د عزت الله شمسزی ليکنه
په یو هيواد کې چې کلونه، کلونه په کې سیاسي واک په توره کچ ومیچ شوی نه په رایو پاڼو، خلک یې ګرم نه دي چې د راتلونکي سیاسي قدرت د لېږد په اړه اندېښمن وي. دا څو میاشتې له یوې خوا کورنۍ او بهرنۍ رسنۍ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د کورنیو جګړو او اقتصادي ستونزو په اړه د ناسمو او وېروونکو تبصرو، خبرونو او پیغامونو  کلاسټري بمونه د افغانستان په فضا کې شیندي او له بله پلوه د امنیتي تړون پر سر روانې ناندرۍ، دمخه تنظیم شوې ټاکنې او د دولت له مخالفینو سره روانه نامعلومه جګړه هغه اندېښنې دي چې د ۲۰۱۴ د هیولا تنه یې سازه کړې ده.
د ۱۳۹۳ ليږدیز لمریز کال ټاکنې به د افغانستان د دموکراسۍ یو ښه ټیسټ وي. که افغانستان له دغې ازموینې کامیابه ووت نو بویه چې ولس یې رښتیا هم دخپل سیاسي برخلیک د بدلولو لېوالتیا او وړتیا لري، که چيرې په سوله ییزه فضا کې د سیاسي واک په لېږد کې پاتې راغلل او ناندرۍ پیل شوې نو دا وېره شته چې د افغانستان بېړۍ یو ځل بیا له کورنیو کړکېچنو څپو سره مخ شي.
اوس چې ټاکنیز کمپاینونه هم له ویرې او تاوتریخوالي سره پيل شوي، په کلیو او ښارونو کې له زیاتو افغانانو سره ډول، ډول اندېښنې دي. له یوې خوا له امریکې سره د امنیتي تړون اندېښنه او له بلې خوا د ټاکنو او د ۲۰۱۴ کال په پای کې د نړیوالو ځواکونو د وتلو وېره او اندېښنه.  پر دې سربېره د ډېرو افغانانو په ذهنونو کې داسې پوښتنې هم شته چې ځوابول به یې وخت غواړي. د بېلګې په توګه راتلونکي ټاکنې وبه شي او که نه؟  که وشي په اول ځل به کوم کاندید په دې بریالی شي چې ۵۰٪ نه زیاتې رایې خپلې کړي او که ټاکنې به دویمې دورې ته ځي. د ټول هېواد او په ځانګړي توګه د رایو ورکولو د مرکزونو امنیت به خراب شي او که نه؟  نړیوال او په خپله افغان چارواکي چې ټاکنې د سیاسي قدرت د ليږد یوازینۍ وسیله ګڼي، آیا پر دې به بریالي شي او که نه چې لږ تر لږه ۵۰ فیصده رڼې، عمومي او ناپېیلې ټاکنې ترسره کړي. د ولسمشر حامد کرزي ملاتړ به له چا سره وي؟ امریکا د چا ملاتړې ده؟ د ټاکنو پایله به ومنل شي او که ناندرۍ به پیل شي؟ دا او دې ته ورته ډېرې نورې هغه پوښتنې دي چې نن سبا د ډېرو افغانانو په ذهنونو کې اوړي را اوړي او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه یې اندېښنې او خوش باورۍ زیاتوي.
د افغانستان اساسي قانون د بلې دورې لپاره اوسني ولسمشر حامد کرزي ته د بیا کاندیدېدلو اجازه نه ورکوي. اوسنی ولسمشر به تر دغې دورې وروسته په هېواد کې دننه ژوند کوي او په ارګ کې به اوسېږي. که چېرې راتلونکی ولسمشر د حامد کرزي د خوښې سړی وي نو ممکنه ده دده له تجربې او مشورې ګټه واخلي، مګر که دی یې په طبعې برابر نه و نو ښایي ولسمشر کرزی له یو شمېر ټولنیزو او امنیتي ستونزو سره هم مخ شي.  تر دې دمه په ښکاره ډول ولسمشر حامد کرزی له چا سره نه دی ولاړ، مګر د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره په یوولسو نوماندانو کې یو شمېر داسې نوماندان شته چې د اوسني ولسمشر حامد کرزي او امریکې لېوالتیا ورسره شته خو دا لېوالتیا به هله په قاطع مرسته او ملاتړ بدله شي چې له یوې خوا د ټاکنو ورځ رانږدې شي او له بله پلوه دغو نوماندانو خپل ځواک او وړتیا ښودلې وي. اوسمهال داسې اټکل کېږي چې قیوم کرزی او زلمی رسول دوه هغه کاندیدان دي چې ولسمشر حامد کرزی ورسره تر نورو زیاته خواخوږي لري، خو باید ولیدل شي چې په ټاکنیزو کمپاینونو کې څوک ښه ځلېږي او څوک په دې بریالی کېدای شي چې د ولس پام ځانته واړوي. له بله پلوه په دغه سیالۍ کې امریکا هم ښایي په څو ګاډیو شرط وتړي او پانګونه پرې وکړي. ډاکټر زلمی رسول، ډاکټر اشریف غني احمدزی، ډاکټر عبدالله عبدالله هغه کسان دي چې په دغو ګاډیو کې سپاره دي او له نورو سره سیالي کوي په دوی کې چې د هرچا ګاډۍ ښه مزل کولی شي ښایي د امریکې زیاته پاملرنه ور واوړي او د ګاډۍ د ټایرونو ښه خیال یې وساتي.
