کابل (پژواک ٢٦ مرغومى ٩٢): د ولسمشريزو ټاکنو کانديد، محمدشفيق ګل اغا شېرزى وايي، چې که له امريکا سره دوه اړخيز امنيتي تړون لاسليک نه شي او بهرني ځواکونه افغانستان پرېږدي، نو نو دا هېواد به بيا د ترهګرو پر ځالې بدل شي.

شېرزى وايي، داسې وشي نو نړيوال ځواکونه به بيا هم اړ وي، چې دغه هېواد ته راشي.

نوموړي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل؛ له امريکا سره امنيتي تړون د افغانستان په ګټه دى.گل اغا شيرزى

ده زياته کړه: "امريکا ته همدا اوس وايم، چې د افغانستان خلک ټول ستاسې موجوديت، د نړيوالې ټولنې موجوديت د افغانستان د خلکو په خير ويني، خپل امن په کې ويني، خپله ابادي په کې ويني."

شېرزى ډاډ څرګندوي، چې د ولسمشر کرزي په مشرۍ حکومت به دا تړون لاسليک کړي.

ده زياته کړه: "رييس جمهور صاحب دا هم ويلي، چې امنيتي تړون د افغانستان د خلکو په ګټه دى. د افغانستان مشورتي جرګې هم دا فيصله وکړه، روشنفکرانو او د افغانستان سياسيون، ټول دا وايي چې دغه تړون بايد امضا شي."

 دا د افغانستان د خلکو او نړيوالې ټولنې په ګټه دى، که دا تړون لاسليک نه شي او بهرنيان له دغه مملکته ووځي، نو بيا به هم مجبور وي، چې بېرته به راځي، تروريزم بيا په افغانستان کې ځاله نيسي او دوى به بېرته مجبوره وي."

شېرزي په دې مرکه کې د افغانستان لپاره پر خپلو راتلونکو پلانونو رڼا واچوله؛ د ښځو د حقونو، د بيان ازادۍ او د دولت له وسله والو مخالفينو سره خبرو اترو په ګډون پر اداري فساد، حکومتولۍ او د هېواد پر روانو چارو يې خپل نظر څرګند کړ.

ده په افغانستان کې د سولې او ټيکاو راوستل له خپلو کاري لومړيتوبونو ياد کړل او ژمنه يې وکړه چې له هرې ممکنې لارې به په افغانستان کې سوله ټينګوي.

ده زياته کړه: "درته ويلى شم، چې زه به د افغانستان له جيدو علماى کرامو، د افغانستان له قومونو او هغو سياستوالو له طريقه د يوه ټيم په موجوديت کې، چې هغه طالبانو او د افغانستان حکومت ته بې طرفه ټېم وي او يوه بې طرفه جرګه وي، د هغه له طريقه زه غواړم دا خپله سوله په خپل مملکت کې راولم."

شېرزي ښه حکومتداري او خلکو ته د ښو خدمتونو وړاندې کول هم په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په برخه کې اغېزمن وبلل او ژمنه يې وکړه، چې که بريالى شي، نو چارواکي به د اهليت له مخې پر دندو ګوماري.

ده زياته کړه: "هو له هر قوم څخه يوې وظيفې ته د اهل سړي ټاکل زما وظيفه ده، ځکه چې افغانستان له اقوامو څخه جوړ دى، مګر کار به اهل کار ته سپارل کېږي. مصلحتي اداره نه جوړوم، مصلحت نه کوم، ١٢ کاله مصلحت وشو، نور بس دى نور بايد موږ نظام جوړ کړو."

شېرزي د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره د پياوړې ادارې رامنځته کول اړين وبلل او ويې ويل، چې که د قانون حاکميت رامنځته شي، دا په خپله د اداري فساد په مخنيوي کې عمده رول لري.

خو د دې تر څنګ شېرزي وويل، چې د اداري فساد د عواملو د له منځه وړلو لپاره به کوټلي ګامونه پورته کوي.

دا مرکه په بشپړه توګه لاندې ولولئ!

پوښتنه: په افغانستان کې شته ستونزو ته په کتو مو څنګه پرېکړه وکړه، چې راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته ځان کانديد کړئ؟

ځواب: کله چې زه په ننګرهار کې والي وم، کار مې کاوه او د خلکو په خدمت کې وم، د خلکو او ولس په غوښتنه ما ځان کانديد کړ، د افغانستان د خلکو د خير او نجات په خاطر او په افغانستان کې د سولې او امن د راوستلو په خاطر ما ځان کانديد کړ، دا زما په وجود کې انشاالله په توکل د خداى امکان لري، نو په دې خاطر د خلکو هم دا غو ښتنه وه، چې ته ځان کانديد کړه، ما هم ځان کانديد کړ، نو خداى ته زه اميد لرم، چې د افغانستان مسلمان ولس پر ما اعتماد وکړي او ما کامياب کړي.

