د خالد نجیم ليکنه  
په افغانستان کې له سره د ټاکنو چمتوالی او پيل له درغليو او د ولس له اندېښنو سره مل وو، دا ځکه چې د ټاکنو کمېسيون په ماشومانو د رايو کارتونه وېشل او يا يې هم ډېری کسانو ته دوه او درې کارتونه ورکړل. په دې برخه کې خپله د کمېسيون کسانو ته ګوته نيول کېږي، چې په پوره ايماندارۍ يې کار ندی تر سره کړی.
په هېواد کې د ولسمشریزو ټاکنو روڼوالی هغه مسئله ده، چې تل تر بحثونو لاندې نيول شوې او د خلکو اندېښنې هم ورسره تړلې دي، دا ځکه چې د هېواد د برخليک خبره ورسره نېغ په نېغه غوټه ده. دغه ټاکنې له دې امله مهمې ګڼل کېږي، چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې يو شمېر نړیوال ځواکونه له افغانستان وتونکي دي او د امنیت بشپړې چارې به افغان لوري ته سپارل کېږي.
له بل لوري نور بايد افغانستان د خودکفايۍ په لور ګامونه اوچت کړي او دا کار هله شونی دی، چې د راتلونکو ټاکنو په مټ يو داسې کس بريالی شي، چې افغانستان ته نجات ورکړي، نه دا چې د تباهۍ دوزخ ته يې ور ټېله کړي.
د ولسمشرۍ او ولايتي شورا ګانو کانديدانو هم له سره درغليو ته مخه کړې، له دې امله چې د هېواد په ډېری سيمو کې ناامنۍ وې او دوی نشوای تلای، نو ښه يې وګڼله، چې معلوم شمېر کارتونه د پيسو په زور راټول کړي او لاسليکونه يې بيا د خپلو کورنيو د غړو په مټ پوره کړي.
اوس اندېښنې دا دي، چې د راروان ۱۳۹۳ کال د وري مياشتې په ۱۶مه نېټه به د ټاکنو برخليک څه ډول شي، د درغليو مخه به ونيول شي او که به پرېښودل شي، چې ميدان شغالي شي او هرڅه په صفر ضرب شي.
د افغانستان لپاره دا ټاکنې تر تېر هغه يو څه سرنوشت ټاکونکې بريښي، د نور څه ترڅنګ د هغو اقتصادي لګښتونه هم بايد په پام کې ونيول شي، چې پرې شوي او کېدونکي دي.
په دې هېواد کې په تېرو ۱۲ کلونو کې دوه ځله د ولسمشرۍ او دوه ځله د ولسي جرګې لپاره ټاکنې تر سره شوې، خو وروستۍ هغه يې له سختو ناندريو سره مخ شوې، دا ځکه چې له يوه لوري پکې د بهرنيانو لاسوهنې وې او له بل لوري، يې روڼوالي ته پام ونشو، نو اوس ځکه د هغه له تکرار جدي وېره پکار ده او د مخنیوي غږونه ډېر اوچتېږي. د دې ټاکنو کټه هم افغانستان ته او زيان به يې هم افغانستان ته ډېر وي.
تېره ورځ مې د ولسي جرګې له يوې وکيلې سره خبرې کولې، هغه ويل، تېر ځل چې کله موږ  پارلماني ټاکنو ته سره ودرېدو نو ډېری کسان به راغلل، چې د رايو زرګونه کارتونه به يې په کڅوړو کې اچولي وو او د بولۍ په څېر به يې د کانديدانو ترمنځ ورباندې چنې وهلې، ان ددې ضمانتونه به يې کول، چې په صندقونو کې يې اچول هم د دوی په ذمه دي، خو مسئله په پيسو پورې تړلې وه.
دغه ډول کسان هغه وخت يو شمېر قومي مخور او زورواکي وو او په راتلونکو ټاکنو کې هم همداسې ده، چې دوی سر له اوسه خپلې کاتې روانې کړې دي.
