د ګل رحمن رحماني لیکنه
  مقدمه
ددې مقالې په پيل کې بايد په دې وپوهېږو، چې د ژوند چاپيريال څه دى؟ ټول هغه محيطونه، چې ژوند په کې جريان ولري، د ژوند چاپيريال بلل کېږي. په داسې يوه چاپيريال کې له ژونديو ژوو پرته خاورې، اوبه، هوا او نور هم له ژونديو ژوو سره شتون لري. دا شيان ياني ژوندي او غير ژوندي څيزونه يو له بل سره متقابلې اړيکې جوړوي، چې ددې اړيکو پايښت او دوام  د ژوند چاپيريال د دوام لپاره ډېر مهم ګڼل کېږي. د چاپيريال کارپوهان د انسانانو د ژوند لپاره په هره سيمه کې د داسې يوه چاپيريال رامنځته کېدل، چې ايکو سيستم ورته وايي، ډېر مهم ګڼي او د اکولوژي دعلم په چوکاټ کې يې مطالعه کوي.
د همدې سيستم ياني اکو ژوندي عوامل درې دي، چې له دې اړخه يې ور دغاړې رول په لاندې درېيو برخو وېشي :
1.      توليدوونکي موجودات لکه شنه نبابات
2.      مصرفوونکي موجودات لکه ځان لرونکي 
3.      تجزيه کوونکي موجودات لکه باکترياوې
     د ژوند چاپيريال موضوع له ډېر پخوانه مطرح ده. په لاتيني ژبه کې ورته د (Environment ) کلمه کارېدله، چې د ټولو هغو اجسامو په معنى وه، چې زموږ شاوخوا يې احاطه کړې، خو نننۍ معنى يې بيا هغسې نه ده، لکه پخوا چې د اکولوژي دعلم په کتابونو کې بيان شوې. نن ورسره د ټولنيز، بيولوژيکي او فزيکي محيط موضوعات هم ګډ شوي او په درېيو برخو وېشل شوي، چې لاندې برخې ته يې خاوره(Lithosphere )، منځنۍ برخې ته يې د ژوند برخه(Biosphere ) پاسنۍ ته يې هوا (Atmosphere)او هغه برخه يې چې په اوبو او يخ پوښل شوې د اوبو د کرې(Hydrosphere) په نامه يادوي او دا ټولې برخې د ځنځير د کړيو په څېر له يوبل سره تړلې دي.
په افغانستان کې چاپيريال ته پېښ ګواښونه
   که څه هم په ټوله نړۍ کې چاپيريال ته د اوسني ساينس او ټکنالوژۍ د پرمختګونو سره سره  ګواښونه او ستونزې پېښې شوي، خو په افغانستان کې دا ستونزه ځکه زياته ده، چې دلته هغومره فعالې ادارې، عامه پوهاوى او سيستمونه نه شته، چې ددې پېښو ستونزو مخه ونيسي، په داسې حال کې چې افغانستان اوس اوس د پرمختګ پر لور قدم اخلي، فابريکې جوړېږي، کانونه سپړل کېږي او يواځې پلازمينه کابل  له خلکو او موټرونو دومره ډګه شوې، چې د همدې بيرو بار له امله د لسو دقيقو مزل په يوه ساعت کې وهل کېږي، خرابه هوا او ګردونه خو يې پر ځاى پرېږده.
 د راپورونو له مخې، همدا اوس افغانستان کې هغه ۱۶۸۰ صنعتي کارخونې د ژوند چاپیریال او روغتيا ته جدي ګواښ ګڼل شوې، چې دا مهال په کورونو او عامه مېشت ځایونو کې فعالیت کوي.د چاپيریال متخصصین وايي، د تولیدي کارخونو مضر ګازات او ذرات، بخار، چټلې اوبه او کثافات په انسانانو سربېره د حیواناتو او نباتاتو لپاره په جدي‌ ډول د زیان سبب شوي دي.
   افغانستان کې د ۳۰۰۰ توليدي کارخونو یاد شمېر یې په عامه ځايونو کې دي او د چاپيریال متخصصين وايي، دولت باید دغه کارخونې ژر تر ژره صنعتي ‌پارګونو ته ولېږدوي او یا یې په لومړي اقدام کې له مېشت ځایونو وباسي.
