Add new comment

Shindand district chief escapes unhurt in blast

 
هرات ښار ( پژواک ٢٣ وږى ٩٢ ) : د هرات د شينډ ولسوالۍ ولسوال له يوې چاودنې روغ وتلى دى .
د شينډنډ ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال غلام غوث مليار د وږي په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسوال عبدالحميد فضلي نن غرمه مهال له هرات ښار څخه د شينډنډ ولسوالۍ په لور روان و، چې دادرسکن ولسوالۍ ،  په مربوطاتو کې د سړک د غاړې ماين چاودنه پرې وشوه.
هغه زياته کړه چې ولسوال او ساتونکي يې له چاودنې روغ وتلي دي، خو موټر يې لږ زيانمن شوى دى.
نوموړي ددې چاودنې پړه وسلوالو طالبانو واچوله ، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.