د ذکیه غیاثي نذیر  ليکنه
په دې لیکنه کې هڅه شوې دغو موضوعاتو ته اشاره وشي
په ولسمشر کرزي شته تورونه
د عبدالله  نه باورېدونکې مخکښ کېدل
 د ډاکټر غني د بریالیتوب چانس
او بلاخره د ټاکنو او شکایتونو کمیسیونونو ته د خلکو ورستۍ هېله
د ولسمشرۍ او  ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې د اوه نیم میلیون افغانانو ګډون په اوسنیو شرایطو کې د تعجب وړ و
له ټاکنو مېاشتې مخکې خلکو فکر کاوه چې ټاکنې به ونه شي، ځکه امنیتي حالت د اندېښنې وړ دی او لمړی ځل دی چې افغان امنیتي ځواکونه به د تر ډېره د ټاکنو امنیت ساتي
تحلیلونه هغه وخت ناسم ثابت شول، چې په انتخاباتې کمپاینونو کې لسګونه زره خلکو په بیلا بیلو ولایتونو کې ګډون وکړ دا دوه زره نهم کال په پرتله بریالۍ ټاکنې وې
د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د اتو کاندیدانو تر منځ سیالۍ دا ګنګوسه پراخه کړه چې ټاکڼې په دوهم پړاو ته ځې، او دوه کاندیدان به تر خپل منځ سیالي کوي
دا دوه کسه چې د ټولو په خوله ګرځیدل یو ډاکټر اشرف غني احمدزي چې پراخ ولسي ملاتړ یې در لود او بل ډاکټر زلمی رسول، چې ویل کیدل د ارګ کاندید دي
کرزی ولې تر اخره چپ و؟
دبهرنیو چارو پخواني وزیر ډاکټر زلمي رسول دوه کاله سر په سرد ملګرو ملتونو په عمومې اسامبلې کي ګډون وکړ او هرځل به يې له غونډې وروسته د څو ورځو لپاره د نړۍ له مهمو چارواکو سره لیده کاته کول
که څه هم ټینګار پدې کیدلو چې باید ولسمشر حامد کرزی خپله دغو غونډو ته تللی وای، ترڅوپه نړۍ کې د افغانستان ورځ تر بلې بایلونکي اعتبار مخ په ښه کیدو شي د ورستي ځل لپاره خو د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون له کرزي غوښتنه کړې وه  چې هڅه وکړي خپله ورشي
هغه وخت په رسنیو کې دا انتقاد ډیر کیدلو چې ولسمشر ځکه د ملګرو ملتونو په عمومې اسمبلې کې ګډون نه کوي، چې نړیوالو ته د شویو ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلی
خو اوس فکر کیږې ولسمشر په شعوري توګه غوښتل چې زلمي رسول په نړیواله کچه یوه سیاسي څیره معرفي کړي ترڅو په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې نړیوال ملاتړ ولري
دا خبره هغه وخت پخه شوه، چې کله ولسمشر حامد کرزي روسیې ته په رسمې سفر کې د زلمي رسول د کاندیداتورۍ اعلان وکړ
د افغانستان د قوانینو مطابق هر هغه څوک چې ولسمشرۍ ته دکاندیداتورۍ  اعلان کوي باید له دولتي دندې یې استعفا کړې وي، خو دا اعلان په داسې وخت کې وشو، چې زلمی رسول د بهرنیو چارو برحال وزیر وو، او ټاکنو ته هم یو څه وخت پاتې وو
کرزي نه یواځې دا چې زلمي رسول ته په نړیواله کچه ملاتړ پیدا کولو بلکې پدې هڅه کې وو، چې په کور دننه هم ورته پراخ ملاتړ خپل کړي
په ولس کې په کرزي دا تور وو، چې دقانون خلاف دیو ځانګړي کاندید ملاتړ کوي خو ولسمشر سره لدې تورو بیاهم چپه خوله وو
تمه کیده چې دملې شورا د پرانیستې په غونډه کې خپله بې طرفې اعلان کړي خو کرزي یواځې بهرنیانو ته په ټاکنو کې د لاس وهنې ګواښ وکړ،خو د ځان په اړه یې دخلکو پوښتنې بې ځوابه پریښودې
