د پوهاند رازقي نړيوال ليکنه
 
د هرات د لرغونو استحکامي کارونو څخه یوه هم د هرات د اورتاکانا مهمه کلاه ده، دا کلا په هرات کې د مقدوني سکندر تر بريدونو وړاندې موجوده وه او یوه تاريخي کلا شمېرل کېدله. (افغانستان در پرتو تاريخ) کي ليکل شوي که څه هم د اورتا کانا د کلا موثق موقعیت مالوم نه دی؛ خو دا خبره يقيني ده چي هغه د هری په حوزه کې واقع ده، ځکه چي په يو بل قول د "ارتاکانه" يا "ارته کوانا" او یا "ارکوافا " چي د هرات په موجوده ارګ او يا د هرات د اختيارالدين د کلا په سيمه کي پرته ده.
خو په یو بل روایت کې د دې کلا محل او مقر هم ښودل شوی دی. ارتاکوانا او ارتاکان، د شاهي ښار په نوم داريه د خلکو هغه ښار دی، چې د هرات د اوسني ښار په خوا کې موقعيت لري او هغه وخت چي سکندر دلته راغی نو یې يو ډېر مستحکم ښار و موند چي د هرات ارتاکوانا ورته ویل کېده. دې شاهي ښار د هرات د اوسني ارګ پر ځای موقعيت درلود چي بيا وروسته د اختيار الدين د قلعه په نوم یې شهرت پیدا کړ او د ملک فخر الدين کرت په زمانه کې ( ۷۰۵ هـ ق کال) بنا شوی دی، چې د تېمور په وخت کې دا شاهي کلا د ده په امر ورانه خو وروسته بیا ودانه شوه .
د اريانا مجلې په شپږمه ګڼه کې د هرات د اختيارالدين کلا په باب په لانديني ډول تفصيلي مالومات وړاندي شوي دي: (( د هرات اوسني ارګ چې د هرات شمال خوا ته پروت دی، پخوا د اختيارالدين په کلا مشهور و. دا کلا د ملک فخر الدين کرت (۷۰۵- ۷۰۶ هـ ق) د زمانې له بناوو څخه ده.))
بارتولد وايي، د توشک په عقيده د ارکوان " یعني ارتاکانا" ( پخوانی بومي پايتخت ) د هرات د اوسني ارګ پر ځای موقعیت درلود، چي وروسته د ملک فخر الدين کرت (۱۴-۱۳ م پېړۍ) د سلسلې په وخت کي د اختيارالدين په نوم مشهوره شوه. د ملک فخر الدين په زمانه کې دوه تنه د اختيارالدين په نومونو يادېدل چي یو یې اختيارالدين بيشه يا پیشه او بل یې اختيارالدين محمد هارون و، چې د ده هم عصره مؤرخ سيفي هروي ده ته (ليث و غا او غيث سخا) خطاب کاوه، او ملک فخر الدين د خپل مرګ په وخت کې وصيت وکړ او د امان کوه د کلا ساتنه یې نوموړي ته وسپارله، دا کلا شايد دې دواړو ته منسوبه وي او وروسته د اختيار الدين په کلا مشهوره شوې ده.
د اختيار الدين کلا، بالخاصه د ملک فخر الدين په زمانه کې د ډېرو ابادو حصارونو څخه شمېرل کېده. د ډېر متانت او ټينګښت له مخې چې یې درلود، عمومي خزانې، حربي آلات او ادوات او داسې ټولې دولتي ذخيرې په دې کلا کي خوندي ساتل کېدلې.
په ۷۰۶ هـ ق کال کې د صفري په مياشت کي چې د هرات د فتنې او شورش کال و د دې کلا ساتنه او سرپرستي د جمال الدین محمد سام چې يو رشيد سر ښندونکی او وطنپال افغان سردار وو په غاړه وه.
"دانشمند بهادر مغلي" د ۷۰۶ هـ ق د صفري په مياشت کي د محمد سالم د اتباعو له خوا په همدې کلا کي ووژل شو، په کال ۹۳۲ هـ قـ کې چې د مغلو امپراطور بابر هرات ته تللی و، د اختيار الدين کلا په "باله قورغان" یادېدله لکه چې بابر په خپل تزک کې ليکلي: د اختيار ا لدين کلا چې اوس په باله قورغان مشهوره ده.
په یو بل روایت کې د ارتکوانا په باب داسي ليکل شوي دي : (( ارتکوانا یا ارتاکانا نداريه د خلکو شاهي ښار و او هرات د اوسني ښار په خوا کې پروت و. دا ښار د هرات د واکمنانو مرکز او هستوګنځی و، سکندر هم کله چې دلته راغی د ارتاکوانا ښار يې ډېر مستحکم ښار وليد.
ده هرات ته ارکوانا ويل، دا شاهي ښار د هرات د اوسني ارګ په محل کي واقع وو چي بیا وروسته یې د اختيار الدين کلا په نامه شهرت پيدا کړ او دا کلا د ملک فخر الدين کرت په زمانه کي پیل شوې ده. یعني د ملک اختيارالدين د کلا مؤسس ملک فخر الدين کرت دی، چې د تېمور په زمانه کې د ده په حکم دا کلا ړنګه او بیا ودانه شوه. ( اريانا مجله ۵۰ ګڼه - ۱۳۲۳ کال ۴۳ مخ)
دا مطلب د ( د افغانستان استحکامي کلاوي، حصارونه او بالا حصارنه ) کتاب څخه چې ليکوال یې ښاغلی پوهاند رازقي نړيوال دی، را اخيستل شوی دی.