د شهير ليکنه
تیره اونۍ له ارزګان ولایت څخه بهرني ځواکونه په بشپړه توګه ووتل . ولایت امنیتي ځواکونو او طالبانو ته پا تې شو. د دوی جهاد که په همدې ولاړ و چې بهرنیان وشړي نو جګړه باید هلته سړه شي. همدارنګه پي، آر، ټي او د بهرنیانو نورې مداخلي د افغان چاوراکو لپاره سرخوږی و. اوس به وګورو چې امارت او جمهوریت هلته څه ګلان کري !
د ارزګان خلک څه ته اړتیا لري؟
لکه پنجابی، هندو، عرب او غربی چې د ژوند اساسې اړتیاوې لري د ارزګان خلک هم همداسې اړتیاوې لري لکه :
- د هلکانو او نجونو ښونځي
- بریښنا
- په کتابتون، لابراتور، کمپیوټر او نورو موادو یې سمبالول
- د زدکړې په هکله د عام اولس پوهاوی ډیرول او له معلمینو سره مالي او معنوي مرسته
- د انګلیسې ژبې او کامپیوټر انسټیټیوت او مرکزونه جوړول
- روغتیایې کلینیکونه، روغتونونه، طبي سامان آلات، درمل او د روغتیایې کارکونکو لپاره د ډاډ وړ چاپیریال
-  د لارو او سړکونو جوړل
- د اوبو بندونه او ویالې جوړول
دې ته ورته یو څه نور د ژوند اساسي او لومړی اړتیاوې. ددې کارو لپاره امارت باید مالي امکانات  پیدا کړي که له عربي شیخانو یې راټولوي، له پنجابي چودریانو یې اخلي، له ایرانه یې اخلي…
که یې بانه دا وي چې ګمرکونه د طالبانو لاس کې نه دي نو د امارت وقت کې خو یې په ارزګان کې څه ونه کړل چې هر څه یې په واک کې و .
داسې ښکاري چې طالبان به په تش جوب د هیڅ کار جوګه نه شي لکه پنځو کالو کې یې چې ثابته کړه !
نو مجبوره دي د افغان حکومت سره لاس یو کړي او د خلکو اړتیاوې پوره کړي. د غله ، ډاکو او  قضاء غمه به طالب خوري او د پیسو مدرک، تنظیم او اداره به حکومت په غاړه واخلي. 
دا هغه ایدیال حالت دی چې اکثره افغانان یې هیله لري !
که چیرې طالب د خپل واک نه وي بیا خو ښکاره خبره ده چې  ددوی جهاد به د نورو په خوښه د ملي اردو، ملي پولیسو، حکومتي مامور، انجینر، ډاکتر، معلم او نجونو د تعلیم په وړاندې دوام وکړي. د ارزګان عام اولس به په پورته ذکر شویو ډګرونو کې وروسته پاتې شي او یو بل نسل به د ایران د څاه کیندې، پنجابي بټیو او پردي جهاد لپاره را پورته شي .
ددوی په وړاندې به د اقلیتو یو روزلی نسل را لوی شي چې د پښتون وروسته پاتې نسل به یې چوکر وي.
د ارزګان اولس هم باید یو څه ځان را ویښ کړي. که ټوله ورځ په لمر کې پيتاوې ته ناست وي او زدکړو ته مخه نه کړي نو د غربت، بې روزګاری، وروسته والي او بې وخته مړینې سیوری به پرې تل تر تله پروت وي .
په تیرو دولس کالو کې د خوست ولایت پښتنو ثابته کړه چې څه ډول تګلاره د پښتون په ګټه ده. ښځو او نرو زدکړو ته مخه کړه، د پوهنتون خاوندان شول، هوایې ډګر ورته جوړیږي او تجارتې کار او بار پکې ښه دی. دوی د عربو له ژوند څخه پند واخیست چې زده کړه، کار، امنیت او تجارت د ښه ژوند، اوږده عمر، عزت او وقار سبب ګرځي. پنجابي جهاد ته یې لبیک ونه ویلو، د حقاني چوف او منتر پرې اثر ونه کړ او له خپله عقله یې کار واخیست. که نور پښتانه هم د خوستیانو لاره تعقیت کړي نو که خدای کول وطن به مو له اوسنۍ غمیزې وژغورل شي .