دا پداسي حال کې وه چې څو میاشتې وړاندي ولسمشر کرزي په یوه غونډه کې ویلې وو چې په هیڅ صورت به د یو ځانګړي کاندید ملاتړ ونکړي
ولسمشر وویل:   (مکان لرې زه او مرستیالان مې بیلابیلو کاندیدانوته رایه ورکړو)
ویل کېدل چې د جنوب د قومې مشرانو جرګه په کابل کې د ولسمشر کرزي په غوښتنه جوړه شوې او غواړي ورور یې قیوم کرزی دزلمي رسول په ګټه له خپلې کاندیداتورۍ تیر شي چې وروسته بیا همداسې وشول
زلمی رسول که څه هم په افغانستان کې ډېره پیژندل شوې سیاسې څیره نه وه خو د ولسمشر ملاتړ یوشمیر دولتې چارواکې د خپلو موقفونو د ساتې په خاطر دیته وهڅول، ترڅو په پټه او ښکاره د زلمي رسول ملاتړ وکړي
پدي اړه د قیوم کرزي وینا د توجه وړ ده، چې له مطبوعاتو سره یې ویلې وو: ( خلک ځکه دزلمي رسول تر شا ولاړ دي، چې فکر کوي د ولسمشر ملاتړ لري)
تقلب دشمن ما است    
دا د هغه کاندید شعار وو، چې اوس مهال پرې تر ټولو ډیر د درغلیو تور پورې دي
ډاکټر عبدالله عبدالله د یوشمیر نورو کاندیدانو په څيرجنګ سالار دی
د عبدالله مرستیالان هم په کورنیو جګړوکې د ښکیلو ډلو غړي دي، چې خلک ترې ښه خاطره نه لري
دا تمه نه کیده، چې عبدالله عبدالله دې له دوه مخکښو کاندیدانو څخه یو وي، ځکه د نوموړي لومړی مرستیال محمد خان د حزب اسلامې له غړو څخه دي پداسي حال کې چې دا حزب خپله بیل کاندید درلود
دا هغه څه وو، چې د ډاکټر عبدالله د ماتې خبره یې تقویه کوله
له هزاره توکمو،هم تر ډېره هر کاندید یو مرستیال درلود، فکر نه کیده چې  د هزاره ګانو رایه دې ټوله واخلي
دیته په کتو چې چې مرستیالانو یې ورته ډېرې رایې نشوای خپلولی،د تاجکو رایه یې هم ثابته نه وه
داسې ګڼل کیده چې پدې ولسمشریزو ټاکنو کې به شمال ټلواله یو ځانګړی کاندېد ولري، خو بلاخره په یو کاندید سلا نشول، او د بیلا بیلو کسانو لمن یې ونیوله
د زلمي رسول لومړي مرستیال احمدضیا مسعود په یوه مرکه کې وویل، چې دی له ناچارۍ د زلمي رسول تر شا ولاړ دی
ځکه چې داکټر عبدالله په خپل سر ځان کاندید کړ
دا د ډاکټر عبدالله  بل د ضعف ټکی وو، چې دوهم پړاو ټاکنو ته په  تګ کې ورته خنډ وو
ځینو تلویزیوني مناظرو ته د ډاکټر عبدالله نه راتګ او کمو ولایتونو ته کمیاینې سفرونه او د کم شمیر خلکو ملاتړ په ولس کې هغه خبره توده ساتلې وه چې د یومخکښ کاندید په توګه د عبدالله چانس کم دی
بریالی کاندید:
ددوستم انتخاب په لومړی سر کې د خلکو حساسیتونه را وپارول، خو وروسته له ډاکتر اشرف غني سره د یوشمیر بانفوذه افغانانو یوځای کیدل د حساسیتونو په اور سړې اوبه توېې کړې
په ولسمشریزو ټاکنو کې یوشمیر مخکښ نوماندان سره له مرستیالانو په جنګې جرمونو تورن کسان وو
دې مسئلې هم خلکو ته دا زغم ورکړ، چې دوستم د ډاکټر غني ترڅنګ ومني
د ډاکټر غني شمیرلې پلانونه، کورنۍ او نړیوال نیک شهرت ددې لامل شول چې پراخ ولسي ملاتړ ولري
او پراخ ولسي ملاتړ دا تصویر ورکولو چې ډاکټر غني به په لومړي پړاو کې ټاکنې ګټي. همدا ډول د شمال د ازبکو او تر ډېره د پښتنو رایه به ثابته وي. خو لا هم وخت شته چې ټاکنې دویم پړاو ته لاړې نه شي او د خلکو له هېلې سره سمه پایله راووځي.
