امریکا از ادامۀ فعالیت قنسولگری خود در هرات خبر داد

 
کابل (پژواک ٢٥ وږى ٩٢): په هرات کې د امريکا کونسل پر دغه ډيپلوماتيک مرکز د بريد په ترڅ کې د وژل شوو او ټپيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ وايي، چې د دې سياسي نمانيده ګۍ کارونه بېرته پيل شوي دي.
په هرات کې د امريکا کونسل جيليان برنز په خپله هغه وينا کې، چې پژواک ترلاسه کړې ويلي، چې له دې پېښې د بدو پايلو وېره هم وه، خو د کونسلګرۍ ساتونکو او افغان ځواکونو د ايساف په مرسته ترې مخينوى وکړ.
هغه څرګنده کړې، چې په دغه بريد کې اته ساتونکي او يو پوليس افسر وژل شوى او په وينا يې دا هغه کسان وو، چې له پېښې دوې ورځې وړاندې يې له خلکو سره په سوېلي اسيا کې د افغان ملي لوبډلې د بريا په اړه له خلکو سره په خوښيو کې ملتيا کوله.
 د هرات د ځايي چارواکو په وينا، په دې پېښه کې چې مسووليت يې طالبانو منلى و، غير پوځي وګړي هم وژل شوي او نږدې ١٩ کسه نور ټپيان دي.
د مېرمن برنز په وينا، څرنګه چې دغه بريد وېروونکى و، د دې امکان و چې تر دې هم سخت شي، خو د امنيتي ځواکونو هڅې اغېزناکې وې، بريدګر يې زر مات کړل او ونه توانېدل، چې د کونسلګرۍ انګړ ته ننوځي.
د جيليان برنز په خبره، تر څو راتلونکو ورځو به د ده او ورسره ډلې ماموريت ختم او جين يانګ به په هرات کې د امريکا د نوي غير پوځي استازي په توګه کار پيل کړي.
په هرات کې د امريکا کونسلګري له کابل وروسته په افغانستان کې د امريکا لوى ډيپلوماتيک مرکز دى، چې د تېر ١٣٩١ لمريز کال په غبرګولي مياشت کې پرانيستل شو.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.