د څېړندوی رفیع الله نیازی ليکنه
لغمان د تاریخ په اوږدو کې کله د یوې خپلواکې سیمې په توګه، چې نورې سیمې ورپورې تړلې وې، کله په یوې کوچنۍ درې پورې منحصر شوی، کله په کاپیسا، کابل، ګندهارا او ننګرهار پورې اړوند شوی او ځینو لیکوالو خو د سند او ملتان د پاچاهي کورنیو په قلمرو کې هم شامل ګڼلی دی.
په دې سیمه کې د دوو سترو اریايي قبیلو یعنې “پکته او الینا”، د کوشاني مدنیت د شتون او پر دې سیمه د ورېښمو لارې د تېرېدو له امله لغمان ځانګړی تاریخ لري، د هند نیمې وچې ته د یرغلګرو او همدا راز د هند نورو سیمو ته د پښتني قبایلو د لېږد د یوه معبر حیثیت یې هم درلود.
 په دې لیکنه کې یادو ځانګړونو ته په پام سره د لغمان تاریخي بهیر څېړل شوی دی . لغمان د خپل اوسني نوم په لږو ډېر بدلون د (لامګان، لمګان، لان پو، لنپاک، لامپاکا، رام پاکا، لمپاکا، لمبکا، لمغان، لمقان، لمقانات او د لمغانات )په نومونو یاد شوی دی . کننګم په خپل اثر”Ancient Geography of India” کې د لغمان د نامه په اړه کاږي : ” بطلیموس هم په همدغه ځای (د لغمان موقعیت) کې د (لمباتا) په نوم وګړو ته اشاره کوي.
 له دغه وروستي نوم او د لمغان د اوسني مستعمل نامه دپرتله کولو له امله دا امکان رامنځته کیږي، چې د هغه اصلي بڼه به د سنسکرېت لمپاکا وي … مسلمانان دا نوم لامیلک Lamec  ته رسوي او دوی د هغه د قبر موجودیت په لغمان کې شمېري ، چې دا قبر بابر او ابوالفضل کتلی دی “. (۱)
 خو ارواښاد اکاډیمیسن عبدالشکور رشاد وايي :” لامک د کلي د ملک او خان معنا لري، دا چې ځینې کسان مهتر لام د حضرت نوح (ع) پلار ګڼي ، دا مسله د تامل وړ ده . زه داسې فکر کوم ،چې لام او لامک د پشه يي ژبې دکلي او د کلي د ملک او مشر معناوې لري”. (۲) ” لام یوه پشه یي کلمه ده، چې اوس هم پدې سیمه په تېره په لغمان کې ډېره شته ،لکه : نورلام، مهترلام، کولک لام، اونګه لام، لوګرلام، لمټک، نولام، نجلام، لچه لام، ننګه لام، کل لام او نورې، چې ټول د کلي په معنا استعمالیږي، کله کله دغه لام په رام هم اوښتی دی؛ لکه : ګلارام، کونټه رام، بسرام، شمرام او نور “.(۳) د سرمحقق استاد زلمي هیوادمل د څېړنو پر بنسټ په لیکلو اسنادو کې د لغمان د نامه قدیمي ثبت د ” لمکان جتي ” په بڼه په هغه کتیبه کې راغلی ، چې پر۱۹۶۹ زکال د لغمان په شله ټک کې له نورو کتیبو سره یو ځای کشف شوې ده .
” د لغمان د مهتر لام لوېديځ لور ته په درې میلي کې د شله ټک کلي دغره په څنډه کې درې کتیبې شته، چې یوه پکې په ارامي رسم الخط لیکل شوې او د اشوکا زمانې ته منسوبیږي .
