هرات ( پژواک، ٢٦غبرګولى ٩٢) : د هرات د پوهنې چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې د پوهنې بهير ښه پرمخ ځي او پر وړاندې يې کومه ستونزه تر اوسه نه ده را ولاړه شوې.  
د هرات د پوهنې رييس عبدالبصير اروين طاهري وايي، چې په مرکز او ولسواليو کې ښوونيز پروګرام ښه پرمخ ځي.
هغه زياتوي، خلک ورسره همکار دي او حتی په هغو سيمو کې هم د ښوونځيو پر وړاندې خنډ او ستونزه نشته، چې د وسله والو غلچکي بريدونه په کې کېږي.
د نوموړي په خبره، دا مهال د هرات مرکز او پنځلس ولسواليو کې ۷۹۱ ښوونځی فعال دي او اته نيم سوه زره زده کوونکي په کې زده کړې کوي، چې نيمايي يې نجونې دي.
د ده په وينا، په روان کال (۱۳۹۲) کې يې سل زره زده کوونکي تازه د پوهنې بهير ته شامل کړي دي.
طاهري وايي، چې په هرات کې دا مهال ۲۳۷ لېسې، ۳۰۰ منځني او پاتې نور يې لومړني ښوونځي شتون لري.
دغه راز د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمد معين صبور وويل، چې دمګړۍ په هرات کې کابو د زر بابه ديني  مدارسو ټولګي د علماوو د شورا په تشکيل کې تنظيم شوي دي.
صبور زياته کړه، په يوشمېر مساجدو کې ديني مدرسې شتون لري ، چې سيمه ييز عالمان په دوديزه توګه خپلو طالبانو ته په کې تدريس کوي، خو دولت د رسمي مدارسو چوکاټ کې د ټولګي امتياز ورکړی ، څو طالبان يې ترفراغت وروسته د دندې د اجرا لپاره سند په لاس  کې ولري.
خو په هرات کې ۸ لويې ديني مدرسې رسميت لري، چې ۱۹۰۰ طالبان په کې تنظيم شوي دي؛  ، چې د زده کوونکو شمېر يې د ۵ زره نجونو په ګډون ۲۳زرو تنو ته رسېږي.
د هرات د پوهنې رييس وايي، چې دغه راز ۱۵ بابه خصوصي ښونځي هم په دې ولايت کې فعال دي، چې په کې د نجونو په ګډون اته زره زده کونکي زده کړې کوي.
ده زياته کړه، چې په هرات کې د پوهنې رياست په تشکيل کې ۱۲ زره رسمي او تر ۳۰۰ تنو پورې قراردادي ښونکي فعال دي.
د پوهنې رييس وويل، چې ۷۰ سلنه ښونکي د اداري اصلاحاتو له مخې، په دنده ګومارل شوي دي.
طاهري وويل، د ادارې تر څارنې لاندې يې د ولايت مرکز او ولسواليو کې تر ۵ سوه بابه کورسونه هم فعاليت کوي، چې زرګونه تنه زده کوونکي په کې د انګليسي، عربي، جرمنی، پښتو او اردو ژبو ترڅنګ د قران عظيم الشان د تجويد او نورو بېلابېلو علومو زده کړې کوي.
د پوهنې رييس وويل، پر ښوونځيو سربېره په دې ولايت کې يو دولتي پوهنتون او له لسو زياتې د لوړو زده کړو خصوصي موسسې هم فعاليت لري.
دی زياتوي، چې د الغياث، جامي، اسيأ غالب، انصاري، هلال افغان، خواجه عبدالله انصاري، فخر العلوم او اشراق د لوړو زده کړو خصوصي موسسو کې دا مهال کابو شل  زره محصلين زده کړې کوي.
په خصوصی پوهنتونونو کې محصلين د حقوق او سياسي علومو، شرعياتو، کمپيوټر ساينس، طب او انجینري پوهنځيو کې زده کړې کوي.
هغه وايي، د هرات په دولتي پوهنتون کې دا مهال لس پوهنځي طب، انجينري، حقوق، اقتصاد، ښوونه او روزنه، ژورنالېزم، ادبيات، شرعيات او کمپيوټر ساينس، فعال دي، چې د محصلينو شمېر يې له لس زره تنو څخه زيات دی.
د هرات د پوهنې رييس وايي، چې په دې پوهنتون کې د بېلابېلو ولاياتو محصلين زده کړې کوي، چې نجونې هم په کې شته او د نجونو لپاره جلا ليليه لري، چې ۳۰۰ محصلينې په کې اوسېږي.
د هرات پوهنتون مشر مولوي خدايداد صالح پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر دې مهاله يې د هرات پوهنتون په رغونه له پنځو ميليونو ډالرو ډېر لګښت کړی، چې د ملي سوداګرو له لوري ورکړل شوي دي.
