د غفور لیوال ليکنه
داسې هېوادونه شته چې هم خواري کوي اوهم فکر، پرمختللي او ماړه هېوادونه دي لکه جاپان، د جاپان خلک خواریکښ او ذهین دي، د ماشین په څېر کار کوي او د کمپیوټر په شان فکر.
داسې هېوادونه شته چې نه خواري کوي نه هم فکر، خو ماړه دي، د خلیج ځینې هېوادونه لکه عربي متحده امارات او نور داسې دي، د دوی لپاره بهرنیان هم فکر کوي او هم خواري، اروپایان ورته فکر کوي او آسیایان ورته فزیکي کار، دغه هېوادونه ماړه دي؛ خو پرمختللي نه دي، پرمختګ د فرهنګي ودې له یوه ټاکلي برید ( حد) څخه اوښتل دي. دغه هېوادونه پراخه طبیعي سرچینې لري. عربو ته خدای (ج) تېل او انرژي ورکړې ده. داسې هېوادونه هم شته، چې خواري او زحمت باسي، خو فکر نه کوي، خواراو غریب دي، لکه افغانستان. افغانان فزیکي خواري کوي، ډېر فکر نه کوي د تعلیم کچه یې ټېټه ده ځکه خو هم خوار دي او هم بې ثباته، له دې اړخه د نړۍ هېوادونه په نورو ډولونو هم ویشلی شو؛ ځینې هېوادونه پرمختللي دي خو ماړه نه دي، دوی فکر کولای شي خو د عربي نړۍ د هېوادونو په څېر سرچینې نه لري. یو شمېر اروپايي هېوادونه لکه یونان په دې ډله کې راځي.
څه هېوادونه هم سخته خواري کوي او هم فکر کولای شي خو ډېر ماړه او پرمختللي نه دي یو دلیل یې د ګڼ نفوس درلودل دي لکه چین او هندوستان، دغه دوه هېوادونه خورا چټک پرمخ ځي او د نړۍ په اقتصادي وده کې یې ځانته لومړي ځایونه نیولي دي، خو چین د سیاسي نظام ستونزه لري او هندوستان د نفوسو او فقر له ستونزې څخه ځورېږي.
ځینې هېوادونه داسې دي چې نه طبیعي سرچینې ډېرې لري، نه ډېر فکر کوي، او نه یې هم خواري ځای نیسي، افریقايي وروسته پاتې هېوادونه همداسې دي.
د بېلا بېلو هېوادونو په اړه له داسې سرسري انګېرنو څخه وروسته راځم خپلو ستونزو ته:
دا به منو چې موږ افغانان هم وروسته پاتې یو، هم خوار، هم وران شوي او هم وژل شوي. نه خواري کوو ( او که یې کوو نو ځای نه نیسي) او نه هم فکر کولای شو، یو خو د فکر کولو مشق نه لرو او بل یې تعلیم.
دا چې ولې دومره بدمرغه یو، لاملونه یې ډېر دي: سیاستپوهان وايي چې موږ په بد سیاسي موقعیت کې پراته یو او د خپل موقعیت بلهاریان یو، ټولنپوهان وايي چې زموږ ټولنیز جوړښت سم نه دی، په قومي ، ژبني، مذهبي او . . . ویشو نو سره ویشل شوي یو، انتروپولوژستان وايي: چې زموږ ټولنیزه ارواپوهنه همداسې ده چې خواري او فکر کول مونه خوښېږي، دا مو ټولنیز عادت دی، چې ژمی پیتاوي ته ناست یو او اوړی سیوري ته، لږ کار کوو، لږ فکر کوو او ډېر خورو او ډېرې خبرې کوو، تاریخ پوهان وايي: له تاریخي پلوه موږ ټول عمر په جګړو کې تېر کړی دی او فکر و کار ته نه یو وزګار شوي، انقلابیون وايي: موږ مستبدو او مرتجع حکومتونو ویده اووروسته پاتې ساتلي یو او د ویښتیا او روښانیتا پړاوونو ته یې نه یو پریښي، ملایان وايي: چې زموږ اعمال او نیتونه خراب دي، د خدای(ج) له لارې څخه مو ځان نه دی خبر کړی ځکه نو د خدای(ج) قهر را باندې نازل شوی دی. نړیوال وايي: چې افغانان تیار خواره دي، کار او فکر نه کوي بس لاس یې اوږد دی او ټول عمر مرسته او خیرات غواړي. افغانان وايي: نه دا د نړیوالو ګناه ده چې موږ داسې یو، د دوی سیاسي لوبې ددې لامل شوې چې موږ خراب او وروسته پاتې یو، اوس چې همدې نړیوالو خراب کړي یو، دا د دوی مسؤلیت دی چې بېرته مو جوړ کړي، دا مرسته او خیرات نه، بلکې زموږ پرې پور دی ...
هر څه چې وي، وي به، کیدای شي دا ټول دلایل سم وي خو حقیقت دا دی چې موږ پریوتي، ژوبل، وروسته پاتې او زخمي یو.