همدغلته دوه نورې کتیبې هم شته، دحروفو له شکلونو یې دا څرګندیږي، چې له”ناګري” خط نه مخکې له لومړي نه تر لسم قرن پورې زمانې ته رسېږي … دا کتیبې پر ۱۳۴۸ هـ ل کال کشف شوي دي . تر اوسه ډېرې څېړل شوې نه دي ،خو هغه کتیبه چې په” تاریخ خط ونوشته های کهن افغانستان” نومې اثر کې په ۲۲ شمېره ثبت شوې د هغې په څلورمه لیکه کې د ” لمکان جتي” کلمه راغلې ، چې جتي په سنسکرېت کې د مخلص، مرید او دیني مبلغ معنا لري او دا خبرې دا زبادوي ،چې ” لمکان جتي” کلمه هم زوړ تاریخ لري” .(۴)
د ارواښاد پوهاند عدالحی حبیبي د څېړنو پر بنسټ د دغسې کتیبو لیکل له لومړۍ میلادي پېړۍ نه پيل شوي دي . تر دغې کتیبې وروسته په مکتوبو اثارو کې یوناني ځمکپوه بطلیموس د لغمان سیمه د مینورسکي د څېړنو له مخې د ” لمپاګو” او د جنرال کننګهم د څېړنو له مخې د “لمباتا” په بڼه ثبت کړې ده . چينايی ګرځندوی هیون سانګ چې پر ۶۳۰ ز کال د اګست له نهمې څخه تر پنځلسمې نېټې پورې لغمان سیمې ته راغلی، ددغې سیمې نوم یې د ” لان – پو” په بڼه ثبت کړی دی … او ابو ریحان البیروني په “تحقیق ما للهند” او “قانون مسعودي” کې د دغې سیمې نوم د “لنبکا” یا “لنبګا” په بڼه ثبت کړی دی . (۵) لغمان ته دهیون سانګ د راتګ له نېټې څخه تر اوسه پورې ۱۳۸۳ کلونه تېر شوي، یعنې هیون سانګ خپله سفرنامه تقریبا څوارلس سوه کاله مخکې لیکلې ده . عربي او فارسي ځمکپوهانو په خپلو اثارو کې دا سیمه د” لمغان” او ” لامغان” په بڼو لیکلې ده .
د لغمان په تاریخي جغرافیه کې راغلي ،چې په دیارلسمه او څوارلسمه پېړۍ کې د درباري منشیانو د اغېز له امله چې زیاتره ایرانيان وو، د” لمغان” نوم پر “لمقان” واوښت او د څوارلسمې پېړۍ تر نیمايي پورې چې کوم اثار په افغانستان کې لیکل شوي یا چاپ شوي دي ، په دغو اثارو کې دغه نوم د “لمقان ” او “لمقانات ” په بڼه راغلی دی . خو دځینو پښتنو لیکوالو په یو شمېر اثارو کې له هغې ډلې د اخوندروېزه ننګرهاري په “تذکرة لابرار والاشرار” کې دغه نوم د “لغمان” او “لمغان”، په “تاریخ حافظ رحمت خاني” کې د لغمان، د خوشحال خان خټک په اثارو کې د “لغمان” او د افضل خان خټک په تاریخ مرصع کې د “لمغان” په بڼه ثبت شوی ، چې بیا وروسته لمغان پر لغمان اوښتی او دود شوی دی .
له میلاد نه درې سوه کاله په مخکې زمانو کې د افغانستان د نورو ختیځو سیمو په ګډون دا سیمه ان د کندهار تر اغنداو پورې د هند د موریاد کورنۍ د مشهور پاچا اشوکا د واکمنۍ په سیمه کې شامله وه، چې ددې سیمې په “شله ټک” او درونټه کې د اشوکا د زمانې د ډبر لیکونو پيداکېدل د دې خبرې مهم دلیل ګڼل کیږي . هیون سانګ په خپله سفر نامه کې ددې سیمې د جلا پاچاهۍ یادونه کړې ده او وايي : ” د لان پو دپاچایي شاوخوا اندازه نژدې یو زر لی ده ،چې شمالي خوا ته یې په واورو پټ غرونه او درې دي او په نورو خواوو کې یې تور غرونه دي … له څو پېړیو راهیسې ددې هیواد پاچايي کورنۍ له منځه تللې، مشران یې په خپلو کې د واک د تر لاسه کولو لپاره مخالفتونه کوي، چې په دې وروستیو وختو کې دکاپیسا تابع ګرځېدلي دي “.(۶) د “جغرافیایي یاداښتونه” نومې اثر په ۵۴۹ مخ کې راغلي ،چې یو لی ۳۵۲ ګزه کيږي، پنځه لیه یومیل کیږي او ۱۵۰ لیه ۳۰ میله کيږي، چې دهمدغې محاسبې پر بنسټ زرلیه د هیون سانګ د سفرنامې پر مهال یعنې نژدې څوارلس کاله پخوا د لغمان جغرافیايي حدود دوه سوه میله وو .