پوښتنه: د افغانستان اوسني حالت ته په کتو ستاسو له نظره افغانستان څنګه ولسمشر ته اړتيا لري، چې د کومو خواصو درلودونکى وي؟

ځواب: د افغانستان ولسمشر بايد بې طرفه وي، بايد په افغانستان کې د وحدت ملي تر چتر لاندې ښه حکومتداري رامنځته کړي، له همسايه او اسلامي ممالکو سره او له نړيوالې ټولنې سره بايد نيکې اړيکې ولري، نو هغه کولى شي چې په افغانستان کې د يوه ښه نظام د راوستلو لپاره کامياب او موثر کانديد و اوسي.

پوښتنه: شېرزى صېب! که بريالى کېږئ نو کاري لومړيتوبونه به مو څه وي؟

ځواب: اولنى شرط د حکومتدارۍ امنيت دى؛ بايد په افغانستان کې موږ د امنيت په رابطه خپلې هلې ځلې وکړو، که زه الله پاک کامياب کړم او له ترجيح د سولې پروګرام ته ورکوم کومه ستراتيژي چې ما د سولې په رابطه جوړه کړې ده او کومه چې زما تګلاره ده، هغه به تعقيب کړم او د خپل افغانستان د مسلمان ولس، د ګاونډي او اسلامي ممالکو او له نړيوالې ټولنې سره په مشوره، چې کومه تګلاره ما جوړه کړې ده، زه به يې له مخې د سولې پروګرام مخته وړم.

د امنيت موضوع راته ډېره مهمه ده؛ که سوله راغله، امنيت په خپله راځي، زموږ ترجېح سوله ده.

پوښتنه: په دې کې شک نشته چې اوسنى حکومت هم د سولې لپاره هلې ځلې کوي، د سولې شورا يې رامنځته کړې، له کورنيو او بهرنيو هېوادونو يې په دې برخه کې مرسته وغوښته، تر څو دلته سوله راشي، خو کومه نتيجه يې ور نه کړه، تاسو په څنګه امنيت راولئ، له اوسنيو هڅو سره به څومره توپير ولري؟

ځواب: دا هر څه فرق لري، هر ولسمشر يا هر انسان يا هره ډله هر ټېم چې جوړ شو، هغه ځان ته خپلې لارې لټوي، زه درته ويلى شم چې زه به د افغانستان له جيدو علماى کرامو، د افغانستان له قومونو او هغو سياستوالو له طريقه د يوه ټېم په موجوديت کې چې هغه طالبانو او د افغانستان حکومت ته بې طرفه ټېم وي او يوه بې طرفه جرګه وي، له دې لارې زه غواړم چې د دغه پروګرام له لارې سوله په خپل مملکت کې راولم.

پوښتنه: په افغانستان کې د روانې جګړې يو عمده بعد وسله وال مخالفين او په ځانګړې توګه طالبان دي، په تېرو کلونو کې چې هر ځل حکومت د سولې د خبرو پېشنهاد کړى هغوى رد کړى او ويلي يې دي، تر څو چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې وي، دوى له افغان حکومت سره خبرې نه کوي، تاسو به څه کوئ؟

ځواب: دا ډېر عوامل لري، ډېر مشکلات لري؛ ځيني شيان يې زه اوس ويلى شم او ځيني يې نه شم ويلى، که زه خداى کامياب کړم زه به د سولې پروسه په کاميابۍ سره مخ ته ورسوم، واقعًا کورنۍ ستونزې او له ګاونډيو هېوادونو سره يې چې موږ لرو، د سولې په پروسه کې چې موږ کومې ستونزې لرو، دا د دې لامل شو چې د سولې پروګرام کامياب نه شي، زما لومړۍ نېوکه دا ده چې سوله يوه معنا لري او دعوت بله معنى؛ دعوت معنى جنګ، طالبان پوهېږي چې (حکومت) هم سوله غواړي او هم جنګ راسره کوي! يعنې موږ تاسو وينو چې په ولاياتو کې دعوت پيل دى، طالبان راجمع کوي او وسلې يې تسليموي، دا خپله جنګ دى.

