هرات (پژواک ٦ کب ٩٣): د هرات د کليو پراختيا رياست وايي،چې نن هغه ٥٢بېلابېلې پروژې چې په انجيل ولسوالۍ کې د ملي يووالي پروګرام له لارې جوړې شوې وې، ګټې اخيستو ته وسپارل شوې.
په دغو پروژو کې د شپږو ښوونځيو ودانيو رغول، د درېيو سړکونو پخول، د اوبو رسولو د ١٢ شبکو رامنځته کول، ١٤ ټولنيز مرکزونه، استنادي دېوالونه، د کانالونو رغول، د اوبو د وېشلو جوړښتونه او د لښتيو او پولګوټو رغول شامل دي، چې له ١٠٥ ميليون افغانيو څخه زيات لګښت پرې شوى .
د هرات د کليو پراختيا رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې له دغو پروژو څخه به په انجيل ولسوالۍ کې ١٧٣١٥ کورنۍ ګټه پورته کړي.