د دغه مهال دکاپیساواکمنان کابلشاهان وو،چې د هندوکش له جنوبه تر ټېکسیلا پورې یې واکمني کوله او لغمان ان د غزنویانو تر عصره پورې ددغو واکمنانو په قلمرو کې شامل و او ځينو تاریخپوهانو خو ویلي،چې ان د سبګتګین د سلطنت تر دویم کال پورې د لغمان سیمه د هند د شاهیه او د ملتان د لودي شاهي کورنۍ له لوري ادراه کېده .
” دتاریخ په همدغه پېر کې د سلطان پکهل او سلطان بهرام په نومونو دوه ورونه وو،چې د کونړ په ځينو دروکې یې سیمه ییزې واکمنۍ درلودې، د سلطان پکهل د واکمنۍ سیمه له لغمانه تر کونړ، باجوړ، سوات او کشمیر پورې وه ، خو سلطان بهرام لغمان او ننګرهار ونیول او له کابله تر کشمیر پورې یې واکمني کوله” .(۷)
په بابر نامه کې راغلي چې” نینګهار دلمغان له پنځو تومانو څخه یو تومان دی،خو دهغې دریو تومانو ته “لمغان” وايي، له دغو دریو تومانو څخه یو یې الیشنګ … بل تومان یې الینګار … بل تومان یې کونړ او نورګل دي “.(۸)
د ظهیرالدین بابر له یادښتونه څخه څرګندیږي،چې پنځه سوه کاله پخوا اوسنی ننګرهار او دکونړ سیمې هم په لمغاناتو کې شاملې وې . د احمدشاه بابا د واکمنۍ په پیر کې چې د افغانستان تاریخي جوړښت بشپړ شو نو لغمان وروسته په بېلابېلو دورو کې دافغانستان په ختيځ کې د یوه اداري واحد په حیث پېژندل شوی ، چې وخت پر وخت یې اداري سیستم او د قلمرو سیمو بدلون لیدلی دی .
“مونټ سټورات الفنسټون په خپل کتاب د”کابل سلطنت بیان” کې لغمان دافغانستان په اتلسو ولایتونو کې دیوه ولایت په توګه یادوي … او په سراج التواریخ کې یې د امیر عبدالرحمان خان په زمانه کې دلغمان دیوه حاکم نوم ګل محمد خان ښوولی دی “.(۹) د امان لله خان په پاچايۍ کې د مشرقي د اعلی حکومت په چوکاټ کې لغمان د یوه درجه اول حکومت حیثیت درلود،چې الیشنګ ، الینګار، قرغه یي، مندروړ او عزیز خان کڅ یې اړوندې سیمې وې .
تر هغه مهاله چې په اداري لحاظ لغمان د ولایت حیثیت نه درلود او د ننګرهار یا د مشرقي د نایب الحکومګۍ د لویې ولسوالۍ حیثیت یې درلود، نو دقرغیو ولسوالۍ، د نورستان ولسوالۍ، د کڅ علاقه داري، دالینګار علاقه داري او د الیشنګ علاقه داري یې اداري واحدونه وو .