د نوموړي په وينا، چې په دې پوهنتون کې ۳ نيم زره نجونې او ۶ زره نارينه په لوړو زده کړو بوخت دی.
صالح زياته کړه، سږ کال يې له څوارلسم او شپاړسم ټولګيو څخه ۱۴۰۰ تنه د ديني لوړو زده کړو او شرعياتو له پوهنځيو فارغ کړي، چې ۹۰۰ تنه يې ښځينه وې.
د پوهنتون رييس وويل، چې په هرات پوهنتون کې د برېښنايي کتابتون په جوړېدو سربېره د دې پوهنتون استادان د امريکا او اېټاليا پوهنتونونو په ګډون د ګڼو نورو هېوادونو له کتابتونو سره هم وصل شوي، چې د اړتيا پرمهال ترې ګټه پورته کوي.
ستونزې او پرمختګونه:
د هرات د پوهنې رييس وايي، چې په ټول ولايت کې د ناامنۍ يا بلې ستونزې له کبله نه تړلي ښوونځي لري او نه يې هم د پوهنې پر وړاندې خنډ او ګواښ رامنځته شوی.
دی وايي، په تېرو څو کلونو کې يې ۴۲۷ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي او رغولي او د ۳۵ نورو ښوونځيو د ودانيو د جوړېدو چارې روانې دي، چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړې شي.
نوموړی زياتوي، دغه پروژې د پوهنې وزارت پرمختيايي بوديجې، يونيسف، په هرات کې د بيارغونې ډلې ( پي ار ټي او د ملي سوداګرو په مالي لګښت پلې شوې دي.
طاهري وايي، خو له دې سره سره لا هم په هرات کې ۳۶۴ ښونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې تر خېمو لاندې، کرايي کورونو او يا هم تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.
نوموړي وويل، بله لويه سوتزه د مسلکي ښوونکيو کمښت دی.
د غوريانو ولسوالۍ د ولسي شورا يوه غړي ارباب ګل اغا وويل، په سيمه کې يې داسې ښوونکي هم شته، چې تر اوسه خپله د ۱۲ ټولګي اسناد نه لري.
د هرات د پوهنې رياست وياند محمد معين هم دا ستونزه مني او وايي، چې د حل لپاره يې دوی د ريفورم طريقه په لار اچولې ده.
هغه زياتوي، په ښار او نږدې ولسواليو کې دا ستونزه سل په سلو کې حل ده او په لرو پرتو ولسواليو کې به هم په تدريج سره حل شي.
ده وويل، په هرات کې د لوستو ځوانان شمېر لوړ دی؛ خو د ښوونکيو د روزنې لپاره يې لا هم له ۱۵ زيات مرکزونه پرانيستي، چې کابو ۹۰۰ داخل خدمت ښوونکي په کې مسلکي زده کړې تر لاسه کوي.
د هرات د پوهنې په بهير کې بله د پام وړ ستونزه په مورنۍ ژبه د زده کړې زمينې نه برابرول دي.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشر غلام قادر رحيمي، هم نيوکه وکړه چې په هرات کې مېشتو پښتنو ته تر اوسه په پښتو ژبه د زده کړې زمينه نه ده برابره شوې.
هغه وويل،  په مورنۍ ژبه زده کړه، د هر ماشوم طبيعي حق دی؛ خو لا هم هرات کې چارواکو دغه حق ټولو ماشومانو ته نه دی ورکړی.
خلک :
د هرات ښار اوسېدونکی سيد ولي د هرات د پوهنې له بهير خوښ دى او وايي ، چې  د مهرې هروي له لېسې يې سږ کال دوه لوڼې په عالي درجه فارغې شوي، چې دواړه د هرات پوهنتون د انجينري او حقوقو پوهنځيو ته بريالۍ شوې دي.
 نوموړي په هرات کې د پوهنې په روان بهير خوښي وښوده .
خو د شينډنډ ولسوالۍ د زيرکو يو استوګن عبدالغني بيا په پوهنې رياست نيوکه کوي او وايي   ، چې په سيمه کې يواځې د ښوونځيو دروازې پرانيستې دي؛ خو ښوونکي يې په منظم ډول حاضري نه ورکوي او د زده کړې بهير له خنډ او ځنډ سره مخ دی.
ده وويل، هيله لري، چې د پوهنې رياست چارواکي د شينډنډ ولسوالۍ له ښوونځيو ليدنه وکړي او غافل کسان لارې ته سم کړي.
دغه ولسی مشر ادعا وکړه، چې څو کاله وړاندې شينډنډ په زده کړو کې له نور هرات  څخه وړاندې و او پوهنتون  ته به يې ډېرو زده کوونکو لاره پيدا کوله؛ خو سږ او تېرکال له ټول شينډنډ څخه لس تنه دولتي پوهنتونونو ته نه دي بريالي شوي.
