هرات ښار (پژواک، ۲۳ تله ۹۷): په هېواد کې د ټاکنيزو  کمپاينونو له پيل راهيسې تر اوسه، ۲۰۰ شکايتونه د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون کې ثبت شوي دي.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وياند علي رضا روحاني چې هرات ولايت ته يې سفر کړی و، نن يې د خبري غونډې پرمهال وويل چې دا کمېسيون د خپلو دندو تر سره کولو لپاره چې ټاکنو کې د عدالت خونديتوب او ټاکنيزو شکايتونو ته رسېدنه ده، بشپړ چمتووالی لري.
هغه زياته کړه چې ۱۰۲ حقوقپوهان د ازادې سيالۍ له لارې، ټاکنيزو شکايتونو ته د لاسرسي لپاره  د ټاکنيزو شکايتونو په کمېسيون کې د کمېشنرانو په توګه د افغانستان ۳۴ ولايتونو لپاره ګومارل شوي دي.
ده زياته کړه، که څه هم د ټاکنيزو منډو ترړو په دې دوره کې، د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون کړنلاره مراعات شوې ده، خو سربېره پر دې هم د ټاکنيزو کمپاينونو له پيل راهيسې تر اوسه ۲۰۰ شکايتونه ثبت شوي دي.
د نوموړي په وينا، ځينو دې شکايتونو ته لاسرسی شوی او جريمې يې نوماندانو ته رسېدلي دي.
نوموړي زياته کړه چې د دې شکايتونو له جملې څخه، ۳۳ مورده يې د هرات ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د نوماندانو په تړاو ثبت شوي دي چې ۲۳ مواردو ته لومړنۍ رسېدنه شوې ده.
د هغه په وينا، پر سرغړوونکو نوماندانو وضع شوې جريمه له پنځو زرو تر سلو زرو  افغانيو ده.
له بل پلوه هغه ټينګار وکړ چې هېڅ ملکي او پوځي دولتي کارکونکی د ټاکنو په بهير کې د لاسوهنې حق نه لري او که د دې کارکوونکو په هکله  ټاکنيز بهيرکې کوم کوچنی شکايت هم ثبت شي، په جدې ډول به ورته رسېدنه وشي او دوسيې به يې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
همداراز د هرات والي محمد اصف رحيمي چې دې ناسته کې  موجود و، ګواښ وکړ چې هېڅ دولتي کارمند نه شي کولی څو د ټاکنو ترسره کېدو په بهېر کې لاسوهنه وکړي.
هغه زياته کړه: ((موږ په هېڅ توګه اجازه نه ورکوو چې زموږ کارکوونکي د ټاکنو په بهير کې مداخله وکړي او يا له دولتي امکاناتو څخه د يوه نوماند په ګټه کار واخلي.))
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د ولسي جرګې ټاکنې د روان کال تلې ۲۸مه ترسره شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.