خو” پر ۱۳۴۳ هـ ل کال لغمان د ځانګړي ولایت په توګه وپېژندل شو” . (۱۰) د یوه ځانګړي ولایت په توګه د لغمان له پېژندلو سره اړوندو اداري واحدونو یې هم بدلون وموند، الینګار او ا لیشنګ له علاقه دارۍ څخه د ولسوالۍ درجې ته لوړې شوې، چې تر ۱۳۵۳ هـ ل کال پورې الینګار،الیشنګ، قرغيي او نورستان ولسوالۍ، خو د عزیر خان کڅ علاقه دارۍ ته مربوطې سیمې په قرغیو ولسوالۍ پورې وتړل شوې او پر ځای یې د الیشنګ ولسوالۍ په چوکاټ کې دولت شاه علاقه داري جوړه شوه . د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې چې د نورستان په نامه ځانګړی ولایت جوړ شو، نو د لغمان نورستان له لغمانه بېل او په نورستان ولایت پورې وتړل شو .
د استاد رباني د حکومت په دوران کې د دولت شاه علاقه داري ولسوالي شوه او اوس اوس د ښاغلي حامد کرزي د ولسمشرۍ د دویمې ټاکنیزې دورې په جریان کې په لغمان کې د بادپښ په نامه یوه نوې ولسوالۍ جوړه شوه چې له دې سره اوس لغمان د الینګار، الیشنګ، قرغیي، دولت شاه او بادپښ په نامه پنځه ولسوالۍ لري او له کابل، ننګرهار،کونړ، نورستان، پنجشېر او کاپیسا ولایتونو سره نښتې پولې لري . یو وخت دا سیمه یعنې لغمان دکوشاني مدنیت تر سیورې لاندې دګندهارا د جغرافیې یوه مهمه سیمه وه .
تاریخپوهان د ګندهارا د جغرافیايي موقعیت د پولو په اړه په یوه خوله نه دي ، خو ارواښاد پوهاند رشاد وايي : ” له ماهیپر څخه چې ورښکته شو نو بیا تر ټیکسیلا پورې دا ټوله سیمه ګندهارا ده “.(۱۱) چې په دې اساس لغمان نه یواځې داچې پخپله د ګندهارا برخه پاتې شوی، بلکې له نورو سیمو سره د ګندهارا نښلوونکې سیمه هم ګڼل کيږي ، یعنې کوشاني مدنیت پر دې سیمه خپلې اغېزې ښندلي او دې سیمې هم دکوشاني مدنیت په ځلا کې خپل رول لوبولی دی .
دا سیمه د ورېښمو د مشهورې سوداګریزې لارې له امله چې له چین څخه نیولې تر اریانا، عرب سمندرګي، مدیترانې اوجنوب ختیځې اروپا پورې د مېشتو ولسونو ، فرهنګونو ،کولتورونو او تمدنونو د تګ راتګ لاره وه، نو د یادو سیمو له فرهنګونو، کولتورونو او تمدنونو څخه اغېزمنه شوې او همدار راز دیادو سیمو د ولسونو سوداګریزو کاروانونو په دې سیمه کې دتګ راتګ ، شپوتېرولو او ددې سیمې له وګړو سره د راکړې ورکړې له امله يې د دې ځای فرهنګي، کولتوري او ټولنیز ارزښتونه هم خپل کړي دي، ځکه چې د ورېښمولارې یوازې سوداګریز اقتصادي ارزښت نه درلوده ، بلکې د فرهنګونو د لېږد او دمدنیتونو د تلاقي لاره هم وه .
اریايي ،هندي ـ بودايي ، ګریکوبودیک، یونانوباختري ، زردښتي او وروسته بیا اسلام او د عربي فرهنګ ارزښتونه پر همدې لاره تللي راغلي، چې افغانستان او په ځانګړي ډول د ورېښمو لارې ته څرمه پرتې سیمې یې دعبور اصلي ځایونه وو. همدا راز دې سیمې د هند نیمې وچې ته د یرغلګرو د یوه معبر حیثیت درلود، چې دسکندر، بابر او نورو راتک ددې خبرې غورې بیلګې ګڼلای شو .
