Data Gathered Date: 

Wednesday, November 20, 2013 - 14:00

 فيض اباد(پژواک،١٥لړم ٩٢):سړک، د درنو واور ورېدو له امله د لارو بندښت، په ژمي کې د خوراکي توکو کمښت، وزګارتيا او په ځينو ولسواليو کې شته نا امنۍ ددې ولايت له عمده ستونزو دي.
دا غر لرونکى ولايت دى، چې له تاجکستان، پاکستان او چېن سره ګډه پوله لري او تر ټولو لرې سيمه يې وړوکى او لوى پامير ده ، چې له چين سره په پوله په واخان ولسوالۍ کې پرته ده.
 ددې ولايت د ردوازها( ماهمي،نُسي، شُکي، کوفاب او خواهان ولسوالۍ) اوسېدونکي د حيوانانو په وسيله له درې شپې ورځې مزله وروسته فيض اباد ښار ته رسېږي، چې خوراکي او نور اړين توکي واخلي.
ددې ولايت د لوړو ساحو لارې په ژمي کې د واورو ورېدو له امله بندېږي او خلک يې د شپږو مياشتو لپاره په واورو کې کلابند وي، چې له همدې امله د خوراکي توکو له ستونزې سره مخ کېږي.
ددې ولايت لارې په ژمي کې دومره کلکې او سختې بندې وي، چې خوراکي توکي ورته له تاجکستان څخه په الوتکو کې سرحدي سيمو ته راوړل کېږي.
 هغه کسان، چې ددې ولايت په مرکز کې خوراکي توکي پيري، نو وړل يې ورته بله ستره ستونزه وي.
د شغنان اوسېدونکى قادر بېګ وايي، چې په تېر ژمي کې فيض اباد ته راغلى و او د درې پسونو په بدل کې يې خوراکي توکي واخيستل، خو د لارو د بندښت له امله يې وړلو ته سترګې سپينې وې.
دى زياتوي:((څو منه اوړه، غوړ او چاى مى له ځان سره واخيستل، تر شکاشم ولسوالۍ پورې په موټر کې لاړم، خو وروسته اړ شوم، چې درې ورځې پلى مزل وکړم او خپلې ولسوالۍ ته ورسېږم.))
دى زياتوي، چې له شکاشم يې تر شغنانه خپل خوراکي توکي په مرکب لېږدولي دي.
 دى له راتلونکي ژمي هم اندېښمن دى او وايي، چې د لارې بندېدو له امله به بيا دخوراکي توکو له کمښت سره مخ وي او بيا به فيض اباد ښار ته د تلو لپاره امکانات ونه لري.
ددې ولايت د سرحدي ولسواليو اوسېدونکي تر دې کچې له ستونزو سره مخ وي، چې خپل څاروي د خوارکي توکو په بدل کې تبادله کوي.
د دروزاه ها د نسي يو اوسېدونکى الله نظر وايي، چې څلور پسونه يې يوه ځايي استوګن ته ددې له امله ورکړل، چې په بدل کې يې ترې خوراکي توکي واخلي.
 دى زياتوي:((خلک دومره پيسې نه پېژني، کله چې له ستونزې سره مخ شي، نو خپل پسونه يا وزې ورکوي او غله تر لاسه کوي.))
الله نظر وويل:((دولت زموږ په غم کې نه دى، موږ يې هېر کړي يو.))
 دنسي ولسوالۍ اوسېدونکى مرزامحى الدين وويل:((په ژمي کې خلک له جدي ستونزو سره مخ کېږي، لارې بندېږي، له همدې امله د خوارکي توکو بيه دوه چنده او درې چنده شي.))
ده زياته کړه، چې په ټوله کې د دروازه ها خلک بې وزلي او له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، اړينه ده، چې دولت او نور  مرستندوىه بنسټونه  ددې خلکو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.))
 د بدخشان يواستوګن وحيدالله وايي:((ډېرى ناامنۍ په وردوج، ارګو، درايم، يفتل او کشم ولسواليو کې تر سترګو کېږي، خو په وروستيو څو کلونو کې د فيض اباد په ځينو  سيمو کې د جګړې سيورى غوړېدلى دى.))
ده له دولت څخه وغوښتل، چې د نا امنو سيمو دامنيت  په خوندي کولو کې هڅه او د بيارغونې کارونو ته پاملرنه وکړي.
 بل خوا بيا ددې ولايت د ولايتي شورا رييس عبدالواحد طيبي وايي، چې دې ولايت ته د دولت پاملرنه د نورو ولايتونو په کچه کمه ده، نو ځکه خو دخلکو ستونزې هم زياتې شوې دي.
دى د ښوونځيو لپاره د ودانيو کمښت، د څښاک اوبو نشتوالى او د نښلوونکو لارو خرابوالى د بدخشان له بنسټيزو ستونزو بولي او زياتوي:((د درواز  خلک فيض اباد ښار ته د تلو لار نه لري، ډېرى يې په ويزه له تاجکستان څخه خپلو اړوندو سيمو او ولسواليو ته ځي.))
 سرچينې زياته کړه، چې ډېرى خلک بې وزلي دي، د ويزې اخيستو لپاره پيسې نه لري او بيې يې خورا اوچتې دي.
ده څرګنده کړه، چې په ځينو سيمو کې نه يواځې ، چې زده کوونکي درسي ټولګي نه لري، بلکې خېمې هم ورته نه شته، چې وکولى شي په سيوري کې درس ووايي.
د بدخشان يو بل اوسېدونکى علاوالدين وايي، چې په دې ولايت کې شته بيکارۍ ددې سبب شوې، چې نا امني زياته او ډېرى ځوانان يې ګاوڼډيو هېوادو ته په مزدورۍ پسې مهاجر شي.
 هغه وويل:((کارو بار نشته، ځوانان مو اړي دي، چې ايران ته ولاړ شي، هغه هم له غير قانوني لارو، چې کله رسېږي او کله په لارو مري.))
علاوالدين له دولت څخه وغوښتل، چې په دې ولايت کې ورته توليدي فابريکې او شرکتونه جوړ کړي، چې څو بهر ته د ځوانانو دغير قانوني تګ مخه ونيول شي.
 ده وويل، چې په خواهان، واخان، دروازه ها، راغستان ، درايم، کشم او وردوج ولسواليو کې د نشه يي توکو قاچاق وړونکي فعاليت لري ، په دې وروستيو کې هم  ددوى څو توليدي فابريکې چې هيروئين په کې توليدېدل، د پوليسو له خوا ويجاړې شوې دي.
نوموړي وايي، چې د نشه يي توکو قاچاق وړونکي د نشه يي توکو په بدل کې د پيسو تر لاسه کولو لپاره له ځان سره وسلې هم راوړي، چې دا وسلې بيا د دولت د وسله والو مخالفينو لاس ته لوېږي او په انا امنيو کې ترې کار اخلي.