د نجیب منلی ليکنه
د افغانستان ولس پرته له شکه چې د دې ټاکنو ډېر ستر ګټونکی دی چې په پراخه پیمانه یې په ټاکنو کې ونډه واخیسته او دا یې ثابته کړه چې افغانان نور د بل له لوري تپل شوې مشرۍ منلو ته نه دي حاضر.
په ورپسې پړاو کې د افغانستان هغه ځوانان چې په تېرو ټاکنو کې یې عمر اجازه نه ورکوله رایه ورکړي او دا ځل یې خپله را یه و کاروله ګټونکي دي. دوی و شودله چې په دې هېواد کې نور هغه د بابا د زمانې سیاست ختم شو چې یا به د کورنیو اړیکو پربنسټ، یا به د پیسو په مقابل کې یا به د قومي او مذهبي تمایلاتو له مخې سیاست کېده. لومړني ارقلم دا ښیي چې په دې ټاکنو کې د قومیت، مذهب، ژبنیو او سیمه ییزو تمایلاتو پر ځای سیاسي فکر ټاکونکی و. دا د نوي نسل لاسته راوړنه ده او سر له ننه څوک دا ادعا نه شي کولای چې په افغانستان کې سیاست له قوم او سیمې سره تړلې دی. هیڅوک ځان د افغانانو د رایو مالک نه شي بللای او دغه ستره بریا دې هغو شل فیصده افغانانو ته مبارک وي چې عمر یې د اتلسو او څلوېښتو کلونو تر منځ دی.
 
کاندیدان هم هر یو خپل ځلا بریالی اعلانوي خو دا سپیناوی به د حمل پر څلورویشتمه کېږي او دروغ او ریښتیا به یې د کمیسیون له خوا اعلانېږﺉ، اوس به وار له مخه د چا د ګټلو او بایللو خبرې نه کوو.
خو په دې ټولو کې ستره بریا، بې ساري بریا، د ویاړ او افتخار وړ بریا د افغانستان د مطبوعاتو ده. هم د کامپاین په اوږدو کې هم د ټاکنو پر ورځ او هم له ټاکنو وروسته د څېړنو او ځیرنو پر مهال د افغانستان مطبوعاتو څرګنده کړه چې ټول، پرته له استثنا ملي صبغه لري او له د یارلسو کالو په کمه موده کې د پوخوالي هغې درجې ته رسېدلي دي چې ګڼ اسیایي، افریقایی، د جنوبي امریکا او حتی د اروپا او شمالي امریکا ډېر زاړه مطیوعات لا هم نه دي ور رسېدلي.
 
د مطبوعاتو د کورنۍ د یوه غړي په حیث د افغانستان ټولو ژورنالیستانو، رسنیو، مبصرینو او د مدني ټولنې فعالالنو ته د دغې سترې بریا مبارکي وایم او لا ډېر بریالیتوب یې غواړم.