ماريا بشير: در برابر مجرمين هيچگونه دلسوزى ندارم

 
هرات (پژواک ۱۹ لېندۍ ۹۱): د هرات ولايت د استيناف څارنوالۍ رييسه وايي، چې په سختو حالاتو کې يې هم د قانون په رڼا کې عدالت پلی کړی او د مجرمينو پر وړاندې هېڅ زړه سوی نه لري.
ماريا بشير د ټول هېواد په کچه د استيناف يواځېنۍ ښځينه رييسه ده او په ٢٠١١ زېږديز کال کې يې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا د نړۍ د لسو نورو ښځو ترڅنګ د زړه ورې ښځې لقب او جايزه ورکړل شوه. دا چې له تېرو پنځو کلونو را په دېخوا د هرات د استيناف څارنوالۍ د رييسې په توګه ټاکل شوې، وايي چې تر دې دمه يې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په سلګونو دوسيې څېړلې او محکمې ته يې سپارلې دي. مېرمن بشير په ١٣٤٩کال کې په کابل کې زېږدېدلې ده. دا وايي، چې په سلګونو نورې داسې دوسيې يې ترتيب کړې، چې په اساس يې محکمې د اعدام حکوم صادر کړی دی. دې خپلې لومړنۍ زده کړې د کابل په ستاره لېسه کې کړې او دوولسم ټولګى يې د همدغه ښار په عايشه درانۍ لېسه کې پای ته رسولې او لوړې زده کړې يې د کابل پوهنتون د حقوقو او قضا په څانګه کې له يو کلن ستاژ سره پای ته رسولې دي. هغې زياته کړه، چې پنځه کاله وړاندې د ټول هېواد په کچه يواځې يوې ښځې د هرات په څارنوالۍ کې دنده اجرا کوله، خو اوس مهال د دې څارنوالۍ تشکيل سل کسه دی، چې ديارلس په کې ښځې دي. دا له فراغت وروسته د لويې څارنوالۍ د جرايمو د څېړنې په دفتر کې په دنده وګومارل شوه، د طالبان د حکومت پر مهال له دندې لرې شوه، خو د طالبانو د واکمنۍ له رنګېدو وروسته بېرته د دويم ځل لپاره پر دنده وګومارل شوه. پژواک خبري اژانس ورسره لنډه مرکه کړې، چې دلته يې لوستلای شئ. پوښتنه: ويل کېږي چې ښځې زړه سواندې او په زړه نازکې وي، ايا کله مو د قانون د تطبيق او مجرمينو ته د غټو سزاوو په ټاکلو کې پر چا زړه سوځېدلى دى؟ ځواب: نه، هېڅکله هم نه، ما ته يواځې قانون مهم دی، زه پر مجرمينو هېڅ ډول زړه سوی او عاطفه نه لرم، ما نه مخکې داسې کار کړی او نه به يې په راتلونکې کې وکړم. يواځې مې د قانون په رڼا کې چلند کړی، خو طبيعي ده، چې زه هم انسان يم، په مظلومانو مې زړه سوځي. پوښتنه: تر اوسه مو د مجرمينو څومره دوسيې څېړلې او محکمې ته راجع کړې دي؟ ځواب: سږ کال مو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۲۶۰ دوسيې بررسي کړې، يوه برخه يې محکمې ته استول شوې دى. په وروستيو دوو کلونو کې مې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۵۰۰ نورې دوسيې ترتيب کړې، خو پوليسو يې تر اوسه عاملان نه دي نيولي. په دې وروستي يوه کال کې مې د کورني او بهرني امنيت او همدا راز د جنايي جرمونو پنځه اويا دوسيې ترتيب کړې، چې د هرات د محکمې له خوا د ټولو د اعدام حکم صادر شوی، له دې ډلې په دې وروستيو کې د اته ويشت کسانو دوسيې د ولسمشر د توشېح لپاره استول شوې دي. پوښتنه: که په مشخص ډول راته ووايئ، چې په څارنوالۍ کې ستاسې د کار پر مهال کوم پرمختګونه راغلي دي؟ ځواب: دا به په زړه پورې نه وي، چې په اداره کې له خپلو برياوو خبرې وکړم، ښه به دا وي چې دا خبره له خلکو وپوښتل شي؛ خو دومره ادعا کولای شم، چې موږ په ډېرو کمو اداري امکاناتو زيات کارونه کړي دي. خو که په ځانګړي ډول ښځو ته کړي خدمتونه ياد کړو؛ نو مهمه خبره دا ده چې کله يوه هراتۍ ښځه دا خبره اوري، چې د دوی د څارنوالۍ مشره د ماريا په نوم يوه ښځه ده؛ نو کله چې له تاوتريخوالي سره مخ کېږي، په پوره ډاډ سره ما ته راځي، له موږ حقوقي مشورې غواړي، دا خپله د پرمختګ يوه او روښانه بېلګه ده. د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي عاملين، چې د هغوی پر وړاندې له سخت قانوني چلند نه خبر شي؛ نو هغوی په ډار او وېره کې وي، همدا لامل دی، چې په هرات کې د ښځو د ځان سوځونې پېښې کمې شوې دي. د هرات د حوزوي روغتون شمېرې څرګندوي، چې په روان کال کې د ښځو او نجونو د ځان سوځونې ٥٠ پېښې ثبت شوې، چې له دې ډلې ٢٤ يې د سختې ځان سوځېدنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دى، حال دا چې تېر کال د ځان سوځونې ٩٠ پېښې ثبت شوې وې، چې د هغه کال په لومړيو اتو مياشتو (وری – لېندۍ ) کې ٢٧ ښځو د ځان سوځونې له امله خپل ژوندونه له لاسه ورکړي وو. پوښتنه: خپل ځان په دې دنده کې بريالى بولې او که څنګه؟ ځواب: هو، پنځه کاله وشول چې دغه مسووليت را له غاړې دی، که څه هم چې دا دنده به د يوې ښځې لپاره درنه وي، له ګڼو ستونزو او ګواښونو سره مخ وم؛ خو له دې ټولو سره سره، چې کله له ځان سره حساب کوم، نو ښکاري چې بريالۍ وم. پوښتنه: که د کار په جريان کې له خپلو ستونزو راته ووايئ، ستاسو د کار پر وړاندې لويې ستونزې څه دي؟ ځواب: غواړم په يوه جمله کې ځواب درکړم، دا چې زما پر وړاندې کومې ستونزې پرتې دي او څومره ستونزې شته، ډېر وخت له ځان نه پوښتنه کوم، چې څومره مقاومت مې کړى او څه ډول مې کړی؟ زه له څه نه جوړه شوې يم چې دومره ستونزو ته مې ځان ورکړی؟ دا هغه پوښتنې دي، چې تر اوسه يې زما ذهن بوخت ساتلی دى. پوښتنه: تاسو په ٢٠١١ کال کې د امريکا له خوا يوه له زړورو او ځواکمنو ښځو وپېژندل شوی، ايا په خپل ځان کې ريښتيا هم دومره ځواک وينئ؟ ځواب: هو، زه هره ورځ له نوو ستونزو سره مخ کېږم، لکه کاري ستونزې، د چارواکو فرمايشونه، د زورور ګواښونه ... خو کله چې خپل مقاومت ګورم؛ نو هو، د هغوی پر وړاندې غښتلې او ځواکمنه يم. پوښتنه: هغه وخت چې دې د ځواکمنې يا شجاع ښځې جايزه واخيسته، څه احساس دې وکړ؟ ځواب: زه په ياد کال کې د نړۍ د سلو ښځو تر منځ دغه لقب ته نومانده وم، په داسې حال چې خبره هم نه وم، خو د لسو ښځو په منځ کې د دې جايزې مستحقه وپېژندل شوم. هغه وخت چې په غونډه کې زما او افغانستان نوم واخيستل شو؛ نو دا راته يوه نه هېرېدونکې شېبه وه، هلته زما او د افغانستان د بېوزله ښځو نوم واخيستل شو، نه پوهېږم ښايي له ډېرې خوښۍ مې له سترګو اوښکې راغلې وي. پوښتنه: په ژوند او دنده کې نورې څه هيلې لرئ، چې ورته ورسېږئ؟ ځواب: زما لويه هيله دا ده، څو يو شمېر هغو کسانو ته چې ځانونه په ټولنه کې روڼ اندي ګڼي؛ خو د ښځو په وړتياوو باور نه لري؛ دا قناعت ورکړم، چې ښځې د پام وړ وړتياوې لري، غواړم دغو کسانو ته ووايم، چې که چېرې ښځو ته د مسلکي زده کړو زمينه برابره شي، د دندو پر وړاندې يې خنډونه رامنځ ته نه شي؛ نو په خپلو دندو کې به د نارينه وو به نسبت صادقې او غښتلې وي. دهمدغه کار لپاره مبارزه کوم او موخه مې دا ده چې په ټولنه کې د ښځو وړتيا او ځواک ثابت او مطرح کړم. پوښتنه: دا خو سمه ده، چې ته د نړۍ په کچه د يوې با استعدادې مېرمنې په توګه معرفي شوې، خو و هېوادوال دې څومره له کار ه راضي دي؟ ځواب: هو، د خلکو پرلپسې ستاينو او رضايت زه کار ته هڅولې يم، زه په دې وياړم چې هغوی مې په ښه او نېک نوم يادوي. په دې مې د زړه تسل کېږی او د کار د پرختګ لپاره ځواک رابښی، دا چې په امريکا کې راته دغه لقب راکړل شو؛ نو دا خو د خلکو قضاوت و، چې زه يې نړيوالو ته ور وپېژندلم. پوښتنه: ايا فکر کوئ، چې ستا او ستا غوندې د نورو ښځو کار به په افغانستان غوندې دود پاله ټولنه کې اغېزمن وي؟ ځواب: موږ کار پيل کړی، زه پوهېږم چې دغه لاره ډېره اوږده او ستونزمنه ده، خپله ټولنه هم ښه پېژنم، چې د نارينه وو واک په پوره ځواک پرې چلېږي؛ خو زه پر خپلو وړتيا وو باور لرم، يوه داسې ورځ به راځي چې ښځې خپل روا حقونه ترلاسه کړي. پوښتنه: کومه انګېزه د دې لامل شوه، چې ته د څارنوالۍ مسلک غوره کړې؟ ځواب: زه ان له ماشومتوبه په ټولنه کې د مساواتو له نه شتون څخه ځورېدم، کله به مې چې په خلکو او يا هم د ځان پر وړاندې کوم ظلم احساس کړ؛ نو ما به فکر کاوه چې يو انسان له خپل ځان او نورو سره څه ډول مرسته کولای شي، چې خپلو حقوق ترلاسه کړي. زه له همدغه فکر سره رالويه شوم، د حقوقو پوهنځی مې وټاکه، له نېکه مرغه چې مهربانه پلار او نورې کورنۍ مې په دې برخه کې راسره مرسته وکړه؛ نو دې پايلې ته ورسېدم، چې ريښتيا هم يو انسان د قضا او څارنوالۍ په برخه کې د لوړو زده کړو په وسيله کولای شي خپل او د نورو حقوق په ښه ډول وپېژني. پوښتنه: داسې باورونه موجود دي، چې ښځې د نارينه وو په پرتله کمه کاري وړتيا لري، تاسې ورسره موافق ياست؟ ځواب: نه، زه ورسره موافقه نه يم، په دې معنا چې زموږ په ټولنه کې د کور د چارو سمبالښت، پخلۍ او د اولادونو روزنه د ښځو دنده ده، که چېرې دا کارونه په بهر کې د نارينه وو له کارونو سره پرتله شي؛ نو ښځې د هغوی پر وړاندې برلاسې او کاميابې دي. پوښتنه: که چېرې تاسې زده کړې نه وای کړې او د کور د يوې ښځې غوندې مو ژوند درلودای؛ نود زور او تاوتريخوالي پر وړاندې به مو غبرګون څه و؟ ځواب: زه په دې باوري يم، چې د حق غوښتل په زده کړه او تحصيل پورې اړه نه لري، که زه چېرې يوه کليواله او نالوستې ښځه هم وای؛ نو د خپل اونورو د حق لپاره به مې غږ اوچت کړی و، دا زما د وجدان جرئت دی نه زما د مسلکي تحصيلاتو. دا د انسان فطري ځانګړتيا ده، انسان خدای پاک اشرف المخلوقات پيدا کړی، هره ښځه چې په غره، دښته، بازار او کلي کې ژوند کوي، هيله مې ترې دا ده، چې هېڅ ډول ظلم ونه زغمي، د ظلم او تېري پر مهال دې له ځانه دفاع وکړي، موږ ټول عدلي او قضايي ارګانونه د هغوی له مشروع حقوقو نه دفاع کوو. پوښتنه: که څه هم چې ستاسې اوسنی دريځ هم يوه اوچته څوکۍ ده، په همدې بسنه کوئ، که کله کله درسره له دې نه هم د لوړ مقام ترلاسه کولو فکر پيدا کېږي؟ ځواب: انسان بايد هر وخت د پرمختګ په فکر کې وي، زه هم له دې سره علاقه لرم، چې قانوني اقتدار او زيات صلاحيتونه ولرم. پوښتنه: د ولسمشرۍ د مقام په اړه هم فکر کوئ؟ ځواب: هو، حتی د جمهوري رياست تر مقامه، خو زه د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندۍ اراده نه لرم، دعخ مقام ته مې رسېدل يواځې يوه هيله ده، چې که ښځې وغواړي؛ نو دغه مقام ته د رسېدو وړتيا لرم. ماريا بشير، چې د دوو زامنو او يوې لور مور ده، باور لري، چې په کارونو په ځانګړي ډول د څارنوالۍ، قضا او په حقوقي خدمتونو کې د نارينه وو په پرتله ښه وړتيا لري؛ خو په دې شرط چې مسلکي زده کړې يې کړې وي او کاري زمينه ورته برابره شي. دا وايي، اولس کلنه لور يې هيله لري، چې د حقوقو او سياسي علومو په برخه کې زده کړې وکړي او دا د خپلې لور دغې ټاکنې ته درناوی لري.