هرات ښار (پژواک، ۲۳ تله ۹۷): په هېواد کې د ټاکنيزو کمپاينونو له پيل راهيسې تر اوسه، ۲۰۰ شکايتونه د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون کې ثبت شوي دي.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وياند علي رضا روحاني چې هرات ولايت ته يې سفر کړی و، نن يې د خبري غونډې پرمهال وويل چې دا کمېسيون د خپلو دندو تر سره کولو لپاره چې ټاکنو کې د عدالت خونديتوب او ټاکنيزو شکايتونو ته رسېدنه ده، بشپړ چمتووالی لري.
هغه زياته کړه چې ۱۰۲ حقوقپوهان د ازادې سيالۍ له لارې، ټاکنيزو شکايتونو ته د لاسرسي لپاره د ټاکنيزو شکايتونو په کمېسيون کې د کمېشنرانو په توګه د افغانستان ۳۴ ولايتونو لپاره ګومارل شوي دي.