Data Gathered Date: 

Wednesday, November 20, 2013 - 14:00

 فيض اباد(پژواک،۱۵ لړم ٩٢): د بدخشان ولايت اوسېدونکي هم دنورو ولايتونو غوندې په راتلونکو ټاکنو کې په روڼتيا ټينګار کوي، خو په ځينو ولسواليو کې له شته نا امنيو اندېښنه لري او وايي ، چې که داسې ستونزې حل نه شي، نو د ټاکنو روڼوالى به تر پوښتنې لاندې راشي.
دوى زياتوي، چې چمتو دي، څو د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې پراخه برخه واخلي، خو له چارواکيو غواړي، چې په دې پروسه کې بشپړ روڼوالى او امنيت وساتي.
 بدخشان ولايت د مرکز په ګډون له ٢٩ اداري واحدونو جوړ شوى او لايې هم په راتلونکو ولايتي شورا کې د نارينه وو او ښځو څوکۍ نه دي څرګندې شوي.
ددې ولايت وردوج، جُرم، تګاب، کران او منجان، ارګو، درايم  او يفتل يو څه نا امنې ولسوالۍ دي او خلک يې وېره لري، چې ددې سيمو په نا امنۍ سره به په ټاکنو کې درغلۍ وشي.
لاندينى راپور ددې ولايت د پنځو ولسواليو او فيض اباد ښار له اتو اوسېدونکو سره ، چې دوه  يې ښځې دي، په بدخشان کې چمتو شوى دى.
 بزګر: په ټاکنو کې بايد ټول خلک ګډون وکړي
د ياوان ولسوالۍ يو بزګر غلام محمد وايي، چې د طالبانو له حکومت څخه وروسته يې ژوند ښه شوى، هر کال يې د وريجو او غنمو حاصلات زيات وي، چې دا ټول د امنيت، کرنيزو همکاريو، اصلاح شوو تخمونو او کيمياوي سرو له امله دى.
ده زياته کړه، چې د وضعيت ښه کېدو او غوره حکومت لپاره اړينه ده، چې راتلونکى کال ټول خلک په ټاکنو کې ګډون وکړي.
دغه بزګر وويل، چې راتلونکى ولسمشر بايد د  بزګرانو او نورو بې وزلو وګړو ژوند ښه کېدو ته پوره پاملرنه وکړي. ده وويل:(( خپله رايه داسې چاته ورکوم، چې کروندګرو ته خدمت وکړي او زموږ محصولاتو ته لار پيدا کړي.))
ده وويل ، چې که له ولسمشر سره مخامخ شي،نو لومړى به ترې وغواړي، چې په هېواد کې تلپاتې سوله راولي او بيا دې د بيارغونې کارونو ته مخه کړي.
 کارګر: ژوند مې بدلون نه دى موندلى، خو خپله له ارامۍ څخه خوشحاله يم
په کوفاب ولسوالۍ کې يو بوټ کنډونکى وايي، چې امنيت خوندي دى، خو په تېره يوه لسيزه کې يې ژوند هېڅ بدلون نه دى موندلى. دى وايي، چې ٣٦ کاله عمر لري، د دولت دنده ده، چې خلکو ته امنيت، اقتصاد او دنده پيدا کړي، هغه زياته کړه، چې که ستونزو ته يې لاسرسى وشي، نو په راتلونکو ټاکنو کې به  برخه واخلي.
دې بوټ ګنډونکي وويل، چې په تېرو ټاکنو کې يې برخه اخيستې، خو په ژوند کې يې څه بدلون نه دى راغلى، نو ځکه خو په راتلونکو ټاکنو کې له ګډون سره چندان لېوالتيا نه لري.
 دى وايي ، چې راتلونکى ولسمشر بايد داسې کس وي، چې لاسونه يې په وينو نه وي سره، په جګړو کې يې ګډون نه وي کړى او بې وزلو ته د کار زمينه برابره او بې وزلۍ ته د پاى ټکى کېږدي.
 ډاکټر:طبابت معياري شوى او ناروغۍ هم کمې شوې دي
د فيض اباد ښار يو تن ډاکټر نوروز علي وايي، چې په تېره يوه لسيزه کې طبابت معياري شوى او د خلکو د پوهاوي کچه هم لوړه شوې ده.
ده وويل:((د رايو کارت راسره و، نو لازمه نه وه، چې دويم ځلې کارت واخلم، ځکه پخوانى کارت هم اعتبار لري.))
دې ډاکټر وويل، چې په اوسني حکومت خلک بې باوره دي، راتلونکى ولسمشر بايد په بېلابېلو برخو کې دعدالت د تامين، مساواتو، برابرۍ، بېوزلۍ او فساد ته دپاى ټکى کېږدي او بيارغونه دې چټکه کړي.