سوله جلا خپل اساس لري، خپله جرګه لري، خپل اصول لري، د افغانستان له خلکو، همسايه ممالکو او نړيوالې ټولنې او شخصاً ما په خپله چې د طالبانو له بعضو لوړپوړو چارواکو سره خبرې کړې دي او دلته راغلي او اوس هم په کابل کې دي، ډېر مشهور وزيران، مشهور خلک دي، له دوى سره مو خبرې کړې دي، د دې (سولې) لپاره مو يوه ښه برنامه جوړه کړې ده، د دې برنامې چوکاټ کې به انشاالله خداى ته اميد لرم چې زه به افغانستان ته سوله راولم، ځکه چې زه په خپله يو بې پلوه سړى يم، له چا سره قومي او تنظيمي اړيکې نه لرم، جهاد مې د خداى لپاره کړى دى، په دې وطن کې مې د چا وينې نه دي تويې کړې او د سولې طرفدار يم.

پوښتنه: تاسو د سولې او دعوت خبره وکړه، داسې انګېرنې شته، چې طالبان خپلواک نه دي يا هم د بل چا په اشاره جګړه کوي، ولسمشر کرزي هم تل دا خبره کړې ده، تاسو هم په دې باور ياست؟

ځواب: طالبان خپلواک دي خو موږ يې خپلواک نه بولو، خپلوا ک دي؛ بايد موږ يو داسې پروګرام ولرو چې طالبان په خپل مملکت کې له موږ سره خبرې وکړي، خو دغه چانس ورته نه دى پيدا شوى، دا سوله چې نه راځي، لامل يې همدا دى يو ځل وايي چې سوله درسره کوم، يو ځل ورته وايي، چې خپلواک نه دي؛ نو بيا به څنګه طالبان سوله کوي!؟

پوښتنه: که طالبان د سولې خبرو ته حاضر نه شي، تاسو به هم د دغه حکومت په څېر هم د سولې خبرې کوئ او هم به جګړه مخته وړئ، که نه، يواځې پر سولې باور لرئ؟

ځواب: اول د افغانستان د خلکو امنيت ما ته ډېر مهم دى، موږ بايد قوي سنګر ولرو، موږ بايد هغسې يوه جرګه جوړه کړو، چې هغه به د ا فغانستان د اساسي قانون په موجوديت کې د طالبانو د قناعت وړ وي، هغه څه چې دوى (طالبان) يې غواړي، هغه څه چې موږ غواړو او د افغانستان خلک يې غواړي، پر يوه داسې پرېکړې به سره توافق ته ورسېږو، چې د افغانستان په خير به وي.

پوښتنه: تاسو د قوي سنګر خبره وکړه، له قوي سنګر څخه مو موخه څه ده؟

ځواب: قوي سنګر، پر هر حکومت باندې د افغانستان خلک حق لري چې امنيت يې وساتي، موږ بايد قوي امنيت، قوي سنګر ولرو او له قوي سنګر څخه خبرې وکړو؛ يعنې قوي سنګر دا چې موږ په خپله په افغانستان کې يو اسلامي اساسي قانون لرو، بايد ټول ورته په احترام وګورو، د همدې اساسي قانون په موجوديت کې بايد موږ د خپل ولس امن وساتو، چې پر موږ قانوني حق لري.

پوښتنه: تاسو وړاندې د طالبانو د قناعت خبره وکړه، د هغوى يوه مهمه غوښتنه تل دا وه چې بهرنيان له افغانستان څخه ووځي، که تاسو بريالي شئ نو چمتو ياست چې دغه کار وکړئ؟

ځواب: دوى دې اول سوله ومني، دوى دې پر يوه شي توافق وکړي، بهرنيان په خپله وځي، که په افغانستان کې جنګ نه وي، قانونيت او ورورولي راغله، په افغانستان کې ديموکراسي راغله او په قدرت باندې جنګ نه وي، په جنګ او ټوپک باندې هېڅلکه نه کلى او نه وطن اباد شوى دى، نه دوى کامياب شوي او نه موږ کامياب شوي يو، دا ٣٥ کاله کېږي چې په افغانستان کې جنګ دى، چا پنځه کاله چا درې کاله حکومت کړى، مملکت يې تباه او برباد کړى دى.

پوښتنه: دا خبره خو اوسنى حکومت هم کوي، چې که سوله راشي نو دوى (بهرنيانو) ته موږ هېڅ ضرورت نه لرو، دوى به ځي له دې ځايه، خو هغوى (طالبان) دا خبره نه مني.

ځواب: مخکې مې هم و

شېرزى: که بهرنيان لاړل، افغانستان د ترهګرو پر ځالې بدلېږي

ويل چې د طالبانو او حکومت تر منځ په ځينو خبرو کې اختلافات او مشکلات شته، داسې نور سياسي مشکلات هم شته، پاکستان او د افغانستان حکومت رښتيا نه سره وايي او يو پر بل اعتماد نه لري.