  د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې مسوولين وايي، د صنعتي پارکونو د نشتوالي له امله دا مهال۱۶۸۰ توليدي کارخونې د کورونو او مارکېټونو په منځ کې فعاليت کوي. دوی وايي، ددې ترڅنګ چې يادې فابريکې فعاليتونه او توليدات لري، خو د ګټې پر ځای یې زيانونه ډېر دي، ځکه چې د چاپیريال او هوا لپاره يې ګڼې ستونزې رامنځته کړې دي.
  ياد شمېر کارخونې د هېواد په پېنځو لويو ولايتونو کابل، هرات، کندهار، بلخ او ننګرهار کې فعاليتونه کوي. د ورکړل شويو راپورونو له مخې، د هېواد په اتو صنعتي پارکونو کې ۱۳۲۰ کارخونې فعالې دي، چې د چاپېريال ساتنې ادارې د مسوولينو په خبره ډېری پارکونه اوس د خپلسرو کورونو او مارکېټونو په منځ کې راګير شوې دي.   
 د چاپېريال ساتنې ادارې د دفتر رييس انجنير صديقي څه موده وړاندې رسنيو ته ويلي وو: هغه فابريکې چې د کورونو او مارکېټونو په منځ کې په انفرادي ډول فعاليت کوي، ددې پر ځای چې ګټه ورسوي، له هره اړخه نه جبرانېدونکي زيانونه خلکو او چاپیریال ته اړوي.
 ښاغلی صديقي وايي، په لويو ښارونو کې صنعتکارانو ته د ښارواليو له لوري ځمکې نه دي په ګوته شوي، چې په کومو سيمو کې بايد فعاليت وکړي، نو دوی هم ځانونه مسوول نه دي بللي: ((د استوګنې په سيمو کې کارخونې د اوبو، خاورې، هوا او په ټوله کې د چاپېريال د چټلوالي لامل کېږي. کارخونې مضره جامد کثافات، اوبه، ګازات او ذرات خپروي، چې ان د حيواناتو او نباتاتو لپاره هم د تباهۍ باعث ګرځي.))
  د چاپېريال ساتنې ادارې مسوولين وايي؛ کار روان دی چې په لويو ښارونو کې هغه فابريکې وتړل شي، چې د استوګنې په سيمه کې فعاليت کوي او چاپېريال ته ستونزې پېښوي: ((له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې سره په ګډه کار روان دی، چې ددې ډول فابريکو لپاره يو منظم پلان جوړ شي. په دې وروستيو کې د څلورو صنعتي پارکونو د جوړولو پلانونو په اړه چاپېريال ساتنې ادارې ته راپورونه راغلي، چې يادې ادارې پکې خپل نظرونه ځای پر ځای کړي، څو چاپېريال او هوا ته لازم پام وشي.))
په افغانستان کې د ژوند چاپيريال د ګواښونو عوامل 
په افغانستان کې د ژوند چاپيريال وضعيت هم د نورو وروسته هېوادونو غوندې ځورونکى او د زياتې اندېښې وړ دى، خو بيا هم د بېلابېلو دلايلو له امله دا موضوع له خلکو پټه او بې اهميته پاتې ده، په اړه يې معلومات نه لري او حتى په اړه يې کم سوچ هم نه کوي. دې موضوع ته تر ډېره دولتونو او حکومتونو هم پام نه دى کړى او يوه ډېره حياتي موضوع يې له پامه غورځولې ده.
خو له هره اړخه کې دې موضوع ته وګورو، نو د لاملونو يوه برخه يې بيا هم امنيت ته راګرځي، يعنى سياسي او امنيتي ستونزو بيا هم د ژوندچاپيريال د ژوند نورو برخو غوندې زيانمن کړى دى.
همدې ستونزو ياني تېرو جګړو او غربت زموږ خلک دومره ځورولي، چې يواځې د ژوندي پاتې کېدو په اړه سوچ وکړي، نه د ژوند کولو او ژوند چاپيريال په اړه د فکر کولو.
