هرات ( پژواک، چنګاښ ۱۳۹۲ ): د هرات چارواکي وايي، که څه هم چې د دې ولايت د خلکو اقتصاد تر ډېره په کرنې و مالدارۍ ولاړ دی؛ خو تر څنګ يې په کې سوداګرۍ او صنعت هم وده کړې ده.
خو ورسره وسره خلک د کرنې او مالدارۍ په برخه کې له ستونزو سره هم مخ دي.
کرنه :
چارواکي وايي، چې د هرات د اوبو په مهار کولو سره پلان لري، چې شاړې ځمکې او دښتې خړوب کړي.
د اوبو اوبرېښنا وزير محمد اسمعيل خان وايي، د سلما بند په جوړولو سره چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې به بشپړه او څلوېښت مېګاواټه برېښنا توليدکړي، ۷۰ زره هکتاره ځمکه هم خړوب کړي.
د هرات د کرنې او مالدارۍ رييس فقيرمحمد بيانګر د سلما تر څنګ په زنده جان ولسوالۍ کې د يوه بل بند د جوړېدو او پر مټ يې د پنځوس زره هکتاره ځمکې د خړوبېدو خبره کوي او وايي، چې په راتلونکي کال کې به يې چارې بشپړې شي.
نوموړی وايي، ياد بندونه پر هريرود ودانېږی، چې اوس يې اوبه په وړيا ډول ايران ته بهېږي.
د هرات د کرنې رياست د نباتي بوټو د ترويج مدير بشير احمد احمدي وايي، چې دمګړۍ په هرات کې پر۲۲۰ زره هکتاره ځمکه غنم کرل کېږي، چې ۶۷ زره هکتاره يې للمي او پاتې نوره يې اوبيزه ځمکه ده.
د ده په خبره، تېر کال د هرات د کرنيزو ځمکو د غنمو حاصل ۲۳۰ زره ټنه غنم و ، چې سږ کال دغه شمېر ۳۰۰ زره ټنه غنم اټکل کېږي.
هرات پر غنمو سربېره د زعفرانو او ميو باغونه هم لري، چې بزګر ورسره په دې برخه کې د حکومت له نه مرستې سر ټکوي.
د ګذرې ولسوالۍ د سيوشانو د کلي استوګن شريف پژواک ته وويل، پر ۵ جريبه ځمکه يې زعفران کرلي، حاصلاتو ته يې بازار نه موندل کېږي.
هغه وايي، تېر کال يې درې کيلوګرامه خالص زعفران ټول کړل، چې د بازار د نه موندنې له امله يې کيلو په پنځه اويا زره افغانيو وپلورل، په داسې حال کې چې د خالصو زعفرانو بيه له دې څو چنده پورته ده.
د هرات د کرنې رييس هم دا ستونزه مني او وايي، چې کروندګرو ته يې د زعفران کرلو ټولې اسانتياوې برابرې کړي او په پنځلس ولسواليو کې په کابو ۹۰۰ جريبه ځمکې زعفران کرل کېږي.
دی وايي، کله چې د زعفرانو د مارکېټ او بازار خبره رامخ ته کېږي حکومت په کې لاسوهنه نه کوي او د خصوصی سکتور له لارې يې خلک په ازاد ډول پلوري.
د پښتون زرغون ولسوالۍ يوه بڼوال ارباب سيد احمد وويل، د بڼوالۍ چارې يې ښې او حاصلات يې ډير شوي، خو د ساتنې لپاره سړې خونې نه لري او هر کال يې د ګرمې هوا له لارې حاصلات خرابېږي.
هغه وايی، په کار ده چې حکومت ورته سړې خونې او حاصلاتو ته يې په بهر کې بازار پيدا کړي.
خو د هرات د نباتي بوټو د ترويج مدير وايي، دولت په دغو دواړو لارو کې عملي اقدام کړی دی.
د هغه په وينا، همدا اوس په هرات کې شپږ سړې خونې لري او د نورو د جوړېدو چارې هم روانې دي.
په هرات کې تر ۴۰ ډول زيات انګور او څو ډوله شفتالو پېژندل شوي او ښه حاصلات ورکوي، چې د کيفيت له مخې يې کرنيز متخصصين بې ساري بولي.
د دې تر څنګ دهرات مميز او انګور هم ښه شهرت لري.
سوداګري او پانګونه:
د هرات د والي وياند محي الدين نوري پژواک ته وويل، د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د کابو درې سوه فابريکو په رغولو او فعالولو سره يو ميليارد ډالره پانګونه شوې ده.
هغه وايي، په هرات کې يواځې په ۱۳۹۱ کال کې د سل ميليونه امريکايي ډالرو پانګونه شوې ده.
د نوموړي په خبره، د ۳۵ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت په روان کال کې د پانګونې اټکل شوی، چې يوشمېر يې عملاً چارې پيل کړي دي.
د هرات د والي وياند زياتوي، چې په د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د بېلابېلو خوراکي توکيو، د ساختماني چارو د وسايلو، موټر سايکلونو، د اوسپني ويلي کولو او نورو توکيو فابريکې فعالې دي، چې په هرات سربېره يوشمېر نورو ولايتونو يې هم توليدات لېږل کېږي.