همدا اوس لا دوه نيمې مياشتې پاتې دي، چې په کليوالو سيمو کې د زورواکانو راج او باج پيل شوی دی. مياشت د مخه په غور کې وسله والو زورواکو له خلکو د رايو کارتونه راټول کړي، د دوی خبره دا ده، چې هغوی له دې کارتونو خپله کار اخلي د خپلې خوښې کانديد په ګټه به يې کاروي.
په روان بهير کې چې کله کارتونه وېشل شوي، لسګونه زره يې په درغليو پورې تړلي دي. پکار خو دا وه، چې هر کس ته د هغه د پېژندپاڼې يا تذکرې له مخې کارت ورکړل شوی وای. همدا اوس داسې شوي، چې د يوه کلي ملک تللی او د ټول کلي په استازيتوب يې کارتونه اخستي دي. په کارتونو کې دويمه مسئله د عکس ده، چې د هغه له مخې به يو کس خپله رایه کاروي، خو په ډېری سيمو کې چې ښځو کارتونه اخستي، عکسونه يې  پکې نه دي لګېدلي، په اصل کې خو دا ددې ټولنې د يو شمېر کسانو لپاره عار دی، چې پردي کسان يې دې د مېرمنې، خور، مور او… تصوير واخلي او يا دې هم په کومه پاڼه کې هغه ولګيږي، خو له بل لوري، دا څه يوې پراخه درغلۍ ته لار اوارولای شي، ځکه چې هر زورواکی به له دې نه استفاده وکړي د يوې رايې پر ځای به هرڅو يې چې زړه وغواړي هغومره وکاروي.
همدا اوس يو ښاغلی پېژنم چې په المارۍ کې يې ۲۰۰۰۰ د تېرو ټاکنو کارتونه خوندي کړي او دی هوډ لري، چې هغه به بيا کاروي.
د افغانستان په ټاکنو د څار او يو شمېر مدني ټولنو د هېواد په ګڼو ولايتونو کې د را روانو ټاکنو په تړاو درغلۍ ثبت کړې دي. دغه درغلۍ ټولې همدا ډول دي، لکه پورته مو چې ورته نغوته وکړه، خو دغه ټاکنې ورسته تر دې څنګه بريالۍ کېدای شي، څومره شونې ده، چې د رای ورکولو په ورځ رڼو او روښانه ټاکنو ته لار اواره شي.
کله چې د ټاکنو کميسيون د چارواکو خبرې اورېدل کېږي، هغوی هم له دې څه نه اندېښنه لري، خو د ټاکنو کمېسيون دنده د اندېښنې په ځای چمتوالی دی او د ټولو هغو خنډونو له منځه وړل دي، چې سر له اوسه يې ويني.
لا وخت دی، چې د ټاکنو د محلونو امنيت خوندي شي دا که په هر قېمت سره شونې وي، ځکه چې که نا امني وي، بيا هم زورواکي او د نفوذ خاوند ته لار هواريږي، چې لاسوهنه وکړي او هرڅه په خپله ګټه وکاروي. له بل لوري، ډېر وړ کسان د خپلې رای له کارولو هم بې برخې کيږي.
د يوه داسې ټيم روزل پکار دي، چې په ټولو مرکزونو کې په پوره ايماندارۍ سره څار وکړي او ان په مرکزونو کې د کمرو لګول اړينه چاره ده، څو په مټ يې په مرکزونو کې په درغلۍ ډکو شوي صندقونه بند شي.
د رنګ کيفيت مهم دی او هغه هم داسې، چې څوک ونه کولای شي، دويم ځلي او دريم ځلي رايه وکاروي.
که دې ته چمتوالی واوسېږي، نو د رڼو ټاکنو شاهدان به وو، کنه هم به لګښتونه ادر لاړ شي او هم به د هېواد راتلونکی له ګواښونو سره مخ شي.
 
يادونه : دغه ليکنه د ليکوال نظر څرګندوي ، نه د پژواک ادارې.