دې ټولو ته په پام سره کولى شو، چې په افغانستان کې د ژوند چاپيريال ته ور پېښې ستونزې په دوو عواملو پورې وتړو، چې طبيعي او انساني عواملو څخه سرچينه اخلي. همدا عوامل هغه څه دي، چې د ژوند چاپيريال يې تخريب او چټل کړى دى.
طبيعي عوامل
   افغانستان يو غرنى او په وچه کې را ايسار هېواد دى، چې له همدې امله يې هوا ګرمه، وچه او د نړۍ د نيمه بياباني او وچې سيمې په هېوادونو کې راځي، ددې هېواد د باران کلنۍ اندازه د نړۍ د کلني باران د منځنۍ کچې نه هم کمه ده.  ددې هېواد د خاورې يوه زياته برخه په سويلي، سويل لوېديځو او لوېديځو برخو او همدارنګه شمال( بکواه دښته، ريګستان دښته، مارکو دښته او ليلې دښت) جوړوي، چې دولت بايد په دې ساحو کې د ځنګلونو، څړځايونو او شنو سيمو د رغونې لپاره پاملرنه وکړي.
  همداسې د هېواد په ګڼو برخو کې ځنګلونه د وچکالۍ او نورو ستونزو په سبب وچ  شوي څړځايونه او کروندې څه د وچکالۍ او څه هم د د طبيعي افتونو او سيلابونو له امله له منځته تللي، چې د ژوند چاپيريال ته يې ګواښ پېښ کړى او هوا يې چټله شوې ده.
انساني عوامل
     انساني عوامل هم په خپل نوبت په مستقيم او غير مستقيم ډول د طبعي سرچينو او ژوند چاپيريال په تخريب کې خپل اغېز لري. لکه څرنګه مو چې وړاندې وويل، چې  زموږ هېواد يو وروسته پاتې هېواد دى، چې جغرافيوي جوړښت او بڼه يې تقريبا کليوالي ده او د خلکو اقتصاد مو هم تر زياتې کچې په کرنه او مالدارۍ ولاړ دى.
    ددې ترڅنګ بله ستونزه داده، چې ډېرى خلک مو نالوستي دي. دوى پرته له دې چې د ژوند چاپيريال په اهميت وپوهېږي، د خپل لومړني ژوند دمخکې وړلو يا تېرولو لپاره په بې پروايۍ سره د کورونو د جوړولو او خوراک څښاک لپاره له طبيعي زېرمو لکه ځنګلونه، خاورو، اوبو، واښو، بوټو او نورو څخه استفاده کوي او حتى په دې وروستيو کې يې د کر کيلې ډېرې ساحې د استوګنو په ساحو بدلې کړې او شين چاپيريال يې له منځه وړى دى.
   په دې برخه کې دولت هم تر اوسه نه دى توانېدلى، چې د ځنګلونو د خپل سري پرې کېدو او د ژوند چاپيريال سره د خلکو د زور زياتي ، بې رحمانه چلند او تخريب مخه ونيسي، ځکه چې همدا ونې دي، چې دهوا د چټلۍ مخه نيسي او خلکو ته دژوند مناسب چاپيريال او هوا رامنځته کوي.
    ددې ترڅنګ په ښارونو کې بيا ستونزه داده، چې ډېرى کسان د برېښنا د نشتوالي په سبب، د شخصي ډيزلي جنراتورونو څخه کار اخلي، تاريخ تيري موټر او لارۍ  چې زيات لوګي کوي، په ښارونو کې ګرځي، فابريکې او نورې کاروباري ودانۍ د استوګنې په سيمو او د ښار په منځ کې جوړېږي، د موټرو شمېر بې حده زيات شوى او همداسې نور... موضوعات شته چې د ژوند چاپيريال يې په لوى لاس ځپلى او تخريب کړى دى.