ده زياته کړه، چې راتلونکى ولسمشر دې ددې کارونو ترڅنګ د کلينيکونو او روغتونونو څېړنې ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي ، ځکه چې دا ادارې ډېرې پيسې تر لاسه کوي، خو د روغتيايي خدمتونو درک يې نه شته.
 محصل:راتلونکې ټانکې زموږ له برخليک سره تړلې دي
د بدخشان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي محصل په دې نظر دى، چې د خلکو او هېواد  برخليک  له هرڅه نه ډېرپه راتلونکو ټاکنو پورې تړلى دى ، نو ځکه خو محصلين تر هر چا زيات راتلونکو ټاکنو ته په تمه دي.
دده په خبره، چې په وروستيو کلونو کې د محصلينو ژوند او برخليک ته ډېره پاملرنه ، نه ده شوې، دى له راتلونکي ولسمشر  څخه غواړي، چې محصلينو ته دې کاري فرصتونه او له هېواده بهر د لا لوړو زده کړو زمينه مساعده کړي.
 ښوونکى: په ډېرى دولتي ادارو کې فساد موجود دى
د بهارک ولسوالۍ د بهارک لېسې ښوونکې نجيه غياثي وايي، چې له تېرو نهو کلونو راهيسې د پوهنې په برخه کې کار کوي، خو د پوهنې وزارت ژمنې په ځانګړي ډول د تنخواوو اوچتولو په برخه کې نه دي عملي شوې.
دې وويل، ژمنه ورسره شوې وه، چې تنخواوې به يې له ٣٠ زرو هم لوړې شي، خو هسې ونه شول او تنخوا يې اوس هم اوه زره افغانيو څخه ډېره نه ده.
هغه وايي  ، چې رايه په هغه صورت کې ورکوي، چې يو رښتينى خدمتګار سړى   کانديد وي او د نورو ستونزو د حل کولو ترڅنګ د پوهنې په برخه کې  هم شته ستونزې او ننګونې حل کړي.
 مور: ژوند مې ښه شوى
د ارګو ولسوالۍ اوسېدونکې او د شپږو اولادونو مور رقيه شاداب وايي، چې خاوند يې د همدې ولسوالۍ په يوه ښوونځي کې ښوونکى دى
دا وايي، چې د ټاکنو کارت يې تر لاسه کړى او د ټاکنو پرمهال به له  خپل خاوند سره په ګډه تصميم ونيسي، چې رايه چاته ورکړي.
مېرمن رقيه وايي، له اقتصادي ستونزو سره سره بيا هم له خپل خاوند سره په خوشحالۍ ژوند تېروي.
دې تر شپږم ټولګي درس ويلى، خو ستونزو نه ده پرېښې ، چې خپلې  نورې زده کړې  وګړي ، که چېرته ورته راتلونکى حکومت د زده کړو زمينه برابره کړي، نو چمتو ده، چې خپلې زده کړې بشپړې کړي.
 کوچى: راتلونکى ولسمشر دې زموږ ژوند پرمختللى او عصري کړي
دکشم ولسوالۍ د ګجر سيمې يو کوچى ملا جان ګل وايي، چې په دې وروستيو کې يې د ګرځنده کارت ورکولو له  ډلې څخه د خپلې کورنۍ غړو ته کارتونه اخيستي، څو په راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ټاکنو کې برخه واخلي ، خو زياتوي، چې راتلونکى حکومت بايد دکوچيانو د ژوند ښه کولو فکر ولري.
دا کوچى وايي، چې له پسرلي نه په شنو او سمسورو او له اوړي نه په ګرمو سيمو کې ژوند کوي، خو خپله رايه به هغه چاته ورکړي، چې ددوى ژوند له پخواني او کلاسيک ډول عصري او پرمختللى کړي.
 شاعر: دولت شاعرانو ته هېڅ پاملرنه، نه ده کړې

د فيض اباد نامتو شاعر محمدظاهر خاشي وايي، چې په تېرو څو کلونو کې په بدخشان کې ګڼې فرهنګي او ادبي ټولنې جوړې شوي، خو دا چې دولت ورته پاملرنه ، نه ده کړې، نو ليکوال او قلموال يې ناهيلي شوي دي.
دى وايي، چي ليکوال او شاعران د ټولنې ژبې او سترګې وي، دوى د ټولنې واقعيتونه په قلم ليکي او خلکو ته يې وړاندې کوي، نو بايد چې زيات تشويق   او ترغيب شوي واى.
شاعر خاشي وايي، چې په راتلونکو ټاکنو کې به خپله رايه هغه چاته ورکړي، چې د قلموالو او شاعرانو ژوند ته پاملرنه وکړي او تل يې ملاتړى وي. دده په وينا، چې په دې ولايت کې په لسګونو ليکوال او شاعران شته، چې په مياشت کې يو ځل سره ادبي او کولتوري ناستې لري او نه غواړي، چې فرهنګ يې پيکه شي.