ ): د هرات اوسېدونکي په دې ولايت کې له نا امنۍ، خرابې کرنيزې او روغتيايي وضعې، ناسمې حکومتولۍ او ګڼو نورو ستونزو څخه سر ټکوي او وايي، په کار ده چې د ستونزو د حل لپاره يې حکومت او نړۍ واله ټولنه جدي ګامونه واخلي.
د شينډنډ ولسوالۍ اوسېدونکی تور محمد وايي، په دې ولسوالۍ کې نا امني د خلکو ستره ستونزه ده او خلک د خونديتوب احساس نه لري.
هغه زياتوي، خلک هېڅ شی دومره نه ځوروي، لکه د امنيت نشتون يې چې ځوروي، ځکه نا امني د ټولو ستونزو مور ده.
همدارنګه د ګلران ولسوالۍ اوسېدونکی محمد اکبر وايي، تر ټولو غټه ستونزه يې د روغتيا په برخه کې ده.

 
هرات ( پژواک، ١٦چنګاښ، ۹۲ ) د هرات اوسېدونکي په دې ولايت کې د پوهنې د ودې او پراختيا،د روغتيايي کلينيکونو د جوړېدو، د امنيت د تامين، د کرنې د پرمختګ او سړکونو د جوړولو غوښتنې کوي او وايي، په کار ده چې حکومت او نړۍ واله ټولنه يې په ترسره کولو کې اقدام وکړي.
د هرات ښار د ۱۲ ناحيې اوسېدونکی ارباب عصمت الله وايي، تر ټولو لويه غوښتنه يې په ښار کې د کاناليزاسيون سيستم جوړېدل دي.
هغه زياتوي، تر اوسه هرات ښار يو منظم کاناليزاسيون نه لري، چې له امله يې هر مهال په بېلابېلو سيمو کې اوبه ډنډېږي او د ښار چاپېريال يې خراب کړی دی.

 
١-هرات راډيو:
د هرات راډيو د هېواد له پخوانيو راډيوګانو څخه يوه ده،  چې داف ام په ١٠٥،٢ په ښار او څېرمه ساحو کې اورېدل کېږي .ددغې راډيو مسوول مدير طارق جامي دى او دوه وخته خپرونې لري، سهارنۍ خپرونې يې دسهار له اوو بجو نه پيل تر لسو او او ماښامنۍ هغه يې د مازيګر له څلورو پيل دماښام تر اوو بجو پورې وي او دهرات دولتي تلوېزيون ادارې تر څارنې لاندې خپرونې لري .
داړيکې شمېره : 0700405440
٢- مژده راډيو :

 
۱-  د هرات د ښځينه زغفران کارانو ټولنه :
دغه ټولنه د زعفرانو دښځينه کارکوونکو له خوا د ١٣٨٩ لمريز کال دسلواغې په مياشت کې دعدليې په وزارت کې ثبت شوه ، مسووليت يې دسيما غورياني پر غاړه دى، د زعفرانو دکر، ترويج ، بسته کولو او پلور په برخه کې فعاليت کوي .
 
داړيکې شمېره : 799361730 0
برېښناليک : [email protected]
 
۲- د افغانستان د ښځينه شغل لرونکو ملي ټولنه :
 

 
مېرمن سپينه يوه پښتنه شاعره ده، چې د وزير يارمحمد خان الكوزي د حكومت په وخت کې د هرات په شاوخوا كې اوسېده. دا پښتنه د نورمحمد خان الكوزي لور وه، او هغه وخت چې ایرانيانو په (۱۲۵۵ هـ) كال کې هرات كلابند كړ او د هرات پښتنو له دوى سره د مېړانې مقابله وكړه، زموږ پښتنه شاعره ژوندۍ وه د هرات کلابندي خو يو كال او اته مياشتي اوږده شوه ، مګر پښتون ځان تسليم نه كړ او هرات يې نه پرېنښود.
په دې جګړو او ملي مېړانو كې د پښتنو سرداران شاه كامران سدوزى او وزير يارمحمد خان الكوزى و، دوى د پښتنوالي، ټينګار او راسخ عزم په دې مقاومت كې څرګند كړ.

 
د پوهاند رازقي نړيوال ليکنه
 
د هرات د لرغونو استحکامي کارونو څخه یوه هم د هرات د اورتاکانا مهمه کلاه ده، دا کلا په هرات کې د مقدوني سکندر تر بريدونو وړاندې موجوده وه او یوه تاريخي کلا شمېرل کېدله. (افغانستان در پرتو تاريخ) کي ليکل شوي که څه هم د اورتا کانا د کلا موثق موقعیت مالوم نه دی؛ خو دا خبره يقيني ده چي هغه د هری په حوزه کې واقع ده، ځکه چي په يو بل قول د "ارتاکانه" يا "ارته کوانا" او یا "ارکوافا " چي د هرات په موجوده ارګ او يا د هرات د اختيارالدين د کلا په سيمه کي پرته ده.