دغه راز د ادرسکن ولسوالۍ د کوچيانو يوه استازي سهارګل په دې ولايت کې دکوچي ماشومانو  پروړاندې د پرتو پوهنيزو ستونزو په اړه پژواک ته سر وټکاوه.
ده وويل،له تېرو پنځو کلونو راهيسې ورسره د پوهنې رياست چارواکو د ګرځنده ښوونځيو د جوړولو ژمنې کړي؛ خو لا هم عملي شوي نه دي.
هغه زياته کړه:(( په ادرسکن کې د کوچيانو تر ۸ سوه زيات داسې کورونه شته چې يوځای اوسېږي موږه دولت ته ويلي چې ښوونکي خو خپل دي، هر چېرې کډه کوو، ښوونکي به راسره وي، تاسو يې يواځې درسي توکي او د ښوونکو معاش او د مکتب رسميت راکړئ.))
د هرات د والي وياند محی الدين نوري، دغه وړانديز پر ځای بولي؛ خو زياتوي، چې عملاٌ داسې کومه عريضه لا نه ده ورسېدلې. ده وويل، د غوښتنې په صورت کې  به هغوی ته درسي امکانات  برابر کړي.
زده کوونکي او ښوونکي:
د هرات د مهرې هروي د ښوونځې د ۱۱ ټولګي زده کونکې نيلوفر پژواک ته وويل، چې درسي سيستم يې د پخوا په پرتله ښه دی، مسلکی ښوونکي او منظم درس لري؛ خو د پښتو مضمون لپاره د مسلکي ښوونکي نشتون يې ستره ستونزه وبلله.
هغه وايي، د داسې چا له لوري ورته د پښتو تدريس کېږي، چې خپله نه پښتون دی او نه يې هم په دې برخه کې لوړې زده کړې کړې دي.
هغه وايي: (( زه خپله پښتنه يم، يو څه مې په کتاب سر خلاصېږي ،خو نور ماشومان نه پوهېږي او پښتو ساعت مو تش په نوم يادېږي.))
نوموړې وايي، دغه ستونزه يواځې په مهرې هروي ښوونځي کې نه؛ بلکې د هرات په ډېرو ښوونځيو کې شتون لري.
د شينډنډ د چهار محل د ښوونځي يوه زده کوونکي شېرګل وويل، په سيمه کې يې ټول خلک پښتانه ، خو په ښوونځيو کې يې درسونه په دري ژبه دي.
هغه وايي، وراره يې د دې لپاره ښوونځی پرېښود، چې په څلورم ټولګي کې يې دري نشوه زده کولای، ځکه هغه پښتون و.
د هرات ښار د مسلخ د سيمې د ښوونځي ښوونکی محمد عارف عرفان هم له ورته مسالې زړه تنګی شوی او وايي، چې دري ژبي په هرات کې د پښتو ژبې تدريس کوي.
عرفان زياته کړه، کله چې زده کونکی د پښتو د کوم لغت يا کليمې معنا ترې وغواړي، په ټېليفون يې له بل چا زده کوي او زده کوونکو ته يې وايي.
د هغه په وينا، دا ستونزه نه يواځې سږ کال، بلکې هر کال وي او له امله يې زده کوونکي د ازموينو پر مهال له ستونزو سره مخ کېږي.
د سيمې روڼ اندي:
د هرات اوسېدونکی ډاکټر پاينده پژواک ته وويل،دهرات دپوهنې ځينې چارواکي په بداخلاقۍ او فساد تورن دي.
دی وايي، د هرات خلک نور د پوهنې د ځينو چارواکو له بد اخلاقۍ، فساد او له دندو څخه د ناوړه ګټنې نه په تنګ شوي دي.
ده له مرکزي ادارې وغوښتل، چې د هرات د پوهنې په رياست کې دې ژور بدلونونه رامنځته کړي.
ډاکټر پاينده وويل، په پوهنې رياست کې د اخلاقي فساد ښې بېلګې د خلکو لاريونونه دي.
د ولايتي شورا غړی تورمحمد ظريفي هم دا ستونزې مني او وايي، د خلکو شکايتونه يې په دې اړه اړونده چارواکو ته رسولي دي.
ظريفی پر پوهنې رياست او وزارت هم نيوکې وکړې، چې په متوازن ډول خدمات نه وړاندې کوي.
دغه راز د شينډنډ يوه بل ولسي مشر حاجي شېردل د پوهنې رياست اړوندځينې مامورين په اداري فساد تورن کړل او ويې ويل، چې په ډېرو مواردو کې بډې اخلي.
خو د هرات دپوهنې رييس عبدالبصير اروين طاهري پر پوهنې رياست نيوکې د دېموکراسۍ يو اصل ګڼي؛ خو په خپله اداره کې هر ډول اخلاقي فساد او د نورو ناسمو چارو شتون ردوي.
دی وايي، هرات چې د پوهنې په برخه کې پرمختګونه لري، نو طبيعي ده، چې مخالفين به هم لري.