 
د چاپيريال په تخريب کې د خلکو مخامخ ونډه 
   په افغانستان کې د ژوند چاپيريال ته هر چا مخامخ زيان اړولى، مرکزي دولت تر اوسه په دې نه دى توانېدلى، چې د قوانينو په وضع کولو سره ددې قصدي او غير قصدي تخريب مخه ونيسي او يا هم دداسې ريفورم او اصلاحاتو په راوستلو نه دى توانيدلى، چې د خلکو ژوند په ټولنيز او اقتصادي ډول تامين کړي او خلک د امکانات او اسانتياوو په درلودلو سره د طبيعي زيرمو او کرنې څخه د ژوند لومړنيو توکو لکه خوراک، د سون توکي او د ودانيو د لومړنيو توکو تر لاسه کولو لپاره ونو او ځنګلونو ته مخه نه کړي. همدا خلک دي، چې ددې اړتيا د پوره کولو لپاره يې په شعوري او غير شعوري ډول چاپيريال ته مخه کړې او د اړتيا وړ توکو په تر لاسه کولو يې محيط ته زيان رسولى دى.
لاندې عوامل هغه څه دي، چې تر سره کولو يې د ژوند چاپيريال اغېزمن کړى او که مخه يې ونيول شي، نو د ژوند لپاره به مناسب او غوره چاپيريال چې يوه بشري اړتيا ده ولرو:
١-د ودانيو د جوړښت او سون توکو لپاره د  ونو او ځنګلونو وهلو او پرې کولو او د چهارتراشو قاچاق داوم لري، بايد مخه يې ونيول شي.
٢-ونې او ځنګلونه اوس هم د کرنيزو ځمکو، استوګنځايونو او کليو جوړولو لپاره پرې کېږي.
٣-ډېرځله په ځنګل لرونکو ساحوکې د ځايي اوسېدونکو له خوا هغه ځنګلونه  په پټه او لوى لاس سوځول شوي، چې چهارتراش ترې په لاس نه ورځي او غواړي  زغال ترې تر لاسه او ويې پلوري.
٤-په ځنګلونو کې د مالونو څرول په ځانګړي ډول د وزو څرول، چې يو مضر حيوان دى او د وړوکو ځنګلونو نازکې څانګې او پاڼې خوري او يا هم د نيالګيو پوستونه اړوي، چې د وچېدو سبب  يې ګرځي.
٥-د کوچيانو، مالدارو او غرنيو ځايي اوسېدونکو له خوا د څړځايونو تخريب او يا هم په استوګنځايونو بدلول، دا چاره ډېر ځله د ځايي زور واکو او قوماندانانو له خوا هم شوې او په دا ډول سيمو کې يې شخصي ښارګوټي را منځته کړي دي.
پايله 
 ډېر د تاسف او اندېښنې ځاى  دى، چې نن زموږ غرنى هېواد له غرنيو ښکلاوو، طبيعي زېرمو او ځنګلونو څخه ډېر په بې رحمۍ بې برخې کېږي. دا طبيعي سرچينې ، چې کروندې، ځنګلونه،باغونه  څړځايونه او ميوه لرونکې او بې ميوې ونې په کې شاملې دي، يواځې د ورځينو اړتياوو د لرې کولو لپاره نه کارېږي، بلکې ډېر ځله د سوداګرۍ د روحيې او زور واکو له خوا د سوداګرۍ او پيسو پيدا کولو په موخه ترې ګټه اخيستل کېږي او د يوه اسانه تجارت بڼه يې خپله کړې ده.
   که څه هم د طبيعي شتمنيو لوټونکي د نباتاتو په پلور سره په حيقيت کې زموږ ملي شتمني،چې زموږ راتلونکي نسلونه هم په کې برخه لري، له منځه وړل دي، همداسې د مالي امکاناتو  او د په لنډ وخت کې د خپلو مالي چارو د تر سره کولو لپاره کارول کېږي، خو دا کسان په خپل دې کار د اوږد مهال لپاره د خپل راتلونکي نسل د ژوند  او سالم چاپيريال جرړې پرې کوي او د ملي شتمنيو په لوټ او تالان کې برخه اخلي.
  دولت ته لازم دي، چې سر له اوسه ددې ستونزې د مخنيوي لپاره نه يواځې چې خپله اقدام وکړي، بلکې خلکو ته هم په دې اړه عامه پوهاوى ورکړي او ورته ووايي، چې دوى په دې کار سره هغه بېړۍ تخريبوي، چې خپله په کې سواره دي.