دلته که د اعتماد فضا راغله، که داسې ولسمشر دلته راغى چې که هغه ګاونډي ملکونو ته قابل د قبول و او اسلامي ممالکو او نړيوالې ټولنې ته قابل د قبول و، دا اطمينان درکوم چې هغه وخت به افغانستان ته سوله راځي، امن به راځي او په افغانستان کې به د ابادۍ بنياد شروع کېږي.

پوښتنه: يعنې تاسو د افغانستان سوله په دې کې وينئ چې داسې ولسمشر وي چې ګاونډيو هېوادونو ته د منلو وړ وي؟

ځواب: له ګاونډيانو سره ښې اړيکې ولري، دوه وروڼه حساب په منځ کې (برادر با برادر، حساب برابر). بيا درته وايم غلط سياست، غلطه پاليسي، بنياد د مملکت اوباسي، غلطه پاليسي، غلط ويل، دروغ ويل، په دروغو باندې يو مملکت نه کاميابېږي، يوه پاچا د مملکت ته دروغ ويل عيب دى.

پوښتنه: نو په دې تېرو کلونو کې خو به زموږ ولسمشر دروغ نه وي ويلي؟

ځواب: کوم سياست چې موږ وايو له خپلو همسايه ممالکو سره يې مخته يوسو، په هغه شکل نه دى شوى، موږ سره همسايه ممالکو درواغ ويلي دي، نو زموږ رييس جمهور هم مجبور شوى دى سياست ورسره کوي. بيا درته وايم په غلط سياست موږ خپل کور نه شو جوړولى.

پوښتنه: په افغانستان کې د سولې د تامين لپاره د نورو چارو ترڅنګ امنيتي ځواک ډېر مهم دى، تاسو به امنيتي ځواکونه څنګه سمبالوئ او روزنه به ورکوئ؟

ځواب: موږ د ملي نارې وهو، چې بايد ملي اداره راشي، ملي اردو، ملي پوليس، ملي امنيت، امنيتي ځواکونه او اداره ملي شي، خو بدبختانه زموږ اداره تر اوسه پورې ملي شوې نه ده، زموږ پوليس او قوماندان د هماغو (د خپلو) ولايتونو دي، واليان د هماغو ولايتونو دي، امنيت ملي هم په همدې شکل، هر کله چې اداره ملي شوه، دا اطمينان درکوم چې هم به فساد ورکېږي، هم به امنيت راځي.

پوښتنه: يعنې څنګه ملي شي؟

ځواب: زه وايم چې د مزار وي بايد په جلال اباد کې قوماندان وي، د جلال اباد په قندهار کې وي، که د هرات وي په کونړ کې قوماندان وي، په دغه شکل بايد پوليس، قوماندان، ولسوالان او واليان وټاکل شي، بايد يوه ملي اداره جوړه شي، بدبختانه موږ او تاسو يې وينو چې نه ده شوې.

د ځينو زورواکانو واليان ناست دي، قوماندانان يې ناست دي، څوک يې ايسته کولى نه شي، که خداى کامياب کړم زه د افغانستان ولس ته اطمينان ورکوم چې زه به په افغانستان کې ملي اداره جوړوم، تر امنيت وروسته دويم قدم به مې ملي حکومت وي، ملي اداره به جوړوم.

پوښتنه: زموږ هدف د امنيتي ځواکونو تجهيز او روزنه وه، د افغانستان امنيتي ځواکونه هوايي ځواک نه لري، دا به تاسې څنګه سمبالوئ؟

ځواب: په دې اړه خو تاسو د تلويزيونونو له لارې د ولسمشر، وزارت دفاع، وزارت داخلې او د نړيوالې ټولنې خبرې اورېدلې دي، چې د څو کلونو لپاره د افغانستان د پوليسو او اردو لپاره د تجهيزاتو ورکولو ژمنې شوې دي. اروپايي اتحاديې او همدا ډول نړيوالې ټولنې ټولو دا واضح کړې چې موږ به د افغانستان د اردو، پوليسو او استخباراتو مشکلات حلوو، قدم په قدم دا روان دي او پروتوکولونه له بين المللي ټولنې او خصوصاً امريکا سره شوي دي.