د هرات د سوداګرۍ خونې مرستيال فيروز الاف پژواک ته وويل، افغاني صنايعو نه يواځې دا چې په کور دننه يې ښه بازار موندلی ،بلکې د نړۍ يوشمېر مهمو مارکېټونو کې هم مينه وال لري.
د نوموړي په خبره، سوپر کولا، چې په هرات کې جوړېږي او منځۍ اسيا ته استول کېږي، د مرمرو ډبره چې پر اسيايي هېوادونو سربېره اروپا ته په ځانګړي ډول اېټاليا ته ځي، چې ښه بازار لري، غالۍ او زعفران يې هم د نړۍ پر مختللو او مهمو بازارونو کې خپل خاص پېرېدونکي لري.
خو په هرات کې د افغان پولاد په نوم د اوسپنې د ويلي کولو فابريکې مشر حاجي عصمت الله وردګ وويل، تر اوسه يې په دې فابريکې ۱۴ ميليونه امريکايي ډالره پانګونه کړې، چې د ورځې اتيا ټنه سيخ، ګاډر او نور ساختماني اوسپنيز توکي توليدوي، چې راتلونکی کال به دغه شمېر دوه چنده شي.
دی وايي، په فابريکه کې دمګړۍ درې نيم سوه کسان په کار بوخت دي، چې راتلونکی کال د بل فاز په فعالولو سره به يې شمېر زرو کسانو ته لوړ شي.
د هرات د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، چې د دې ولايت په صنعتي ښارګوټي کې د ورځې دېرش زره کسان په کار بوخت دي.
د هرات د سوداګرۍ خونې د مديره پلاوي غړی او د مرمر ډبرو د فابريکې رييس توريالي غوثي پژواک ته وويل، چې د هرات د امنيتي رهبرۍ په بدلون سره اوس د صنعتي ښارګوټي امنيت د ډاډ وړ ګرځېدلای دی.
د هرات امنيه قوماندان جنرال رحمت الله ساپی وايي، د خلکو د امنيت تر څنګ سوداګرو او پانګوالو ته د امنيت ساتنې او د هغوی د خونديتوب لپاره جلا او مهم پروګرامونه تر کار لاندې لري.
که څه هم چې يو مهال به سوداګر له نا امنۍ کړېدل ،خو د امنيت په ښه کېدو سره اوس د ګمرکي تعارفو په لوړېدو خپه دي.
د هرات د سوداګريزو خونو مرستيال فيروز الاف له حکومت څخه وغوښتل، چې د تعارفو د کمښت په برخه کې دې ورسره مرسته وکړي.
هغه وايي، په کار ده چې د سوداګرو د پياوړتيا او توکيو ته يې د ښه بازار لپاره له ايران او پاکستان پرته بله ټرانزيټي لاره هم پيدا شي.
لاسي صنايع :
د هرات اوسېدونکي وايي، چې په دې ولايت کې لا هم پخواني لاسي صنايع جوړېږي، خو بازار يې د پخوا په شان ګرم نه دی.
په هرات کې د لونګۍ جوړولو د فابريکې کارکوونکی شکېب وايي، لس کاله وړاندې د لونګۍ جوړولو کابو سل فابريکې فعالې وې، چې کابو ۱۲۰۰ تنو به په کې کار کاوه؛ خو اوس يواځې همدا يوه فابيرکه فعاله ده، چې لس تنه په کې په کار بوخت دي.
دغه راز د غالۍ اوبدلو د يوې فابريکې مشر سيداجان وايي، چې د هرات ښار او ولسواليو کې له ۵۰ زرو زيات کسان د غالۍ په اوبدلو بوخت دي، چې لويه برخه يې مېرمنې جوړوي.
هرات د لاسي صنايعو لپاره ځانګړی بازار لري، چې په خديجه الکبرا مشهور دی. په دغه بازار کې خلک او په ځانګړي ډول مېرمنې په خپل لاس جوړ شوي توکي پلور ته وړاندې کوي، چې د څارويو له پوستکي جوړې غالۍ، مسين توکي ( له مسو جوړ شوي شيان )، د کاشي لوښي، خامک، غاړې، سوهن الوا، وچې مېوې، شېريني، زعفران او داسې نور توکي په کې شامل وي.
د هرات د تاريخی ابدو د ادارې مشر ايام الدين اجمل وويل، د کاشي صنعت د هرات يو له لرغونو صنايعو څخه دی، چې تلپاتې کېدو لپاره يې د يوه مکتب په بڼه يو روزنيز مرکز پرانيستی، چې دمګړۍ په کې له اوياوو زيات کسان په زده کړو او کار بوخت دي.
دغه کسان د دې ترڅنګ چې د هرات د لرغونو ابدو کاشي رغوي د هېواد بېلا بېلو برخو کې د کاشي لګولو لپاره هم، چې په بلخ کې د حضرت علی کرم الله وجهه د روضې، د کابل د بابر بڼ او نورو تاريخي ځايونو د مرمت کارونه يې ښې بېلګې دي.
په هرات کې د زرګرۍ صنعت هم له پخوانه شته چې نقره يي زېورات لاهم د خلکو ترمنځ دود او صنعت يې پر خپل ځای پاتې دی.
په هرات کې د نقاشۍ، انځورګرۍ او د ښه ليک ليکلو کولتور هم شته، چې د کمال لادين بهزاد په ښوونځي کې زده کوونکيو ته په رسمي ډول دا هنر تدريس کېږي.