له بامیان څخه تر کاپیسا، هډې، تخت بهایي او ټیکسيلا پورې د بودايي راهبانو او زایرینو دتګ راتګ لار هم وه او په ځانګړي ډول په سیمه ییزه کچه د بودايي مثلث یعنې بامیان، کاپیسا او هډې تر منځ د تګ راتګ نښلونکې نقطه هم ګڼل کیږي .
پر یادو خبرو سر بېره د اوسني لغمان په اړوندو سیمو کې ځينې داسې ځایونه او نومونه شته چې تاریخي مخینه یې ددې سیمې د لرغونوالي څرګندې بېلګې ګڼل کیږي، “لکه د لغمان د درونټې هغه ډبر لیک ،چې پکې د اشوکا دزېږېدنې ځا ی درونټه ښودل شوی دی .. دغه ډبرلیک په کابل مجله کې له خپرېدو وروسته د لومړي ځل لپاره نارويژي پروفیسور مارګنسټېرن په اروپا کې لوېدیځو پوهانو ته وپېژانده، دوه تنه پوهان ” پرکلند” او ” التهم ” د هغې د لیکنې پر ژباړنه او مطالعه بوخت شول او د ورستي ځل لپاره پر ۱۹۴۹ ز کال پروفیسور” هنیګ” ” په لغمان کې د اشوکا د ارامي ډبرلیک کشفول” تر عنوان لاندې دهغه په چاپیریال یوه مقاله خپره کړه “.(۱۲) ښايي اوسنۍ درونټه د اداري وېش له امله د لغمان له لوري تر تونل پورې د لغمان او له تونل نه ور اخوا د ننګرهار ولایت اړونده سیمه وګڼل شي، خو هغه سیمه چې ددرونټې ډبر لیک پکې کشف شوی د افغاني او بهرنیو پوهانو په اثارو کې د لغمان په نامه یاده شوې ده . همدا راز پر ۱۳۲۹ هـ ل کال د لغمان په الیشنګ دره کې یوه کتیب کشف شوه ،چې امیر حبیب الله خان یې هم لیدو ته ورغلی و، مورخین دغه کتیبه تر تاریخي دورې وړاندې په قبل تاریخ زمانو پورې اټکلوي .
د استاد حبیبي په یادښتونو کې راغلي ،چې : “ددې کتیبې په اړه علمي څېړنې نه دي شوي ،د لغمان ددې کتیبې او د هزارسم د کتبیي په خطونو کې څه نا څه ورته والی لیدل کیږي، خو د لغمان دکتیبې خطونه لږ مهذب ښکاري، نو له همدې امله اټکل کولای شو، چې د لغمان د کتیبې نقشونه د هزارسم له دورې پنځوس زره کاله د مخه په راوروسته دورې پورې اړه لري ، ځکه چې پر تیږو باندې ددغسې نقوشو ایستل د فلز د رواج په دورې پورې اړه پیداکوي، چې په دې اساس نژدې پنځه زره کاله مخکنۍ زمانې پورې يې اټکل کیږي” .(۱۳) د ارواښاد استاد علي احمد کهزاد څېړنې دا په ګوته کوي، چې :” ختيځ پلو ته د سکندر په اویجه کې لغمان یوه مهمه نقطه ده . موسیوفوشه باوري دی،چې دلته یې یو ښار د” نیاکایا منسه” په نوم جوړ کړ او هغه یې د یونانیانو د فتحې او بري ښار په نوم وباله . فرانسوي ختيځ پېژندونکي د دې ښار موقعیت د ” مندراوړ” او د لغمان د چارباغ تر منځ ” قرغیو” ته نژدې سیمه راښیي او وايي ،چې دلته سکندر د یونانیانو د بري په مناسبت رب النوع ته ډېرې قربانۍ وړاندې کړې ” . (۱۴) د همدغې تاریخِي ودانۍ په اړه ویل شوي ،چې سکندر او یوناني عسکر له کاپیسا نه د نجراو، تګاو، لغمان،کونړ، اسمار، سوات او بونېر پر لار د غرونو په لمنو او تنګو درو کې د تېرېدو له امله له ډېرو سختو ستونزو سره مخامخ شول .