د د موکراسۍ دغه ټیسټ لکه دمخه مو چې وویل د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکی دی، ځکه په دغه ټیسټ کې دوه د پردې تر شا لوبغاړي داسې ځواکمن لاسونه دي چې یو یې دا تېر دولس کاله د افغانستان د واک پر تخت ناست دی، تر ډېره د افغانستان اداري او ټولنیز تشکیلات یې په کنټرول کې دي او بل یې داسې یو زورور لاس دی چې د نړۍ د سیاسي ځواک او ټکنالوژۍ ترڅنګ، د دموکراسۍ د تمرین رنګ رنګ وسایل، وسیلې او امکانات ورسره دي. د افغانستان خلک ویرېږي چې د دغو دوو فیلانو په جنګ کې دل نه شي او رایې یې د شلغمو په تول کې لاړې نه شي. افغانان په دې باور دي چې د ولسمشر حامد کرزي ځایناستی باید د دوی رایې وټاکي، نه فراډ، درغلي او یا هم له نورو لارو د خپلې خوښې کاندید د کامیابولو لپاره په ټاکنو کې نامشروع لاسوهنه.
د دغو دواړو لوریو مشروع مرستو او همکاريو ته افغانان هیله من دي او اړینه یې بولي، ځکه افغانستان لا هم د نړیوالو په ځانګړي ډول امریکې مالي مرستو ته اړتیا لري. همدا راز د هېواد د ولسمشر او دده تر واک لاندې کابینې له مرستې پرته هم ټاکنې ناشوني دي. مګر له دولته دا تمه ده چې خپل نفوذ او ځواک د ټاکنو په کامیابولو کې استعمال کړي، خپل ملي امنیتي ځواکونه سمبال کړي چې د هېواد په سرحدي چهاوڼیو او کلیو ښارونو کې د رایه ورکوونکو امنیت خوندي کړي، دولتي شخصیتونه خپل سیاسي نفوذ د خپلو ځاني ګټو لپاره نه، بلکې د ملي ګټو لپاره استعمال کړي او خلک ډاډه کړي چې ټاکنې به په ارامه فضا کې ترسره کېږي او د ولس د خوښې هغه کاندید به د ولسمشر په توګه ټاکل کېږي چې پنځوس جمع یو رایې وګټي.
یوه خوش باوري او هیله چې د خلکو په زړونو کې شته هغه ځوان او لوستی نسل دی چې د هېواد د نفوسو زیاته برخه جوړوي، دوی په دې پوهېږي چې ۲۰۱۴ کال د دوی لپاره هغه کال دی چې افغانان به خپله په کې ځانونه بدلوي. که چېرې دوی د خپل سیاسي برخلیک د بدلولو په دې ازمون کې پاتې راغلل نو بیا په نړۍ کې داسې ځواک نه شته چې د دوی دبخت ستوری را ويښ کړي. همدا یې لامل دی چې د تېرو ټاکنو په پرتله دا ځل ځوان لوستی نسل په ټولنیزو رسنیو او مخامخ غونډو کې زیات فعاله دی او هڅه یې داده چې د پاکو، شفافو او عادلانه ټاکنو په کامیابولو سره د افغانستان تېرې دولس کلنې لاسته راوړنې او د افغانستان د سیاسي نظام ژوند له خطره وژغوري.
يادونه : دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندونه کوي نه د پژواک ادارې .