نه باور کیدونکې پایله:
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د شپږ ویشت ولایتونو  لس سلنه  د ناکره رایو پایلې اعلان کړې، چې فکر کوم خپله د ډاکټر عبدالله   یوشمیر ناخبره ملاتړې به هم ورته ګوته په غاښ شوي وي، چې دا لمر له کومه را وخوت
پدې پایله کې ډاکټر عبدالله عبدالله یو څلویشت اعشاریه نهه ، ډاکټر اشرف غني احمدزي اوه دیرش اعشاریه پنځه او ډاکټر زلمي رسول نهه اعشاریه اته سلنه رایې خپلې کړېدي
د لس سلنو ناکره رایو اعلان دهغو تودو خبرو برعکس شو، چې په دوکان، سړک، ښاري موټرو ،جوماتونو او پیتاوي کې کیدلي
ددې رایو اعلان په یوه خوله دا خبره ډیره تکرار کړه چې په ټاکنو کې پراخه درغلي شوې
همدا ډول د ټاکنود شکایتونو کمیسیون ته له دري زرو زیات شکایتونه شوي چې ډیری په کې د درغلیو په اړه دي
دټاکنود شکایتونو خپلواک کمیسیون په وار وار ډاډ ورکوي، چې دوي به پاکې او نا پاکې رایې سره بیلې کړي
 خو زیات شمیر افغانان بیاد لس سلنو رایو په اړه ځکه تند غبرګون ونښود او ځان ته یې ډاډ پدې ورکړ، چې دا ټولې رایې ندي او ممکن تر وروستي اعلان پورې دا پایلې ډیرې بدلې را بدلې شي
او ځینې نور مبصرین بیا د ټاکنو دخپلواک کمیسیون لخوا پدې ډول د لس سلنه رایو اعلان ته نور رنګونه ورکوي
د دوي تحلیل دادی چې ولسمشرکرزی غواړي پر مخکښ کاندید ډاکټر اشرف غني فشار راوړي ترڅو ایتلافې حکومت ته غاړه کیږدي
او بل تحلیل دا هم دی چې پدې ډول د رایو اعلان د ډاکټر عبدالله عبدالله د خولې پټول دي که چیرې وروستي پایلې د ډاکټر عبدالله په خلاف اعلان شي نو نوموړی به بیا د رایو ضد نشي دریدلی
خو دا وروستي تحلیل باندې باید لږ دقت وشي، که چیرې یوڅوک لومړی مخکې اعلان شي او له خپل سیال سره یې تفاوت زیات وې نو هغه به د رایو په اخرې نتیجه چې دده ضد وي څنګه قناعت وکړی شي؟
ولي ايتلاف؟
د کرزي دیارلس کلنه دوره د مضرو مصلحتونو پر اساس جوړه او چلیږي، ان د خپل سر قاتل ته د ورور خطاب کوي
نوموړي پر دې تورن دي چې د واک د غځیدلو لپاره هر ډول مصلحت ته غاړه ږدي
همدا مصلحتونه ددې باعث شول، چې اداري فساد او خپلپالنه پکې خپل اوج ته ورسیږي
ولسمشر حامد کرزي په وروستیو کې له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې ویلي وو چې په راتلونکې کې  افغانان باید دده په اړه د ملي شخص په توګه قضاوت وکړي او په ښه نوم یې یاد کړي
ښاغلي کرزي هڅه دا وه چې نوموړی دهاغه شخصیت په توګه یاد شي چې دخپل قدرت پر مهال یې ټولو قومونو ته غیږ خلاصه کړي وه
خو په حقیقت کې هندو ستړی خدا ناراضه کیسه پرې وشوه، کومو قومونو ته چې نوموړي ډیر واک ورکړ هغوي د لا نور واک او امتیازاتو غوښتنه کوله
برعکس ځینو نورو قومونو ته یې خپل حق هم ورنکړ
کرزي نه غواړې چې لده وروسته داسي څوک واکمن شي چې تر ده غوره او بې مصلحته وي او خلک دده د واکمنۍ ضعفونه پیدا کړي
او پر ښاغلي کرزي بل تور دادي چې پر مخکښ کاندید ډاکټر غني فشار راوړي ترڅو ده او یوشمیر نورو مخکښو کاندیدانو ته د وزارتونو او ولایتونو امتیاز ومني
کرزی غواړې په ډیرې برخې سره په راتلونکې حکومت کې له شته امکاناتو پوره پوره  ګټه واخلې ترڅو پنځه کاله وروسته خپل واک او ځواک د بریالیتوب لپاره وکاروي
پایله
له ټاکنو وروسته د خلکو هیلې یواځې او یواځې د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنو د شکایتونوکمیسیون ته دي
دوي هیله لرې چې پاکې او ناپاکې رایې بیلې او عادلانه پریکړه به وکړي
 دانتخاباتي شکایتونو د کمیسیون مشر عبدالستار سعادت په خپله فیسبوک پاڼه کې وویل چې دوی به پرته له کوم فشار څخه پریکړه کوي
خو بل پلو دانتخاباتو د خپلواک کمیسیون په دوه غړو، تور دي چې له عبدالله عبدالله سره اړیکه لرې او ددي کمیسیون د غونډو له پریکړو یې خبروي
دا دوه تنه هڅه کوې چې د ډاکترعبدالله رایی له قرنطین څخه وژغوري
خو ددي سره سره دا سخته ده چې موږ د انتخاباتو په اړوند کمیسیونونو تور پورې کړو، چې دوي د ولس په خوښه پریکړه نه کوي
د ټولو هیله داده چې د افغانستان د اوه نیم میلیون رایه ورکونکو رایی ته درنښت وشي او پرته له هر ډول فشار څخه حقیقی پایلې اعلان کړي. زه باوري یم کچېرې درغلی سمې وڅېړل شي، ټاکنې دویم پړاو ته نه ځي چې دا هم د ولس او هم د حکومت په خیر ده.
کچېرې پایلې د ولس د خوښې وړ نه وي، فکر نه کوم هغه ولسواکی چې دیارلس کاله د افغانانو په قربانیو راغلې خپل اعتبار وساتي دا به یقیني کړي چې د ولس رایه ارزښت نه لري، او پنځه کاله وروسته به هیڅوک حاضر نه وي چې تر ټولو غوره کاندید ته هم رایه ورکړي.
يادونه : دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندوي کوي ، نه د پژواک ادارې .