هرات(پژواک، ٢٣ غبرګولى ٩٢) : د هرات اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي په دغه ولايت کې له خراب امنيتي حالت څخه سرټکوي او وايي، چې دغه وضعيت ورته اندېښنې پيدا کړې دي.
د دې ولايت امنيتي چارواکي سره له دې ، چې د وسله والو شتون او غلچکي بريدونه تاييدوي؛ خو وايي، چې ډېر ژر به د امنيت تامينولو لپاره چاڼيز عمليات پيل کړي.
د هرات د ولايتي شورا رييس سيد وحيد قتالي وايي،چې د ولايت له ۱۵ ولسواليو څخه يې په ۱۳ ولسواليو کې طالبانو او د حکومت نورو وسله والو مخالفانو نفوذ کړی دی.
هغه په دې ولايت کې د نا امنۍ ستر لامل د امنيتي ځواکونو تر منځ نه همغږي وښوده او ويې ويل، چې له ولايتي شورا سره سلا نه کول او د عدالت نه پلي کېدل يې نور لاملونه دي.
نوموړي وويل، څه وخت وړاندې د کشک رباط سنګي سرحدي سيمې قومي مشران ورته په شکايت را غلي وو، چې طالبان يې په سيمو کې ښکاره مرکزونه او محکمې لري.
قتالي زياته کړه، قومي مشرانو ورته ويل، چې وسله وال طالبان لارو کوڅو ته را وځي او دولتي مامورين په مرګ ګواښي.
د ده په خبره، امنيتي ځواکونو د امنيت د ټينګښت په برخه کې ښه چانسونه له لاسه ورکړل.
د هرات ولايتي شورا د مشر په اند، که امينتي ځواکونو د ولايتي شورا له غړو سره د امنيت د ټينګښت په برخه کې سلا مشورې کړې وای؛ ښايي اغېزمنه پايله يې ورکړې وای، ځکه د هغه په وينا، چې د ولايتي شورا غړي په ولس کې پراخ نفوذ لري او کولای شي له خپل نفوذ څخه په ګټنې سره په دې برخه کې مرسته وکړي.
هغه وايي، اوس امنيتي وضعيت دومره خراب شوی، چې خپله وکيلان هم له ګواښونو سره مخ دي.
سيد وحيد قتالي وويل،چې حکومت دوه ډول تګلاره خپله کړې ده ، په ښکاره ډول يو څه وايي، خو عمل يې بل څه وي.
ده په دې اړه، سيمه ييزو پوليسو ته اشاره وکړه ، چې د امنيت د ټينګښت لپاره جوړ شوي، خو اوس يې د خپل تعريف خلاف کړنې پيل کړي، چې د ولس او حکومت ترمنځ يې درز رامنځته کړی دی.
د ولايتي شورا رييس وويل، سيمه ييز پوليس يونيفورم نه اغوندي، په ولسي کاليو کې ټوپک ګرځوي، چې بڼه يې له ملېشه وو او طالبانو سره  توپير نلري.
دغه راز د ولايتي شورا غړی، تورمحمد ظريف هم له ورته ستونزو سر وټکاوه او د بېلګې په ډول يې د شينډنډ ولسوالۍ ياده کړه او ويې ويل: (( تېر کال شينډنډد يوه ارامه او له وسله والو مخالفانو پاکه وه؛ خو سږ کال د اربکيانو له ناوړه کړنو خلک دومره پتنګ شوي، چې يوشمېر يې خپلو مېنو پرېښودو او کډه کولو ته اړ شوي دي. ))
ده په چشت شريف ولسوالۍ کې د سلما بند پر وړاندې امنيتي ګواښونه او په ګذرې ولسوالۍ کې د طالبانو ښکاره حضور، يوه جدي اندېښنه او ګواښ وباله.
د ولايتي شورا غړو وويل، چې د هرات ـ فارسی، هرات ـ چشت، هرات ـ کشک لويو لارو او هم يوشمېر نورو ولسواليو ته غځېدلې لارې ځای ځای د طالبانو په ولکه کې دي، چې په رڼاورځ خلکو ته ستونزې جوړوي.
د پښتون زرغون ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سيد مبين پژواک ته وويل، طالبان يې سيمه کې مراکز او محکمې لري.
هغه وويل، د دې محکمو ښه بېلګه د کمال په نوم د يوه تن محاکمه کول او په عام محضر کې يې اعدامول دي، چې د علي سينا د وژنې او تښتونې تور پرې لګېدلی و.
د تور غونډۍ له سيمې علم ګل پژواک ته وويل، چې په سيمه کې کابو يوه مياشت وړاندې طالبانو په يوې صحرايي علني محکمه کې له دوو تنو د غلا په تور پښې او لاسونه پرېکړل.
دی وايي، طالبان د امربالمعروف او نهه عن المنکر په نوم تبليغاتي ډلې لري.
د نوموړي په خبره ، چې طالبانو د هرات په کشک کهنه، شينډنډ، اوبې، چشت شريف، ګذرې، ادرسکن او غوريان ولسواليو کې شتون لري، چې خلک يې تر پوزې را وستي دي.
امنيتي ځواکونه سره له دې چې د هرات په يوشمېر ولسواليو او سيمو کې د طالبانو شتون او فعاليتونه تاييدوي؛ خو وايي، چې دومره هم پياوړي او پراخ فعاليت نه لري.
د هرات امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ساپي وايي، چې له دولت سره د خلکو همکارۍ له امله وسله وال مخالفين دا توان نه لري، چې امنيت خراب کړي.
هغه وايي، په هرات کې شعوري طالبان نشته، بلکې ځينې داړه مار کسان د طالبانو له نامه په ګټنې سره خلکو ته اندېښنې پيدا کوي.
د ده په وينا، د دغو ټولو کسانو د نيولو او قانون ته د سپارلو لپاره يې هڅې پيل کړې دي.
د هرات امنيه قوماندان وويل، په دې ولايت کې اوس د رايې ورکولو د کارتونو د وېش لړۍ پيل او پر وړاندې يې هېڅ ستونزه نه ده رامنځته شوې.
ساپي ډاډ څرګند کړ، چې له پلان سره سم به د راتلونکي کال ټولټاکنې  په هرات کې په بشپړې امينتي فضا کې تر سره شي.
که څه هم چې د هرات يوشمېر اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي په دې ولايت کې له نا امنيو سر ټکوي؛ خو داسې سيمه نشته چې د ژوند لومړنۍ اسانتياوې  دې غيرممکنې کړې وي.
 په هرات کې به داسې سيمه ونه موندل، شي چې د نا امنۍ له امله عامه خدمات لکه ټېلېفون، روغتيايي کلينيکونه، ښوونځي او نور په کې شتون ونه لري.
د هرات د کليو او پراختيا رييس انجينر اغامحمد صديقی وايي، چې د هرات په ټولو کليو او ولسواليو کې د ملي پيوستون پروژې پلې شوي، چې پر وړاندې يې تر اوسه هېڅ امنيتي خنډ نه دی را منځته شوی.