By: ستورى کريمى , Date:28/09/2019
هرات ښار (پژواک، ۶ تله ۹۸): د هرات حکومتي مسوولین وايي چې د ټولو ټاکنیزو مرکزونو امنیت نیول شوی او خلک په ارامۍ سره کولای شي خپلې رايې وکاروي. د هرات والي عبدالقیوم رحيمي په ګوهرشاد بېګم لېسه کې د خپلې رايې له کارو... پاتی برخه
By: ستورى کريمى , Date:22/09/2019
هرات ښار (پژواک، ۳۱ وږی ۹۸): په هرات کې د ټاکنو کمېسیون مسوولین د دغه ولایت په ناامنو ولسوالیو کې د رایې ورکونې د ۳۰ مرکزونو د تړل کېدو خبر ورکوي او وایي چې شاوخوا ۶۰ نور مرکزونه له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخ... پاتی برخه
By: ستوري کريمي , Date:18/09/2019
هرات ښار (پژواک، ٢٧ وږی ٩٨):  پر ټاکنو د څار بنسټونو یو شمېر غړي د ټاکنو په اړه د خلکو د نه پوهاوي په اړه اندېښمن دي او وايي، که دغه بهیر پراخ نه شي، ډېری هېوادوال به د معلوماتو د نه لرلو له امله د رایې... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Women’s active participation in polls urged

هرات ښار (پژواک ٢٨ تله ٩٢): د هرات د پوهنې رياست وايي، چې د ولايتي شورا يو شمېر کانديدانو د دوولسم ټولګي جعلي شهادتنامې جوړې کړې دي.
د دغه ولايت د پوهنې رييس بصير اروين طاهري د تلې په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولايتي شورا لپاره ١٦ تنو کانديدانو د دوولسم ټولګي جعلي اسناد جوړ کړي دي.
هغه د يادو کانديدانو نومونه په ډاګه نه کړل، خو ويې ويل چې دغه کانديدان زورور يا هم شتمن دي او په بېلابېلو وسيلو يې جعلي اسناد ترلاسه کړي دي.

 
کابل (پژواک ٢٥ وږى ٩٢): په هرات کې د امريکا کونسل پر دغه ډيپلوماتيک مرکز د بريد په ترڅ کې د وژل شوو او ټپيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ وايي، چې د دې سياسي نمانيده ګۍ کارونه بېرته پيل شوي دي.
په هرات کې د امريکا کونسل جيليان برنز په خپله هغه وينا کې، چې پژواک ترلاسه کړې ويلي، چې له دې پېښې د بدو پايلو وېره هم وه، خو د کونسلګرۍ ساتونکو او افغان ځواکونو د ايساف په مرسته ترې مخينوى وکړ.

 
هرات (پژواک، ٢٥ وږى ٩٢): د هرات د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، چې د ښځو له پراخ ګډون پرته د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راتلى شي.
دغه څرګندونې، نن په هرات کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر احمد ضیاء ضیاء، په هغې غونډه کې وکړې ، چې له سلو څخه د زياتو ښځو په ګډون جوړه شوې وه او موخه يې په ټاکنو کې د مېرمنو عامه پوهاوى و.
ده وويل، ټاکنو کې د ګډون لپاره د کارت وېشلو له پیله تراوسه ۷۰زرو تنو ته کارتونه وېشل شوي، چې ۳۸ سلنه یې مېرمنې جوړوي، خو هيله ده چې د ښځو ونډه به ۵۰ سلنې ته لوړه شي.

 
هرات ښار ( پژواک ٢٣ وږى ٩٢ ) : د هرات د شينډ ولسوالۍ ولسوال له يوې چاودنې روغ وتلى دى .
د شينډنډ ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال غلام غوث مليار د وږي په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسوال عبدالحميد فضلي نن غرمه مهال له هرات ښار څخه د شينډنډ ولسوالۍ په لور روان و، چې دادرسکن ولسوالۍ ،  په مربوطاتو کې د سړک د غاړې ماين چاودنه پرې وشوه.
هغه زياته کړه چې ولسوال او ساتونکي يې له چاودنې روغ وتلي دي، خو موټر يې لږ زيانمن شوى دى.
نوموړي ددې چاودنې پړه وسلوالو طالبانو واچوله ، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

 
هرات( پژواک، ١٢ وږى ٩٢): د لوېديځ زون درې ولايتونو هرات، بادغيس او غور د مدني ټولنو استازو له لاسوهنې پرته او شفافو ټاکنو د تر سره کېدو غوښتنه وکړه.
په هرات کې دځوانانو ملي غورځنګ په نوم د ټولنې رييس خليل پارسا، چې د غونډې سمبالونکی هم و ، د ټاکنو پر وړاندې نا مسووله وسله وال تر ټولو ستر خنډ وبلل.
هغه له امنيتي چارواکو وغوښتل،چې په هره ممکنه وسيله دې د ټاکنو د خونديتوب لپاره چټک ګامونه پورته کړي.
 د غور د مدني ټولنو په استازيتوب حسن حکيمي وويل ،په غور کې لا هم غير مسول وسله وال په زور کې دي او خلک يې په يو نه يو ډول برمته کړي دي.

Pages

ټاکنیز خبرونه

By: ستورى کريم... , Date:28/09/2019

چارواکو په هرات کې د ټاکنو د ټولو مرکزونو د امینت خون...

هرات ښار (پژواک، ۶ تله ۹۸): د هرات حکومتي مسوولین وايي چې د ټولو ټاکنیزو مرکزو... پاتی برخه

سرغړونې

By: ستورى کريم... , Date:17/09/2019

" تراوسه د مرکز او ولایتونو ۶۶ ټاکنيز شکایتونه ث...

هرات ښار (پژواک، ۲۶ وږی ۹۸): د ټاکنو د شکایاتو کمېسیون خبر ورکړی چې د ټاکنیزو... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

شورای ولایتی هرات: وضعیت امنیتی بهبود یافته است
By: ستورى کريم... , Date:14/03/2015

د هرات ولايتي شورا...

هرات (پژواک ٢٣ کب ٩٣): د هرات د ولايتي شورا غړي وايي، د تېرو دوو مياشتو په ترڅ... پاتی برخه

ملي شورا

By: ستورى کريم... , Date:17/09/2018

"ځينې ګوندونه او کسان هڅه کوي د ټاکنو بهیر تر ان...

هرات (پژواک،۲۵وږی۹۷): په هرات کې د ولسي جرګې څو تنه کاندیدان او ځوانان وايي، ځ... پاتی برخه

مرکې

ماريا بشير: در برابر مجرمين هيچگونه دلسوزى ندارم
By: Sharafuddi... , Date:23/07/2013
  هرات (پژواک ۱۹ لېندۍ ۹۱): د هرات ولايت د استيناف څارنوالۍ رييسه وايي،... پاتی برخه

ټاکنيزې مبارزې

By: "د کمپاين له پي... , Date:15/10/2018

"د کمپاين له پيل راهيسې ۲۰۰ ټاکنيز شکايتونه ثبت...

هرات ښار (پژواک، ۲۳ تله ۹۷): په هېواد کې د ټاکنيزو  کمپاينونو له پيل راهي... پاتی برخه