مېرمن سپينه يوه پښتنه شاعره ده، چې د وزير يارمحمد خان الكوزي د حكومت په وخت کې د هرات په شاوخوا كې اوسېده. دا پښتنه د نورمحمد خان الكوزي لور وه، او هغه وخت چې ایرانيانو په (۱۲۵۵ هـ) كال کې هرات كلابند كړ او د هرات پښتنو له دوى سره د مېړانې مقابله وكړه، زموږ پښتنه شاعره ژوندۍ وه د هرات کلابندي خو يو كال او اته مياشتي اوږده شوه ، مګر پښتون ځان تسليم نه كړ او هرات يې نه پرېنښود.
په دې جګړو او ملي مېړانو كې د پښتنو سرداران شاه كامران سدوزى او وزير يارمحمد خان الكوزى و، دوى د پښتنوالي، ټينګار او راسخ عزم په دې مقاومت كې څرګند كړ.
زموږ پښتنه شاعره "سپينه" هم په دې ملي جګړو او د آزادۍ ساتنې په محارباتو كې ژوندۍ وه او ډېر خواږه اشعار يې د پښتنو د تورې او ننګياليتوب په ستاينه كې ويلي دي، چې د پښتنو ښځو حماسي افكار ښه ترې څرګندېږي.
سپينه د دې کلابندۍ او جنګ په ټولو واقعاتو خبره ده او داسې ښكاري، چې دا او خپلوان يې په لار كې ولاړ او ټوله پېښه يې په سترګو ليدله.
كه موږ تخمين او اټكل وكړو، چې په دغه وخت كې دا پخه ښځه وه ځكه چې افكار او احساسات يې هم پاخه دي، نو به په دغه محاصره كې د دې عمر له ۳۵ څخه تر ۴۰ كلونو پورې تخمين كړو او د تولد كال به يې هم له (۱۲۰۰ هـ) څخه وروسته و بولو.
د مېرمن سپينې د اشعارو له مضامينو دا هم را ايستل كيږي، چې د دې كورنۍ د وزير يارمحمد خان له كورنۍ سره خپلوي او يا هم نژدې تماس درلود، ځكه چې د محاصرې او جګړې ډېر خصوصي وقايع يې را وړي او نظم كړي دي!
د سپيني پښتني حماسيات:
زموږ ملي شاعرې په خپله ملي ژبه موږ ته يوه مفصله كیسه په څو بيتونو كې پرې ايښې ده، چې د هرات د محاصرې منظوم تاريخ ګڼل کېږي.
په دې كيسه كې پښتنه شاعره، د خپلو وروڼو مېړانې ستايي او په خورا ساده او سپېڅلو الفاظو د دې جګړې مختلف مناظر تصوير كوي! د كيسې په پیل كې په يو څو بيتونو کې د كامران خان او وزير يارمحمد خان ستاينه كوي وروسته بيا په كيسه شروع كوي.
د سپينې پښتنې شاعرې حماسي احساسات ډېر پياوړي او ننګيالي دي، شعر او كلمات يې له تاثير او جذابيته ډك دي، وينا يې د حماسيت يوه ټوټه ده او د پښتونوالي او مېړانې نماينده ګي كولاى شي. د سپينې شاعرې نور اشعار موږ ته نه دي را رسېدلي، فقط د دې کلابندۍ منظوم تاريخ چې د مثنوي په ډول دى، ځينې برخې را شته ، چې هغه هم بشپړې نه دي. د دې مثنوي په سر كې پښتنه شاعره په حمد او نعت ابتدا كوي وروسته نو د شهزاده كامران او وزير يارمحمد خان ستاينه پيلوي. د دې له مضامينو ښكاري چې سپينه يوه عالمه او فاضله په تاريخ او د پښتنو په حال خبره ښځه ده، كه څه هم اشعار يې ټول تاريخي دي وقايع او حوادث بيانوي، مګر د حماست او جذابيته هم ډك دي ، ځكه چې دا اشعار خورا سليس،روان او خواږه دي، نو دلته ټولې هغه برخې چې لاس ته راغلي دي ليكو:
په هرات او كندهار كې د سدوزو پاچاهي:
راشه چې تاته حكايت كومه
د سدوزو دې سلطنت كومه
پخوا تر دې وه د هرات پاچاهان
د سدوزو د ذوالفقار زمان خان
دوى سردارن د پښتنو د هرات
غليم يې تل د تېرې توري و مات
د پښتنو توري به تل ځلېدې
د دښمن سترګې له برېښنا وې ړندې
دوى وه، مېړونه پښتانه توريالي
پر ننګه ټينګ وه د وطن ننګيالي
په جنګ كې هر يو لكه غټ شين زمرى
د سدوزو و هر زلمى بريالى
چي به يې توره له نيامه وكښه
غچ او كينه بې له ايامه وكښه
د هرات خوا وه د غليمه خالي
دلته خپره وه هوسايي خوشالي
ټول پښتانه په اتفاق وو ولاړ
كار د دښمن د دوى له لاسه ويجاړ
چي به پښتون زلمي په خوب كې دښمن
وليدل وېري به يې رېږد په بدن
متاسفانه تر دې وروسته اشعار له دې كيسې څخه لاس ته را نغله. له دغو څخه هم ويونكي د دې پښتنې افكارو او د رواني طبعیت او نور علمي او تاريخي معلومات، ښه څرګندولاى شي.
له پښتو ويکيپيډیا نه په مننې