دامیرجان وحید احمدزی ليکنه
رایه هم حق دی او هم امانت دی، خو له دغه حق او امانت سره په افغانستان کې ډېر سطحي، عاطفي او احساساتي چلند کېږي. دغه چلند ډېر وخت شعوري او لږ وخت غیر شعوري وي. له رایو سره دغه وړ چلند ګڼ او بېلابېل لاملونه لري، د سواد د کموالي اود عامه پوهاوي  د نشتوالي له امله اکثر د خپلې رایې په ارزښت نه پوهېږي، هغوی فکر کوي چې کیسه مخکې له مخکې جوړه ده او رایه ورکول هسې یو نماش دی، نو له دې امله یې زړونه ساړه دي.
ځینې رایه ورکولو ته لېواله نه وي. نه لېوالتیا هم خپل دلایل لري، د بېلګې په ډول یا له تېر منتخب حکومت څخه ښه خاطره نه لري، یا دتېر ځل رای ورکولو پرمهال د رای ورکولو په محلونو کې شته بې نظمیو او ګډوډیو زړه ور خوړلی دی. یا هم ممکن د امنیتي ملحوظاتو له امله خپل ځان او ژوند خوندي نه ګڼي. یا ښایي فکر کوي چې په ملیونونو رایو کې به، نو د دوی یوه رایه څه مانا ولري.
ځینو ته ممکن د رای ورکولو پر ضد تبلیغ شوی وي، حتی ورته ویل شوي وي چې رایه ورکول یو غیر اسلامي یا له دین سره په ټکر کې یو عمل دی او که څوک په دغه بهیر کې ګډون کوي، نو خدای مه کړه ایمان یې زیانېږي، نو یو شمېر ممکن د خپل ایمان د زیانېدو له وېرې له رای ورکولو څخه شاته شي.
ځینې بیا خپله رایه نوماندانو ته د هغوی د وړتیا او سپېڅلتیا له مخې نه بلکې، د قومي، سیمه ییزو، ژبنیو او نورو تمایلاتو له مخې کاروي. دا د رای ورکولو تر ټولو ټیټ معیارونه او ناوړه حالت دی، ځکه د دغه وړ رایو پرمټ واک ته د یو چا رسول په لوی لاس هېواد او ولس د تباهي کندې ته د ور ټېل وهلو په مانا دی.
یو شمېر خلکو دخان، ملک، وکیل او د مشر په نومونو د رایو راټولولو او پلورلو ته کار ویلی دی، همدا یې لوی کاروبار او سوداګري ده، سهار له یوه او ماښام له بل نوماند او یا د نوماندانو له استازي سره ناست وي، هر یوه ته د سلګونو، زرګونو او لکونو رایو لرلو دعوې او په قوم او سیمه کې د خپل نفوذ ستاینې کوي.
ځينې بیا په دې تمه ناست دي چې نن یا سبا به د کوم نوماند زنګ، استازی یا بلنه ورځي او ور غواړي به یې. له دغه وړ انتظار څخه ستړي شوي ښاغلي دومره عقده من شوي چې اندازه پرې تمامه ده. هغه بله ورځ د ولسي جرګې یو وکیل چې په تلویزوني بحثونو کې ځان تر نورو ډېر د هېواد او ولس رښتینی خواخوږی او تر نورو زیات ملي ګڼي وایي: ولا زړه مې وو چې فلاني صاحب ته رایې ورکړم او کمپاین ورته وکړم، ما ویل د ده لپاره به په ټول افغانستان راګرځم او د هر افغان د کور ور به ورټکوم چې ده ته رایه ورکړي، خو دا شل ورځې کېږي چې هیڅ احوال یې نه دی اخیستی، نه یې زنګ کړی، نو په ما هم ځان زیات نه دی خپل کار به کوي.
یو بل قومي مشر د قومي شورا په یوه غونډه کې په هسکه غاړه ویل: دا فلانی(د ولسمشریزو ټاکنو د یو نوماند نوم یې واخیست) به فکر کوي چې موږ مارکېټ او خریدار نه لرو، ولا دا اوس هم له هر چا ښه مارکېټ لرو، د فلاني او بیستاني نوماند چې ښې پیسې او امکانات هم لري، څو خبرونه او استازي راغلل، خو موږ وایوو ورک یې کړه له هغو راته همدا فلانی صاحب ښه دی، خو فلانی صاحب هیڅ ځان هم نه ښوروي، نو داسې خو نه کېږي چې ور ومې نه غواړي، مشوره راسره ونه کړي، نو ولاکه رایه په سترګو هم رانه وویني.
دا په افغانستان کې د رای ورکولو معیارونه دي، نو چې په لوی لاس د دغسې ټیټو معیارونو په رڼا کې ولسمشر وټاکو، نو سبا بیا په کوم حق او منطق د هغه د بې کفایتي شکایت وکړو، یا د ټولو نادودو پړه د هغه غاړې ته ور واچوو او ځانونه بې ګناه وګڼو، ځکه د دغه هر څه مسوولیت، خو همدا موږ ولس ته راجع دی. ولس چې له خپلې رایې سره دغومره بې غوري کوي او د ټیټو معیارونو( قوم، سیمې ، ژبې، پیسو او نورو ژمنو) له مخې خپلې رایې پلوري او کاروي، نو ښکاره ده چې پایله به یې همدغسې وي چې نه به د هېواد درد دوا کړی شي او نه هم د خلکو.
د رای ورکولو د ټیټو معیارونو په هڅونه کې ځینې نوماندان هم لاس لري، ځکه هغوی چې د  وړتیا، روښانه کړنلارې او د خلکو د راټولولو لپاره له دې مه واره بله انګېزه نه لري، نو مجبور دي چې خلک د قوم ، سیمې، ژبې، پیسو، مصنبونو او نورو په شعارونو او ژمنو تېر باسي او د هغوی رایې ترلاسه کړي.
کاشکې ولس خپلو اوسمهالو ستونزو ته په پام په یوه خوله او یوه غږ ویلي  وای چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې هغه چاته خپله رایه ورکوو چې:

  • غل، قاتل، خاین او جنایتکار نه وي.
  • پر افغان او افغانستان باور ولري.
  • پوهه، کاري تجربه او وړتیا ولري.
  • په اشخاصونه، بلکې په ولس حساب وکړي.
  • پر شفافیت او عدالت باور ولري او وې پالي.
  • اوسنی حالت دقیق درک او کنټرول کړای شي.
  • د راتلونکي لپاره ګټور او هر اړخېز پلان ولري.
  • د رهبري وړتیا ولري او په خپلو پرېکړو کې قاطع وي.
  • له نړیوالو سره د تفاهم ګډه ژبه رامنځته کړي.
  • له سیمې او ګاونډیانو سره د ښه ګاونډیتوب او متقابل درناوي په ارونو پوه وي.
  • دا او دېته ورته لسګونه نورې ښېګڼې او ځانګړنې ولري.

که چېرې ولس د دغسې معیارونو په رڼا کې وړ نوماند ته رایه ورکړي، نو باور دی چې له اوس مهالو ستونزو به مو د خلاصون ښه لاره موندلې وي.
يادونه : دغه ليکنه د ليکلوال نظر څرګندوي ، نه د پژواک ادارې .