د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له جوړېدو وروسته د ډيری افغانانو وېره دا وه ، چې حکومت به د ټاکنو په کمېسيون کې له خپل نفوذ څخه په استفادې سره،  چې ددغه کمېسيون پر غړو يې لري، مداخلې وکړي او ټاکنې به له خپلې طرحې سره پرمخ بوځي او پايلې به يې هم پخپله ګټه وڅرخوي. حکومت تر خپله حده خپله هڅه  وکړه.
خو له هغه وروسته چې د حکومت تر ملاتړ لاندې کانديد ناکامي حتمي شوه او ان د دوو مخکښو نوماندانو په ډله کې هم شامل نه شو د لوبې لوری هم بدل شو. ويل کيږي حکومت هڅه کوي د جوړجاړي له مخې په واک کې د پاتې کېدو هيله پوره کړي، خو بل پلو زور واکي او د زرو خاوندان هڅه کوي د زور او زرو په کارولو سره د ټاکنو پايلې پخپله ګټه وڅرخوي.
د زور او زرو دغه خاوندان يا په اصلاحات او همګرايي ټيم کې راټول شوي دي يا هم د وزيرانو او ځواکمنو واليانو په سطحه د هغوی کلک ملاتړي دي چې په ټاکنو کې يې ټول دولتي امکانات او ان د سولې د عالي شورا امکانات په کار واچول.
د عبدالله عبدالله ټيم د ټاکنو په خپلواک کمېسيون ځانګړي کسان لري او د ټاکنو کمېسيون د پخواني رييس ښاغلي فضل احمد معنوي د ټاکنو کمېسيون د دوو تنو کميشنرانو سريراحمد برمک او ليلا احراري په وسيله هڅه کوي په بلخ او نورو ولايتونو کې د سلګونو زرو تقلبي رايو د باطلېدو مخه ونيسي. ان دوی هڅه کوي په کمېسيون پر خپلو پلويانو سربيره نور کسان هم په پيسو واخلي، چې دوی ته کار وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون غړو او کارکوونکو ته د زور او زرو د خاوندانو د رشوت ورکولو موضوع په ټولنيزو رسنيو کې هم پراخ انعکاس موندلی دی. له هغې جملې څخه Electleaks پاڼې ليکلې:(( ليلا احراری يکی از اعضای کمېسيون مستقل انتخابات در حدود 250000 دالر امريکايی از استاد عطا به دست آورده است تا نگذارد رأی های که گمان ميشود به نفع داکتر عبدالله عبدالله تقلب شده است, باطل شود.)) د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د نورو ځينو غړو او کارکوونکو په اړه هم دا ډول خبرې موجودې دي. چې  د خلکو ترمنځ يې پراخې اندېښنې راولاړې کړې دي.

د خلکو هيله داده چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون غړي او کارکوونکي له خپلې لوړې سره سم چې کړې يې بايد په ټاکنو کې بې طرفه پاتې شي او هيڅ ډول زور او زرو او فشارونو ته تسليم نه شي. دغه راز د افغان دولت مسوول ارګانونه هم بايد د ټاکنو په بهير کې روڼتيا ته ځير وي او د ټاکنو کمېسيون په کارکوونکو د مغرزو کړيو د اغېز مخه ونيسي.

جاوېد ستومان