پوښتنه: د افغانستان د امنيتي ځواکونو د روزنې لپاره امريکايانو دا شرط اېښې چې ورسره به تړون لاسليک کېږي، بيا به ستاسو امنيتي ځواکونه روزو او تجهيزوو او ملاتړ به يې کوو، تاسو د دغه تړون ملاتړ کوئ؟

ځواب: ولسمشر صاحب هم دا ويلي دي چې امنيتي تړون د افغانستان د خلکو په ګټه دى، د افغانستان مشورتي جرګې هم دا فيصله وکړه، روشنفکرانو او د افغانستان سياسيون، ټول دا وايي چې دا تړون بايد امضا شي، دا د افغانستان د خلکو او نړيوالې ټولنې په ګټه دى، که دا تړون لاسليک نه شي او بهرنيان له دې مملکته ووځي، نو بيا به هم مجبوره وي بېرته به راځي. ترهګري بيا په افغانستان کې ځاله نيسي او دوى به بېرته اړ باسي، په ځانګړې توګه ګاونډي او عربي هېوادونه دا به له سختو ستونزو سره مخ کېږي. نو زه اميد لرم چې امنيتي تړون لاسليک شي او نړيواله ټولنه هم بايد په دې باندې ډېر تاکيد ونه کړي. امريکا ته همدا اوس وايم چې د افغانستان خلک ټول ستاسې موجوديت، د نړيوالې ټولنې موجوديت د ځان په خير ويني، خپل امن په کې ويني، خپله ابادي په کې ويني. موږ هره فيصله چې کوو هغه د عنعنوي جرګې له لارې کوو، که ستراتيژيک تړون امضا شوى دى که امنيتي تړون امضا کېږي، د مشورتي جرګې غړو ورته ويلي چې دا تړون بايد لاسليک شي، انشاالله دا تړون هم امضا کېږي.

پوښتنه: تاسې د دغه تړون د لاسليک په برخه کې د ولسمشر له شرطونو سره چې امريکايي ځواکونه دې د افغانانو کورونو ته نه ورځي او له طالبانو سره د سولې د خبرو بهير دې عملاً پيل شي، ملاتړ کوئ که نه پرته له شرطونو دې لاسليک شي؟

ځواب: د سولې په رابطه خو زموږ هر افغان دا نارې وهي، موږ نړيوالې ټولنې ته ويلي چې خارجي مداخلې بايد بندې شي او په سوله کې بايد له موږ سره همکاري او کومک وکړي، دا خو هر افغان وايي، رييس جمهور يې هم وايي، موږ د رييس جمهور خبره تاييدوو، هر افغان دا وايي چې نړيواله ټولنه د دې لپاره افغانستان ته راغلې چې سوله راشي، امنيت راشي، ښه حکومتداري ټينګه شي او نظام راشي، دا خو له دوى زموږ خواهش دى او کورونو ته د ورتګ مسئله خو، اوباما کرزي ته د ليک لارې وويل چې موږ د افغانانو کورونو ته نه ورځو.

پوښتنه: که بريالي شئ ستاسو د حکومت جوړښت به څنګه وي، د اوسني حکومت په اړه ويل کېږي چې ډېر په کې قومي معيار څرګند دى، ستاسو د حکومت جوړښت به هم دغسې وي؟

ځواب: د قومونو حيثيت ته کتل ډېر مهم کار دى، خو شخصًا زما دا نظر دى چې د روابطو پر ځاى بايد ضوابط حاکم شي، کار بايد اهل کار ته وسپارل شي، هلته به د قومونو حيثيت او حقوق بايد په نظر کې ونيول شي؛ مګر په داسې شکل نه چې دوى پرې پوهېږي نه او ووايي دا والي وټاکه، دا وزير وټاکه، دا کار به قطعاً زه ونه کړم، د شېرزي دا وظيفه نه ده، هو! له هر قوم څخه يوې وظيفې ته د اهل سړي ټاکل زما وظيفه ده، ځکه چې افغانستان له اقوامو څخه جوړ دى، مګر کار به اهل کار ته سپارل کېږي، مصلحتي اداره نه جوړوم، مصلحت نه کوم، ١٢ کاله مصلحت وشو، نور بس دى. نور بايد موږ نظام جوړ کړو، نور هر څوک چې دى که موړ شوى دى، موړ شوى دى، که يې چور کړى دى، چور يې کړى دى، که يې غصب کړى دى، غصب يې کړى دى، نور يې بس دى. نور بايد صحيح او پر خپلو پښو ولاړ، مسلکي، علمي، قانوني حکومت او اداره جوړه کړو.

پوښتنه: تاسو وړاندې په خپلو خبرو کې د زورواکانو خبره وکړه، هغوى څوک دي او د کاميابېدو په صورت کې به ورسره څه وکړئ؟

ځواب: هغه تاسو معلوم دي، که خداى يو ښه حکومت او ښه نظام راوست، هغوى به انشاالله بيا په خپلو کورونو کې ناست وي، دا حرکتونه به ونه کړي، که زه خداى کامياب کړم، بيا به هم ورته وايم چې عزيزانو د دې وطن د خير لپاره قدم پورته کړئ، نه د شر لپاره يا د خپلو شخصي ګټو لپاره.

