Add new comment

Deal with illegal armed groups before polls: activists

 
هرات( پژواک، ١٢ وږى ٩٢): د لوېديځ زون درې ولايتونو هرات، بادغيس او غور د مدني ټولنو استازو له لاسوهنې پرته او شفافو ټاکنو د تر سره کېدو غوښتنه وکړه.
په هرات کې دځوانانو ملي غورځنګ په نوم د ټولنې رييس خليل پارسا، چې د غونډې سمبالونکی هم و ، د ټاکنو پر وړاندې نا مسووله وسله وال تر ټولو ستر خنډ وبلل.
هغه له امنيتي چارواکو وغوښتل،چې په هره ممکنه وسيله دې د ټاکنو د خونديتوب لپاره چټک ګامونه پورته کړي.
 د غور د مدني ټولنو په استازيتوب حسن حکيمي وويل ،په غور کې لا هم غير مسول وسله وال په زور کې دي او خلک يې په يو نه يو ډول برمته کړي دي.
نوموړي پژواک ته وويل،چې په ډيری سيمو کې همدغه اوس د ځينو اشخاصو له خوا کارتونه ټول شوي، تر څو يې د ټاکنو په ورځ په يو ځاى وکاروي.
 حکيمي د مېرمنو په برخه کې ستونزه تر ټولو جدي وبلله او زياته يې کړه،چې د ښځو رايه د هغوی په واک کې نه ده، د کور د خاوند،د کلي د ملک او يا د سيمې جهادي قوماندان  په خوښه به رايه ورکوي .
د بادغيس د مدني ټولنو د شبکې رييس استاد عبدالقدير کامران، بيا په سيمه کې د مخالفو وسله والو حضور د ټاکنو پر وړاندې اصلی خنډ وباله او زياته يې کړه،چې په بادغيس کې دولتي واک ٢٠ يا٢٥ سلنه دى.
د ده په وينا، که حکومت د امنيت په ټينګښت کې کمزورى وي او دغه حالت په همدې ډول دوام وکړي ، نو په ټول ولايت کې ټاکنې نا ممکنه دي.
 خو په لوېديځ زون کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون مامورين او امنيتي چارواکي په يوه خوله د رڼو او په امن فضا کې د ټاکنو د تر سره کېدو ژمنه کوي.
 د هرات د امنيه قوماندانۍ وياندسمونوال عبدالرووف احمدي پژواک ته وويل، په ټول توان يې د ټاکنو پر وړاندې د خنډونو د له منځه وړلو هڅې پيل کړې دي.
د احمدي په وينا، په مرکز او څو نا امنه ولسواليو کې يې وسله وال مخالفين ځپلي او ټاکنو ته مناسب شرايط برابر دي.
 دغه راز د بادغيس د والي وياند ميرويس ميرزکوال  هم د تېر په پرتله د خپل ولايت امنيت د ډاډ وړ وباله او زياته يې کړه،چې اوس خلک له دولت سره همکار او طالبان کمزوري شوي دي.
 په هرات کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د مطبوعاتو د څانګې مسوول محمد طارق آرين پژواک ته وويل،د نوم ليکنې چارې يې له امنيتي ستونزو پرته پر مخ ځي، نوموړي د خوندي او شفافو ټاکنو د ترسره کېدو ژمنه وکړه.
 د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې شاوخوا اته مياشتې وروسته د ١٣٩٣ کال د وري په ١٦مه تر سره کيږي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.