د امیرجان وحید احمدزی ليکنه
ټاکنې د ولسواکۍ مهم اصل او د سیاسي واک د لېږد ولسواکه او سوله ییزه لاره ده، په افغانستان کې د واک دغه وړ لېږد ته ډېره اړتیا لیدل کېږي، ځکه تر همدا پرونه پورې دلته تخت  په  بخت نه دی ګټل شوی، بلکې د نسکورولو، ځپلو، کمزوري کولو، پاڅونونو، کودتاګانو،  دسیسو، وژنو، جګړو، وسلو او زور له لارې د تخت او د واک د ترلاسه کولو هڅې شوې دي. زموږ اوږد تاریخ تر همدا څو کاله وړاندې پورې د واک د دغه وړ غیر قانوني لېږد او ترلاسه کولو پرېمانه بېلګې لري.
۱۳۹۳ کال په ولسواکه او سوله ییزه توګه له یوه منتخب ولسمشر څخه بل منتخب ولسمشر ته د سیاسي واک د لېږد د ازمون نوی پیل دی، خو لا هم په دې اړه بېلابېلې انګېرنې، اوازې او اندېښنې موجودې دي، خو خدای دې وکړي چې له سوله ییزې لارې (ټاکنو) د واک د لېږد په دغه ازمون کې بریالي راووځو او د واک دغه سوله ییز لېږد مو په هېواد کې همېشنی دود پاتې شي.
وایي چې ټاکنې یوه ملي پروسه ده، په ملي والي کې یې شک، ځکه نشته چې د ټول هېواد او ولس سیاسي برخلیک د ټاکنو له لارې د ولس  د رایو پرمټ ټاکل کېږي، خو درېغه چې له دغې ملي پروسې (ټاکنو)سره هم د نورو ډېرو ملي مسایلو، ملي ګټو او ملي ارزښتونو په څېر غیر ملي چلند کېږي.د ټاکنو پروسې سره د دغه وړ چلند د پړې (ملامتیا) ګوته چارواکو او ولس دواړو ته نیول کېږي.
د چارواکویا حکومت نیمګړتیا داګڼل کېږي چې له ټاکنو سره شعاري او پروژه یي چلند کوي، ځکه یوازې د ټاکنو په را نږدې کېدو سره ځینې تلویزوني او راډیویي اعلانونه خپروي، لوحې، پوسټرونه او بیلبورډونه چاپوي، ګرځنده نندارې، تمثیلي ټوټې، نمایشي، تکراري او مهالني محدود روزنیز پروګرامونه او نورې وړې ډرامګۍ جوړوي، دا هم په خپل ځای ارزښت لري، خو د ټاکنو په اړه د خلکو انګېرنو، اټکلونو او پوښتنو ته بشپړ ځواب نه شي ویلی.
په دې برخه کې بنسټیز کار پکار دی، ځکه ټاکنې نوې په افغانستان کې تجربه کېږي. د ټاکنو په ډول، ارزښت او د رایو کارولو په لارو چارو د خلکو د پوهاوي لپاره اوږدمهالي او همېشني کارونه او پروګرامونه پکار دي، داسې روزنیز او معلوماتي پروګرامونه چې رسنۍ، د نصاب کتابونه، ښوونیزې ادارې، د ټاکنو کمیسیون د عامه پوهاوي مبلغین او نورې دخیلې خواوې او بنسټونه په اونیو، میاشتو اوان کلونو کلونو له ولس سره د جوماتونو د ملا امامانو، رسنیو، روزنیزو غونډو، ناستو او نورو له لارې بحثونه وکړي.