پوښتنه: حساب به هم ورسره کوئ؟

ځواب: دا کار به په هماغه وخت کې د حکومت او ادارې او له خپل ټېم سره په مشوره کوم، زه داسې سړى نه يم، له خداى پرته له بنده څخه نه وېرېږم، که زه خداى کامياب کړم، ما کفن پر سر تړلى دى.

پوښتنه: بله عمده ستونزه په افغانستان کې د اداري فساد مسئله ده، د فساد د محو کولو لپاره څه کوئ؟

ځواب: دا د ټولو افغانانو لپاره د شرم خبره ده، دا شرم موږ ټولو حس کړى دى. دا ورکېږي، ما درته وويل چې قوي اداره وي، قوي حکومت وي، دا به په سلو کې ٨٠ يا ٩٠ فيصده ورکېږي، خو ورک کوو يې.

پوښتنه: راپورونه ښيي چې په عدلي او قضايي ارګانونه کې فساد حتى خلک اړ کړي چې د طالبانو محاکمو ته ورشي، دغه ارګان به څنګه له فساده پاکوئ؟

ځواب: ما درته وويل چې د افغانستان خلک ښه حکومتدارۍ ته ضرورت لري؛ که ښه حکومتداري په افغانستان کې جوړه شوه، سوله به هم راځي، امنيت به هم راځي، اقتصاد به هم پياوړى کېږي، فساد به هم ورک کېږي، دا ټول شيان په ښې حکومتدارۍ پورې تړلي دي.

پوښتنه: تاسو د اقتصاد خبره وکړه، د افغانستان د خلکو اقتصاد به څنګه پياوړى کوئ، کومې سرچينې مو ورته په پام کې نيولې دي؟

ځواب: تخنيکي نه غږېږم، زه لنډ مثال درته وايم، که زموږ په وطن کې سوله او امنيت راغى، که موږ توريستانو (سياحانو) ته زمينه برابره کړو، چې دې وطن ته راشي او وګرځي او دلته په دې وطن کې سرمايه ګزاري وکړي، دا يوه اب و هوا زموږ لپاره تر هر قسم معدنونو بهتره ده، تاسو وګورئ دوبۍ نه ښه اب لري او نه هوا، نه اوبه لري، نه زراعت لري، نه تېل لري، مګر د خپل اقتصاد ٨٠ فيصده عوايد له سيلانيانو څخه لاس ته راوړي. په خداى مې دې قسم وي چې افغانستان د يوې اب و هوا په خاطر لکه دوبۍ درته وځلوم. زه به هم د اقتصاد پوهانو يو ښه ټېم جوړ کړم، زه غواړم په هره برخه کې يو يو کمېسيون وي، د اقتصاد په برخه کې، د امنيت په برخه کې همدا ډول په نورو کارونو کې مې پلان دى چې جوړ کړم او کار اهل کار ته وسپارم.

ما په اقتصاد کې اسناد نه دي ترلاسه کړي، خو کار مې ډېر کړى دى، ٢٠ کاله مې ماموريت کړى، په ننګرهار کې چې والي وم ما د اقتصاد په رابطه قسم، قسم انکشافي پلانونه جوړ کړي دي، مختلفې پروژې مې مخته وړې دي، ما په ننګرهار کې په نهو کلونو کې ٥،٥ ميليارد ډالره بازسازي کړې ده.

پوښتنه: تاسو د بيارغونې په برخه کې ډېر مشهور ياست، نو د افغانستان د زېربنا لپاره چې ډېره مهمه برخه ده، څه کول غواړئ، په دې تېرو کلونو کې د زېربنا لپاره هغسې چې په کار وه توجه ونه شوه؟

ځواب: بدبختانه په دا ١٢ کال کې د زېربنايي پروژو په رابطه صحيح کار ونه شو، زه پر حکومت او نړيوالې ټولنې اعتراض لرم، د برېښنا او اوبو بندونه چې موږ ورته ضرورت لرو، جوړ نه شول. زموږ د اقتصاد اولنۍ سرچينه برېښنا ده، انرژي ده، موږ بايد انرژي پيدا کړو، موږ بايد اوبه پيدا کړو، خپل زراعت بايد مخته يوسو، افغانستان يو زراعتي ملک دى، ښه اب و هوا لري، نو زېربنايي پروژې د افغانستان د ژوند لپاره يوه سرچينه ده، که زه خداى کامياب کړم زېربنايي پروژې به که په پور وي، که له هرې لارې وي، پلې کوم، دا به مخته وړم او په دې کوچينو پروژو کار نه لرم، بايد غټې او اساسي پروژې چې د خلکو ژوند ورسره تړلى دى او د افغانستان اقتصاد ورسره تړلى دى، دا پروژې به پلې کوم.