د دغو غرنیو سیمو اوسېدونکو خپل کلي او کورنه پرېښودل او دغرونو سرونو ته وختل،له هغه ځایه به یې یونانیان پر ډبرو او پرښو ویشتل او په ناوونو کې به یې را ایسار کړل، چې ددغه ډول جګړه ییزو تکتیکونو له امله پر سرتېرو سربېره یوناني جنرالان هم ټپیان شول، په ځینو ځایونو کې خو جګړې دومره سختې وې ،چې نژدې و سکندر پکې خپل ژوند له لاسه ورکړي، نو له همدغه ډول سختې جګړې نه د خلاصون اوخپل رب النوع ته د شکر ادا کولو په پار یې دغه کلا جوړه کړه . د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې د “تیمور کلا” په نامه یوه کلا شته ،چې امیر تیمور د دې سیمې د هغه مهال له مېشتو وګړو سره له جګړې کولو وروسته جوړه کړې ده او پر دې سره بېره د لغمان په بېلابېلو سیمو کې د بودایانو له لوري جوړې شوې کلاګانې، دمهتر لام او نور لام صاحبانو زیارتونه، د مهتر لام صاحب زیارت ته څرمه تاریخي ابدات، د الیشنګ کلا، دعقل تمامې کلا، دسراج کلا، د تیرګړیو په سیمه کې د هندوانو شمشان او عبادتځایونه او ځینې نور ډبر لیکونه د دې سیمې د لرغونتوب نښې نښانې دي . د لغمان د بادپښ د څلو په اړه ویل کیږي، چې دا څلي د چکړي او د ده سبز د څلو په څېر د بودايي زایرینو د تګ راتګ په مسیر کې د لارې معلومولو د نښو لپاره ددې سیمې په بودايي عصر کې جوړ شوي ،خو استاد رشاد وايي ، چې : ” له بادپښه تر مهتر لام پورې د لارې غاړو ته زاړه څلي ولاړ دي ،اولس وايي چې دا د سلطان محمود په زمانه کې جوړ شوي دي “.(۱۵) دلغمان د ځينو سیمو نومونه هم ډېره تاریخي مخینه لري،چې ډېر پخوا د هیوان سانګ په “سي . یو . کي “، دظهیرالدین محمد بابر په بابر نامه، د البیروني په تحقیق ماللهند او ځینو نورو اثارو کې یې نومونه راغلي ، چې له هغې ډلې پخپله دلغمان نوم، الینګار، الیشنګ، ساو، مندروړ، چارباغ، بادپښ ،ګمېبېری او ځینې نور نومونه یادولی شو .” د ګمبیر کلمه تقربیا زر کاله مخکې البته په لږ تغیر د علامه البیروني په کتاب تحقیق ماللهند کې راغلې ده ، نو له دې څخه معلومیږي چې دا نومونه ډېر زاړه نومونه دي ” .(۱۶) ” همدا راز د ساو کلمې په اړه د البیروني د کتاب الهند د اردو ژباړې په ۳۴۷ مخ کې راغلي ، چې د کابل رود له مرستیالانو څخه یو د ساو رود دی ،چې د لغمان په ښار کې تېريږي او درونټې ته نژدې په کابل رود ګډیږي” .(۱۷) دا د خوښۍ ځای دی ،چې د البیروني په اثر کې د لغمان د الینګار درې، دساوسیمې د نوم یادونه شوې، خو د الینګار درې دسیند په اړه راغلي معلومات یې سم نه دي ،ځکه ساو د الینګار په یوه داسې غرنۍ سیمه کې پروت دی، چې شما ل ته یې دنور لام صاحب دره، جنوب ته يې کلمان دره، شرق ته یې شموش یا شکموش او ددره نور ویګل سیمه او غرب لور ته يې دسنګره په نامه سیمه پرته ده .
