ده ها پروژۀ عام المنفعه در ولسوالی انجیل هرات گشایش یافت

هرات (پژواک ٦ کب ٩٣): د هرات د کليو پراختيا رياست وايي،چې نن هغه ٥٢بېلابېلې پروژې چې په انجيل ولسوالۍ کې د ملي يووالي پروګرام له لارې جوړې شوې وې، ګټې اخيستو ته وسپارل شوې.
 په دغو پروژو کې د شپږو ښوونځيو ودانيو رغول، د درېيو سړکونو پخول، د اوبو رسولو د ١٢ شبکو رامنځته کول، ١٤ ټولنيز مرکزونه، استنادي دېوالونه، د کانالونو رغول، د اوبو د وېشلو جوړښتونه او د لښتيو او پولګوټو رغول شامل دي، چې له ١٠٥ ميليون افغانيو څخه  زيات لګښت پرې شوى .
 د هرات د کليو پراختيا رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې له دغو پروژو څخه به په انجيل ولسوالۍ کې ١٧٣١٥ کورنۍ ګټه پورته کړي.
 د دغو پروژو د پرانيستې په مراسمو کې، د ولايت سرپرست اصيل الدين جامي، په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازو غلام فاروق مجروح او خليل احمد شهيدزاده، د هرات د کليو پراختيا  مشر اقا محمد صديقي او د دغه ولايت يو شمېر نورو چارواکو ګډون درلود.
 د هرات د کليو پراختيا رياست د معلوماتو له مخې، پرون هم د ٤١ ميليون افغانيو په لګښت ١٧ پروژې، د هرات په ګذره ولسوالۍ کې ګټې اخيستو ته وسپارل شوې.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.