او د کانونو په اړه به موږ په صحيح شکل، نه لکه د اوس په څېر چې د مس عينکو پروژې قرارداد له چين سره وشو، خو کار يې بند دى.

موږ بايد خلکو ته کار پيدا کړو، موږ په کندهار کې د نساجۍ فابريکه لرو، چې درې وخته په کې شل زره ځوانان کار کولى شي، مګر بدبختانه نه ده فعاله شوې، چې جوړه فابريکه نه شي جوړولى، نو دا وزير بايد په محبس کې پروت وي، په خداى مې دې قسم که يې بل ځاى ته ولېږم غير له محبسه چې ولې کار نه کوې، د تجارت او پلان له وزيرانو به پوښتنه کوم.

پوښتنه: طبيعې ده چې په همدې ډول به تاسې د روغتيا، تعليم او تحصيل او کرنې په برخو کې خپل پلانونه ولرئ، کوم څه چې له اوسني سيستم سره توپير ولري، تاسو په پلان کې لرئ؟

ځواب: د مملکت د پياوړتيا لپاره اولنى شرط تعليم دى، بدبختانه موږ چې د جنوب غرب مناطقو ته ګورو، تقريباً يو ميليون ځوانان بې تعليمه پاتې دي، تعليم زموږ لپاره ضروري دى، ځکه چې علم نه وي، نو په هغه ځاى کې بيا رڼا نه وي، وايي پوهنه رڼا ده.

پوښتنه: د هر پلان پلي کولو لپاره مالي سرچينو ته اړتيا ده، تاسو به مالي اسانتياوې څنګه برابروئ، اوسمهال تقريباً دولت د خپلو ټولو مامورينو تنخوا له بهرنيو مرستو ورکوي؟

ځواب: که موږ د فساد مخه ونيوله، په افغانستان کې هر څه شته، که موږ د فساد پر ضد مبارزه وکړه او صحيح حکومتداري مو جوړه کړه، هر څه لرو، زموږ لاس دې پرې شي چې موږ دې يې نور خارجيانو ته ونيسو. دا د فقر لاس بايد ونه نيسو، نور بايد موږ له نړيوالې ټولنې هغه کومکونه ترلاسه کړو چې موږ خپل مملکت پرې پر پښو ودروو.

موږ او تاسې له بانک جهاني او بانک اسيايي سره خپلې لارې لرو، تاسو وګورئ چې پاکستان په همدې وروستيو کې له چين سره د برق قرارداد وکړ، موږ هم کولى شو همدا ډول په مختلفو برخو کې پاکستان ته انرژي ورکړو، موږ هم دا لارې لرو.

پوښتنه: د بيان ازادي هغه څه دي چې اوسني حکومت په تېرو کلونو کې خپله لويه لاسته راوړنه بولي، په رسنيو کې پر چارواکو ډېرې نيوکې کېږي او هر څوک هر څه وايي، که تاسو بريالي کېږئ نو دا ازادي په همدې ډول ساتۍ که به محدوديتونه وضع کوئ؟

ځواب: په اسلام او د افغانستان په اساسي قانون او نورو قوانينو کې شخصت وژنه قانوني جزا لري، رسنۍ چې سالم انتقاد کوي، هغه اصلاح راولي، يو هغه دى چې د پيسو په مقابل کې يا د بل خارجي ملک په خوله رسنۍ شخصيت وژنه کوي، دا د رسنيو لپاره هم ښه کار نه دى او زموږ لپاره هم.شېرزى: که بهرنيان لاړل، افغانستان د ترهګرو پر ځالې بدلېږي

رسنۍ بايد ازادۍ او مستقلې وي او خاص او خاص د دې مملکت د خير او ښېګڼې لپاره کار وکړي، دا کومه نظر سنجي چې شوې وه، يوه ګروپ کړې وه، چې هغه قانوني صلاحيت يې هم نه درلود، د افغانستان د خلکو فکرونه يې ګډوډول، چې په دې برخه کې زما معاون اعتراض وکړ او له ټولو ټلويزيونو سره يې مصاحبه وکړه چې دا غلط دى. يعنې په قانوني شکل د افغانستان د اساسي قانون د مادو له مخې مو د دوى دا حرکت رد کړؤ بيا هم د افغانستان له رسنيو څخه زما هيله او ارزو دا ده چې د خپل هېواد او مظلوم ملت په فکر کې شي، له شخصيت وژنې خودداري وکړي، زه په خپله د ديموکراسي او د بيان د ازادۍ خواهشمند يم، خو په خپل چوکاټ او قانون کې.