عجیبه داده چې په دې لیکنه کې (خواري) او (فکر) ډېر یاد شول، داسې ګومان پیدا کېږي چې د پرمختګ لپاره دا دوه کاره په کار دي (زحمت، فزیکي کار، تولید اوبشري ځواک) او ( فکر، پوهه، تجربه او تعلیم) که څه هم موږ ولیدل چې ښه، سالم او دیموکراتیک لیډرشپ ( سیاسي مشري)، طبیعي سرچینې، جغرافيايي موقعیت، نفوس او سیاسي ثبات هم د پرمختګ او مړښت لپاره مهم دي، خو د منځ ټکي یې هماغه زحمت ایستل او پوهه ده .
دا فکر ماته په جاپان کې پیدا شو. د هوکایدو پوهنتون د یوه لکچر لپاره مېلمه کړی وم، ددغه پوهنتون له استادانو سره مې په ځینو مسلو خبرې وکړې هڅه مې وکړه چې د پرمختګ، تکنالوژۍ او پوهې ددغه افسانوي هېواد د پرمختګ په رازونو پوه شم .
او کیدای شي زه، د خدای(ج) دغه بېچاره بنده، ډېر ناوخته په دې پوه شوم چې فکر کول ( د پوهې پیاوړي کول) او جسمي خواري او زحمت هم وګړی ( فرد) پرمخ بیايي او هم ټولنې ته د پرمختګ لار هواروي .
خودلته د فردي پرمختګ او د ټولنیز پرمختګ ترمنځ د مخامخ اړیکې ترڅنګ توپیر هم شته د فردي پرمختګ لپاره د شخص اراده، استعداد او توانمندي ضروري ده؛ خو ټولنه چې د اشخاصو مجموعه ده، د پرمختګ لپاره سالمې، روښانه او ژمنې رهبرۍ او مشرتابه ته اړتیا لري. د همداسې مشرتابه د رامنځ ته کولو لپاره هم خلک مسئول دي، ځکه : « هر ملت په هغه حکومت ارزي چې لري یې» په دومره لانجمنه نړۍ کې موږ افغانان په عجیب نامتوازن حالت کې یو؛ په ګڼو عرصو کې د پنځلسمې او شپاړلسمې میلادي پیړۍ له فکري عصر سره ژوند کوو، خو په ځینو برخو کې یویشتمې پیړۍ ته ننوځو، په افغانستان کې د مدرنیزم او زوړپال دودیال ژوند ترمنځ واټن د ټولنیز ټکر او ګډوډۍ لامل ګرځي .
په سرو ـ شنو انقلابونو کې زموږ یوه جدي ستونزه داوه، چې په کلکه د پردیو په مرستو پورې تړلي عادت شو. د افغانانو په عامه ذهنیت کې یو باور داسې دی چې تل به پیسې له بهره راځي، بهرنیان به راته پالیسي جوړوي، بهرنیان به راڅخه دفاع کوي او عقل به راښيي، تکنالوژي به رالیږي،فکر به راته کوي او خواري به هم راته باسي .
ددې په وړاندې به موږ دوه برخې کېږو : یوه برخه به له بهرنیو سره جګړه کوو، د جهاد، مقاومت، آزادۍ او خپلواکۍ شعارونه به مو پر سر نیولي وي او ډېر ځله به خپل خلک وژنو، دوهمه برخه به د بهرنیانو تر تخرګ لاندې ننوځو او د هغو په مرسته به نیم ونیمکله واک چلوو، هغه د خپلواکۍ په نامه هم چې راپاڅیدلي یو، په دې به نه پوهېږو چې سم خپلواک نه یو او د خپلواکۍ غوښتنې سرچینې مو هم له نورو بهرنیانو څخه اوبه څښي. بس نیم قاتل شوو، نیم مقتول . همدادی زموږ سیاسي ژوند.
موږ ته له اوږدې مودې راهیسې دا سودا او دا اندیښنې لوی لوی ماران او ښاماران شي او موږ وخوري ،چې ایا د همداسې دوه اړخیزه ټکرونو ترمنځ به تر کله یو بل وژنو؟ واکمن به د مقاومت بهیر ځپي او مقاومت به دا بل وژني خو په حقیقت کې به ریښتنې صدمه او زیان ملت ته رسېږي.
ددې دوه اړخیزه جګړې ترمنځ « درېیمي لارې» ته لږ سوچ نه کوو، د افراط او تفریط ترمنځ د تعادل خیال نه ساتو او د حل پر لارو فکر نه کوو، موږ افغانان دعمل اوعکس العمل ترمنځ تباه شو، پوزیشن او اپوزیشن مو وسله وال دي، دواړه ډزې کوي او ترمنځ یې خلک وژل کېږي .
د فکر او خوارۍ خلک یا نه لرو، یا یې لږ لرو، یا بهر ته تښتېدلي، یا یې څوک غږ نه اوري او اهمیت نه ورکوي .
د فکر او خوارۍ ایستلو خلک همدا د درېیمې لارې خلک دي، چې بالاخره به افغانستان ژغوري. دا وطن په څوکۍ، ټوپک او پېسو نه، بلکې په فکر، قلم او خوارۍ جوړېږي .
ددرېیمې لارې لارویانو ته د سټېج ورکولو لپاره د لیکنو دا لړۍ پیل کوو او هیله ده چې هېوادوال مو ملاوتړي او د قدرمنو قلموالو او روښانفکرو نظریات مو پر سمه لاره ورسیخ کړي، په همدې هیله .
يادونه : دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندونه کوي ، نه د پژواک ادارې .