هر کله چې د پښتون کور ته بریښنا ورسیده نو انترنیت، کامپیوټر، ټیلیفون او ټلویزیون خامخا ځان ور رسوي. همدا وسایل د عامو معلوماتو د ډیریدو جوګه کیږي. چې د خلکو په ذهن کې چې معلومات ډیر شي دوی د پنجابي جنرال، ایراني اخوند، کلي د ملا، طالب قوماندان، تربور، مشر، میرزا، قاضي…خبرې په خپل ذهن کې سره پرتله کوي او د ځان او خپل اولاد په ګټه د ژوند په هر ډګر کې فیصلې کوي. د یو ډول چاپیریال خبرې د انسان ذهن داسې  ټرین کوي چې د همغه چاپیریال ښه ورته ښه او بد ورته بد ښکاري. که مو لیدلي وي هغه ځوانان چې کلي کې لوی وي دایم د ښار د خلکو بد وایې. د مهاجرینو د کمپو ځوانانو هر څه د خپل تنظیمي رهبر په عینکو کې لیدل. کله چې دوی ته په بهرنیو موسساتو کې د کار زمینه پيدا شي بیا یې له ډالر، بهرني او بهرني هیوادو سره حساسیت په مینه بدل شي. طالب چې د مدرسې لوږې، وهل، ډبول، تحقیراو یو ډول خبرې آوریدلې نو ځکه یې هم ماغزه همداسې عیار شوي چې د اولس ټوله خوشبختي په اوږده ګیره، لونګی، تورو رانجو، سپینو کالیو او اوږدو څڼو کې لټوي نور هر څه ورته تور کفر او ګناه ښکاري. د ټولنې له پرمختګ څخه ویره لري تر څو ددوی اهمیت او اړتیا په ټولنه کې کمه نه شي. د طالب او ملا همدا طرز د سوچ کولو و چې هندي مسلمانان وروسته پاتې شول. ملانوورته ویل چې انګریزي مه زده کوی، ښونځي ته مه ځی، انګریزانو سره کار مه کوی تر څو مودین محفوظ پاتې شي. د هند او پاکستان له تقسیم وروسته بیا دوی متوجه شول چې مسلمانان یې تباه کړل او وروسته پاتې شول. هندي ملانو بیا خپل طرز د فکر بدل کړ خو هغه زاړه طرز د دید واله ملان پاکستان ته راغلل او زمونږ طالبان د همدوی شاګردان دي. نن ورځ په هند کې مسلمانان تجارتي دګر کې هم وروسته پاتې دي، ټول کار او بار د هندوانو لاس کې دی، نو مسلمانې زنانه مجبوره کیږي خپل ظاهر د هندوې ښځې په څیړ کړي تر څو کار ورکړي. لرې نه ده چیرته چې طالب په اوسني شکل حاکم دی د هغه منطقې خلک به راتلونکې کې مذهب شیعه او ژبه به پاړسي کړي.
که طالب له دینې علم سره یو کسب هم زده کړي بیا به خبره بیخې بل ډول وي. یو ساعت ساز ملا د خپل ملاتوب تر څنګ د خپل دوکان لپاره بریښنا، پکې، امنیت او مشتري ته اړتیا لري. هغه له ښځې سره حساسیت نه ښکاره کوي. چې ورځ تیره شي ماښام په خوشحالی کور ته ځي ځکه د خپلو بچیانو لپاره په لاس کې یو څه لري .
په کلیو کې د زدکړو او بریښنا نشتوالۍ او په دینې مدرسو کې د کسب زده کولو نشت زمونږ د ټولنې د بد مرغۍ اصلي عوامل دي.
 يادونه : دغه ليکنه د ليکوال نظر څرګندوي ، نه د پژواک ادارې .