دغه وړ ناستې او بحثونه باید پروژه یي، نمایشي او یو اړخېز نه وي. دا بحثونه او د عامه پوهاوي روزنیز پروګرامونه  دې د افغاني ټولنې د فکر، پوهې، انګېرنو، اټکلونو او اندېښنو پر بنسټ  د ټول هېواد په کچه ډیزاین شي. د ټولنې بېلابېل قشرونه (ښځې، نارینه، ځوانان، لوستي، نالوستي، کسبګر، ملایان، بزګر او نور) دې په دغسې بحثونو او پروګرامونو کې شریک شي، خو دا پروګرامونه د لکچرونو ورکولو پر ځای د بحثونو په بڼه پلان شي، یانې خلکو ته دمعلوماتو او روزنې ورکولو تر څنګ دې هغوی ته وخت ورکړل شي چې د ټاکنو په اړه خپلې اندېښنې، اټکلونه، انګېرنې او پوښتنې په ډاګه ووايي.  
مسوول کسان، مبلغین او روزونکي دې د هغوی د پوښتنو او اندېښنو د ځوابولو لپاره هغوی ته قانع کوونکي معلومات ورکړي. داسې معلومات چې د ټاکنو په اړه یې پوهاوی او باور دواړه زیات کړي، خو دا کار دې په یوې، دوو یا څو غونډو پورې نه محدودېږي، دلته باید اصل د غونډو شمېر، نه بلکې د خلکو رښتینی پوهاوی او د هغوی قناعت وي، تر څو په دې ډول هغوی د ټاکنو له عملي ښېګڼو خبر شي او د دغه وړ ښېګڼو د ترلاسه کولو لپاره د ټاکنو پروسې بشپړ ملاتړ وکړي. د ټاکنو د پروسې ولسي ملاتړ هم په خپله د دغې پروسې او هم د خلکو په ګټه دی.
د ټاکنو پروسې څخه د ټولو د نه ملاتړ، یا په دې پروسه کې د نه ګډون، سطحي چلند او یا هم پر دې پروسې د بې باوري عمده دلایل دادي چې:
·         اکثر د ټاکنو په اړه پوره معلومات نه لري.
·         ځینو ته ټاکنې یوه بهرنۍ ننداره اېسي.
·         ځینې یې حکومتي پروژه بولي.
·         ځینې یې په شفافیت او پایلو باوري نه دي.
·         ځینې یې لا هم خپل مسوولیت نه ګڼي.
·         ځینې لا هم په ټاکنو کې د خپل ګډون په ارزښت نه پوهېږي.
·         ځینې ممکن د ناامني، غفلت او نورو له امله له دغې پروسې سره سوړ چلند وکړي.
·         ځینې ممکن د حکومت د تېرو درغلیو، کړنو او ناخوالو له امله پرېکون وکړي.
·         ځینې ممکن د ټاکنو په بهیر کې د ځینو مسوولینو د درغلیواو لاس وهنو له امله په دغې پروسې بې باوري وي او داسې نور.
دا او ورته نور دلایل د ټاکنو د پروسې او ولس تر منځ واټن او بې باوري زیاتوي. حکومت او مسوول چارواکي باید د دغه واټن د له منځه وړلو لپاره ګټور او عملي ګامونه واخلي، ځکه د ولس له ګډون پرته به ټاکنې بې مانا او مشروعیت به یې هم د پوښتنې وړ وي.
نو که رښتیا هم ټاکنې ملي پروسه ګڼو او په دغه پروسه کې د ملت او ولس ګډون ارزښتناک بولو، نو بیا باید د ټاکنو د پروسې په اړه د ولس هغه ټولې اندېښنې، ستونزې، انګېرنې، پوښتنې او بې باورۍ چې په دې اړه یې لري، له منځه یوسو، خو دا هر څه یوازې په څو اعلامیو، اعلانونو او مرکو نه حلېږي، بلکې د دې لپاره عملي اقدام پکار دی، داسې اقدام چې ولس یې له زړه ومني او په دې باوري شي چې دا په رښتیا هم یوه ملي پروسه ده او په دغه پروسه کې د دوی رول، رایه او ګډون ارزښتناک دی. هغه مهال به نه یوازې د ټاکنو روڼتیا، بلکې مشروعیت  او حیثیت به یې هم خوندي وي او پایله به یې هم د منتخب ولسمشر او هم د ولس په ګټه وي.
 
يادونه : دغه ليکنه د ليکوال نظر څرګندوي ، نه د پژواک ادارې .