Data Gathered Date: 

Sunday, July 21, 2013 - 13:30

 
هرات (پژواک،١١ چنګاښ، ۹۲ ): د هرات اوسېدونکي په دې ولايت کې له نا امنۍ، خرابې کرنيزې او روغتيايي وضعې، ناسمې حکومتولۍ او ګڼو نورو ستونزو څخه سر ټکوي او وايي، په کار ده چې د ستونزو د حل لپاره يې حکومت او نړۍ واله ټولنه جدي ګامونه واخلي.
د شينډنډ ولسوالۍ اوسېدونکی تور محمد وايي، په دې ولسوالۍ کې نا امني د خلکو ستره ستونزه ده او خلک د خونديتوب احساس نه لري.
هغه زياتوي، خلک هېڅ شی دومره نه ځوروي، لکه د امنيت نشتون يې چې ځوروي، ځکه نا امني د ټولو ستونزو مور ده.
همدارنګه د ګلران ولسوالۍ اوسېدونکی محمد اکبر وايي، تر ټولو غټه ستونزه يې د روغتيا په برخه کې ده.
ده وويل، له کلونو کلونو راهيسې د ګلران ناروغي په دې ولسوالۍ کې خپره شوې؛ خو تر اوسه يې د درمنلې لپاره اساسي لاره نه د موندل شوې.
نوموړی زياته کړه، په کار ده چې د دې ناروغۍ د تشخيص او درملنې لپاره جلا روغتون جوړ شي.
دی وايي، په ګلران ولسوالۍ کې ياده ناروغي د سردار محمد داود خان د حکومت له وخته پېژندل شوې، چې په ټوله نړۍ کې په همدې نوم يادېږي.
د ګلران ولسوالۍ دغه اوسېدونکی زياتوي، ګلران ناروغي له نباتي بوټو څخه په ځانګړي ډول د وچکالۍ په کلونو کې د غنمو له استعمال څخه منځ ته راځي؛ ځکه نو په ۲۰۰۷ کال کې د  خوړو نړيوال سازمان د عامی روغتيا په وړانديز د ګلران غنم قرنطین کړل.
د غوريانو ولسوالۍ اوسېدونکی کرام الدين نورزايي وايي، د دوی د ولسوالۍ د خلکو لويه ستونزه، په نشو د ځوانانو روږدي کېدل دي.
هغه وايي، قاچاق کوونکي ځوانانو ته دنده ورکوي، چې ايران ته هېرويين او نور نشه يي توکي قاچاق کړي، چې په لاره کې د کاري فشار له امله هم پرې خپله اخته کېږي.
دی وايي، اوس په دې ولسوالۍ کې د روږدو کسانو شمېر خورا لوړ شوی او له هرو اوو ځوانانو نه يو تن يې روږدی دی.