پوښتنه: تاسو به د ښځو پر حقونو له تېري کوونکو سره څه کوئ؟

ځواب: الحمدالله زه مسلمان يم او موږ د افغانستان په اساسي قانون او په اسلامي قوانينو کې ښځو ته احترام لرو، په هره برخه کې به د هغوى له حقونو دفاع کوم.

پوښتنه: راځو د کډوالو مسئلې ته، په تېرو کلونو کې پاکستان او ايران له افغان مهاجرينو څخه د فشار د الې په توګه کار اخيستى دى، تاسو د دوى د بېرته راستنولو لپاره څه پلان لرئ؟

ځواب: اولنى هدف مو دا دى چې موږ دا زمينه سازي کوو، کله چې دلته سوله راغله، نو موږ به د خپلو د مهاجرينو هېواد ته د راستنېدو لپاره، پلان لرو، کله چې مهاجرين زموږ خپل ملک ته راغلل موږ له خارجي مداخلې څخه خلاصېږو، که زموږ مهاجرين راغلل او موږ په خپل هېواد کې ورته مدرسې او پوهنتونونه جوړ کړل، نو موږ به دلته ارام او اسوده يو.

پوښتنه: که په وروستيو کې د خپل بهرني سياست په اړه موږ ته ووايئ، بهرنى سياست به مو پر کومو اصولو ولاړ وي، له ګاونډيو هېوادونو او ستراتيژيکو ملګرو تر منځ به څنګه تعادل ساتئ؟

ځواب: زه غواړم چې له ايران، پاکستان او نورو ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکې ولرو او د دوى او امريکا تر منځ د ښو اړيکو د پياوړتيا لپاره قدمونه پورته کړو.

پوښتنه: د انتقالي عدالت د پلي کولو په مسئلې کې مو دريځ څه دى، تاسو به انتقالي عدالت پلى کړئ، تر څو په تېرو درې لسيزو جګړو کې له ښکېلو خواوو سره حساب وکړئ؟

ځواب: دا خو يوه واضح خبره ده، هر څوک چې پر چا عريضه ولري، هغه به خپله دوسيه مخته وړي او چې څوک عارض نه وي نو سړى څنګه دوسيه مخته بوځي، د دې لپاره بايد يوه ځانګړې محکمه جوړه شي، بيا به موږ وکولى شو چې د خلکو عريضې حل کړو، هر څوک چې پر هر چا باندې عارض وي، هغه خلک خو معلوم دي چا چې قتلونه کړي، مړي يې کړي دي، بيا هم په دې رابطه د مملکت په خاطر بعضې شيان په نظر کې نيول کېږي، دا به موږ له خپلو علماى کرامو، خپلو پوهانو او سياستوالو په ذريعه دا مشکلات حل کړو.

پوښتنه: وروستۍ پوښتنه دا ده، تاسو خپل د برياليتوب چانس څومره وينئ او په هلمند کې زموږ لوستونکي سميع الله ويلي چې ما قانع کړه تر څو رايه درکړم، څنګه يې قانع کوئ؟

ځواب په پښتو کې يو متل دى، وايي لمر په دوو ګوتو نه پټېږي، زما کار کردګي بايد ده (سميع الله) ته معلومه شي، ما په کندهار کې هم خدمت کړى دى، ما په کابل کې هم خدمت کړى دى. ړزى بايد يوولسو کانديدانو ته نومرې ورکړي، چې دا کانديد دا مشکلات لري او بل يې دا مشکلات لري، ما د دې وطن لپاره داسې کار کړى دى، چې ولسونه پر ما افتخار کوي، اوسني حکومت او د افغانستان اکثريت مدني ټولنو، احزابو ما ته مډالونه او تقديرنامې راکړي دي، نو دى بايد دې ته وګوري چې ګل اغا شېرزي د بلډوزر لقب ګټلى دى. دا چې ما د خپل وطن په بازسازۍ کې په ښې حکومتدارۍ او د اقتصاد په پياوړتيا کې هڅې وکړې، ما ته رييس صاحب جمهور د وزير محمداکبرخان مډال او د بلډوزر لقب راکړ. نو سمېع الله به د راډيو او ټلويزيونو له لارې زما د کارنامو په اړه اورېدلي وي، نو بايد ما ته رايه راکړي، بيا هم دا خپل دوست او بچي ته وايم چې ما د هوس لپاره ځان نه دى کانديد کړى، دا دې په ايمان ومني چې ما د وطن د جوړې او وحدت ملي لپاره ما دا کار کړى دى، که يې يقين او اعتماد راباندې وکړ، نو رايه دې راکړي، که يې ونه کړ نو بيا دې يې نه راکوي.