ساو دره د شموش له سیمې یو کوچنی رود لري،چې له ساو، سنګر، میاخېلو څخه راتېرېږي او په غونډۍ سیمه کې د الینګار له سیند سره ګډېږي، په داسې حال کې چې” د الینګار سیند دختیځ هندوکش دجنوب د ۴۰۰۰ متره په ارتفاع له پوشال غاښي څخه چې نورستان او منجان سره نښلوي، دچمار غاښي او د مرسمر د لوړې څوکې له ختيځ خوړ څخه سرچينه اخیستې ده …له سرچينې څخه تر تپاک کلي پورې دنورستان په خاوره کې بهیږي بیا د الینګار هواره ځمکه خړوبوي … پچګۍ ته نژدې ځان قرغه یي سیمې ته رسوي او… ددرې نیمو کیلو مترو په واټن د ننګرهار دکانال د اوبو دکاسې لوېدېځ ته له کابل سیندسره یوځای کېږي “.(۱۸) همدا اراز :” د الینګار د … کلیمې لومړی جز ( الینا) د لغمان په شمال کې د یوې قبیلې نوم دی ، دوهم جز يې چې ګار یا ګر دی د ځای اومحل مفهوم لري “(۱۹) خو :” د الي کلمې معنا په زړو ژبوکې شنه ده ، په الینګار او الیشنګ کې د الي برخه ښايي چې د شنې معنا ولري او په الینګار کې دګار کلمه ښايي د ګر په معنا وي، الینګار یعنې شین غر”.(۲۰) خو په ځینو څېړنو کې الینګار او الیشنګ په دې سیمه کې د اریایانو الینا قبیلې ته منسوب شوي نومونه دي، چې د ګار او شنګ وروستاړي ورسره وروسته یو ځای شوي او د الي یا الینا مختاړي یې تر اوسه پورې په دغو نومونو کې پخپله اصلي بڼه پاتې دی .
په تاریخي لحاظ له بلخ څخه د اریايي قبیلو هجرتونو، دې سیمې ته د نورو یرغلګرو راتګ ، د هغوی په وړاندې جنګ جګړو او د بېلابېلو واکمنیو له امله د دې سیمې د جغرافیايي پولو تر څنګ ددې ځای پخواني مېشت وګړي هم له خپلو ځایونو لږو ډېر کوچېدلي او نوي وګړي او پرګنې هم په دې سیمه کې ابادې شوي دي،خو د وګړو په برخه کې ددې سیمې اوسنی واقعیت دادی، چې د نفوسو له مخې اوس په لغمان کې پښتانه په لومړۍ ،پشه یان دوهمه او دېګان درېیمه درجه دي، خوګوجر ، نورستانیان او ځینې نور لږکي هم پکې استوګن دي .
له پورتنیو تاریخي یادښتونو او لاسوندونو څخه دا پایله تر لاسه کوو،چې لغمان د تاریخ په اوږدو کې په جغرافیایي لحاظ ډېر بدلونونه لیدلي دی، کله یې خپلې خپلواکې پاچاهۍ او واکمنۍ درلودې او کله په خپل ګاونډ او سیمه ییزه کچه د نورو واکمنیو او جغرافیو برخه ګرځېدلی دی . بل دا چې لغمان نه یواځې د ختيځ بلکې دټول افغانستان په کچه یوه لرغونې تاریخي سیمه ده، دبېلابېلو تاریخونو، مدنیتونو، واکمنیوخاوند او له چین څخه تر اریانا، عرب سمندرګی، مدیترانې او جنوب ختیځې اروپا پورې له میشتو وګړو سره یې د ورېښمولارې له امله فرهنګي، کولتوري، ټولنیزه او اقتصادي راکړه ورکړه درلوده اود هند نیمې وچې ته د یرغلګرو اوپښتني قبیلو دلېږد دیوه معبر حیثیت یې هم درلود . ددې سیمې معاصر تاریخ هم دافغانستان په کچه ځلېدلی ، د افغانستان په معاصر تاریخ کې د ژوندانه په هره برخه کې روښانه او ځانګړی ځای لري، خو فرهنګي اوعلمي پلوشو يې دې سیمې ته ځانګړې ښکلا او ځلا ورکړې ده .
