Women’s active participation in polls urged

 
هرات (پژواک، ٢٥ وږى ٩٢): د هرات د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، چې د ښځو له پراخ ګډون پرته د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راتلى شي.
دغه څرګندونې، نن په هرات کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر احمد ضیاء ضیاء، په هغې غونډه کې وکړې ، چې له سلو څخه د زياتو ښځو په ګډون جوړه شوې وه او موخه يې په ټاکنو کې د مېرمنو عامه پوهاوى و.
ده وويل، ټاکنو کې د ګډون لپاره د کارت وېشلو له پیله تراوسه ۷۰زرو تنو ته کارتونه وېشل شوي، چې ۳۸ سلنه یې مېرمنې جوړوي، خو هيله ده چې د ښځو ونډه به ۵۰ سلنې ته لوړه شي.
هغه زياته کړه، ښځې د ټولنې نيمه برخه جوړوي، نو د ښځو له پراخ ګډون پرته ټاکنې نيمګړې دي.
د هرات د ولايتي شورا غړې سکينې حسيني وويل، چې د کارتونو د وېشلو مرکزونه زيات او بېلابېلو سيمو ته دې وغځول شي.
نوموړې د ټاکنو په بهير کې امنيتي ستونزې د ښځو لپاره لويه اندېښنه وبلله او زياته يې کړه، چې حکومت دې د ښځو د امنيت په موخه ځانګړي امنيتي تدابير ونيسي.
خو د هرات د ټاکنو کمېسیون مشر وايي، چې په مرکز او ولسوالیو کې يې لا د بې امنۍ ستونزه نه ده محسوس کړې.
د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند سمونوال عبدالرووف احمدی هم وايي، چې د ټولو امنیتي ځواکونو په همغږۍ د مرکز او ولسوالیو په کچه امینتي پلان جوړ او پرته له ستونزې د پلي کېدو په حال کې دی.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.