 
هرات(پژواک، ٢٣ غبرګولى ٩٢) : د هرات اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي په دغه ولايت کې له خراب امنيتي حالت څخه سرټکوي او وايي، چې دغه وضعيت ورته اندېښنې پيدا کړې دي.
د دې ولايت امنيتي چارواکي سره له دې ، چې د وسله والو شتون او غلچکي بريدونه تاييدوي؛ خو وايي، چې ډېر ژر به د امنيت تامينولو لپاره چاڼيز عمليات پيل کړي.
د هرات د ولايتي شورا رييس سيد وحيد قتالي وايي،چې د ولايت له ۱۵ ولسواليو څخه يې په ۱۳ ولسواليو کې طالبانو او د حکومت نورو وسله والو مخالفانو نفوذ کړی دی.

 
هرات ( پژواک، ٢٦غبرګولى ٩٢) : د هرات د پوهنې چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې د پوهنې بهير ښه پرمخ ځي او پر وړاندې يې کومه ستونزه تر اوسه نه ده را ولاړه شوې.  
د هرات د پوهنې رييس عبدالبصير اروين طاهري وايي، چې په مرکز او ولسواليو کې ښوونيز پروګرام ښه پرمخ ځي.
هغه زياتوي، خلک ورسره همکار دي او حتی په هغو سيمو کې هم د ښوونځيو پر وړاندې خنډ او ستونزه نشته، چې د وسله والو غلچکي بريدونه په کې کېږي.
د نوموړي په خبره، دا مهال د هرات مرکز او پنځلس ولسواليو کې ۷۹۱ ښوونځی فعال دي او اته نيم سوه زره زده کوونکي په کې زده کړې کوي، چې نيمايي يې نجونې دي.

 
هرات ( پژواک، چنګاښ ۱۳۹۲ ): د هرات چارواکي وايي، که څه هم چې د دې ولايت د خلکو اقتصاد تر ډېره په کرنې و مالدارۍ ولاړ دی؛ خو تر څنګ يې په کې سوداګرۍ او صنعت هم وده کړې ده.
خو ورسره وسره خلک د کرنې او مالدارۍ په برخه کې له ستونزو سره هم مخ دي.
کرنه :
چارواکي وايي، چې د هرات د اوبو په مهار کولو سره پلان لري، چې شاړې ځمکې او دښتې خړوب کړي.
د اوبو اوبرېښنا وزير محمد اسمعيل خان وايي، د سلما بند په جوړولو سره چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې به بشپړه او څلوېښت مېګاواټه برېښنا توليدکړي، ۷۰ زره هکتاره ځمکه هم خړوب کړي.

Pages

ټاکنیز خبرونه

By: ستورى کريم... , Date:28/09/2019

چارواکو په هرات کې د ټاکنو د ټولو مرکزونو د امینت خون...

هرات ښار (پژواک، ۶ تله ۹۸): د هرات حکومتي مسوولین وايي چې د ټولو ټاکنیزو مرکزو... پاتی برخه

سرغړونې

By: ستورى کريم... , Date:17/09/2019

" تراوسه د مرکز او ولایتونو ۶۶ ټاکنيز شکایتونه ث...

هرات ښار (پژواک، ۲۶ وږی ۹۸): د ټاکنو د شکایاتو کمېسیون خبر ورکړی چې د ټاکنیزو... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

شورای ولایتی هرات: وضعیت امنیتی بهبود یافته است
By: ستورى کريم... , Date:14/03/2015

د هرات ولايتي شورا...

هرات (پژواک ٢٣ کب ٩٣): د هرات د ولايتي شورا غړي وايي، د تېرو دوو مياشتو په ترڅ... پاتی برخه

ملي شورا

By: ستورى کريم... , Date:17/09/2018

"ځينې ګوندونه او کسان هڅه کوي د ټاکنو بهیر تر ان...

هرات (پژواک،۲۵وږی۹۷): په هرات کې د ولسي جرګې څو تنه کاندیدان او ځوانان وايي، ځ... پاتی برخه

مرکې

ماريا بشير: در برابر مجرمين هيچگونه دلسوزى ندارم
By: Sharafuddi... , Date:23/07/2013
  هرات (پژواک ۱۹ لېندۍ ۹۱): د هرات ولايت د استيناف څارنوالۍ رييسه وايي،... پاتی برخه

ټاکنيزې مبارزې

By: "د کمپاين له پي... , Date:15/10/2018

"د کمپاين له پيل راهيسې ۲۰۰ ټاکنيز شکايتونه ثبت...

هرات ښار (پژواک، ۲۳ تله ۹۷): په هېواد کې د ټاکنيزو  کمپاينونو له پيل راهي... پاتی برخه