اخځونه :
1. هیوادمل ، زلمی : د لغمان تاریخي جغرافیه، داریک د ګرځنده کتابتونونو اداره، الازهر خپرندویه موسسه ،پېښور، ۱۳۸۳ هـ ل ،۱۱ مخ . 2. رشاد، عبدالشکور : دسیمو تاریخي جغرافیه ، د صدیق الله بدر په زیار، میوند کلتوري ټولنه – کندهار، ۱۳۸۴،۲۱۵ مخ . 3. کلمانی ، محمد زمان : پشه یي افغانان، د بیهیقي کتاب خپرولو موسسه، ازادي مطبعه ، ۱۳۸۹ هـ ل ، ۱۴۹ مخ . 4. حبیبي، عبدالحی : تاریخ خط ونوشته های کهن افغانستان ، انجمن تاریخ و ادب افغانستان اکادیمي، مطبعه دولتي ، کابل،۱۳۵۰ هـ ل ، ۶۱ – ۶۲ مخونه . 5. دلغمان تاریخي جغرافیه ،۱۳ – ۱۴ مخونه . 6. پورتنی اثر ، ۱۹ مخ . 7. حبیبي، عبدالحی : تاریخ مختصر افغانستان، دویم ټوک، انجمن تاریخ ، دولتي مطبعه، کابل، ۱۳۴۹ هـ ل، ۲۲- ۲۳ مخونه . 8. ظهیر الدین محمد بابر شاه : بابر نامه ، ژباړه : شفیقه یارقین، انتشارات انستیتوت دیپلوماسي ومرکز مطالعات استراتیژیک وزارت خارجه، مطبعه صنعتي اعتصام، کابل، ۱۳۸۸ هـ ل، ۴۴- ۴۵ مخونه . 9. دلغمان تاریخي جغرافیه، ۴۶ – ۴۷ مخونه . 10. ارشاد ، اورنګزېب : افغانستان پېژندنه ، دانش خپرندویه ټولنه – پېښور،۱۳۸۴ ل ،۱۲۵ مخ . 11. د سیمو تاریخي جغرافیه ، ۲۳۲ مخ . 12. کهزاد، علي احمد : افغانستان دتاریخ په رڼا کې ،ژباړن : اورنګزېب ارشاد، دانش کتابتون – ډهګۍ نعلبندي، ۱۳۷۹ هـ ل ۱۲۱ مخ . 13. تاریخ خط ونوشته های کهن افغانستان ، ۴-۵ مخونه . 14. افغانستان دتاریخ په رڼا کې ، ۷۲ مخ . 15. رشاد، پوهاند عبدالشکور : جغرافیایي یاداښتونه، د معصوم هوتک په زیار، علامه رشاد اکاډیمي – کندهار، ۱۳۸۹ هـ ل، ۳۸ مخ . 16. د سیمو تاریخي جغرافیه ، ۲۱۴ مخ . 17. جغرافیایي یاداښتونه ، ۲۵۵ مخ . 18. اریانادایره المعارف ( دویم دور) ، د افغانستان د علومواکاډمي د دایره المعارف دمرکز ریاست ، نبراسکا مطبعه ،کابل ، ۱۳۸۶ هـ ،۵۷۶ – ۵۷۷ مخونه . 19. پورتنی اثر ، ۵۷۶ مخ . 20. د سیمو تاریخي جغرافیه ، ۲۱۴ مخ
 . [email protected]
يادونه : دغه ليکنه چې د ليکوال د څېړنې په اساس چمتو شوې ، نو د پژواک اداره کټ مټ خپروي