ليکنه : شهسوار سنګروال نیازی
د افغانستان ولسمشرۍ ته هیله من نوماندان چې غواړي ارګ ته لار پیدا کړي په څو برخو ویشل شوي دي.

لومړی د هېواد په دغه سیاسي لوبه کې یو شمېر داسې کسان د ټاکنو ډګر ته راوتلي دي چې یوازې په ځان مین دي، او په دې لټه کې دي چې ځان څنګه او څرنګه مطرح کړي. دې ډلې ته د ټاکنو ګټل له سره ارزښت نه لري، او که د رایې اچونې په پاڼو کې یې انځورونه او نومونه چاپ شي، دوی خپل کمپاین ګټلی بولي .

یوه ډله بیا هغه کسان دي چې پیسې ډېرې لري، خو وسلې لږ. دوي غواړي د خپلو پیسو په مټ ځان په خلکو وپېژني. د دې ډلې لپاره د ټولټاکنو بهیر د سوداګریزو اعلاناتو یو ښه فرصت دی، او څومره چې د ټاکنو په بهیر کې د خپلو پیسو نه د ځان په راپېژندلو کې ګټه اخیستلی شي، په بل کوم تبلیغاتي بهیر ورته داسې زمینه نه شي برابرولی. د دوي لپاره هم د ټاکنو ګټل د توقع وړ پایله نه ده .

په دریمه ډله کې داسې نوماناندان پېژنو چې وسلې هم پرېمانې لري، او پیسې هم. دوي نه یوازې دا چې غواړي خپل ځان په سیاسي ننداره کې مطرح وساتي، دا هم غواړي چې د ټولټاکنو په ممکنه ګټونکو باندې د دې بهیر په ترڅ کې دومره اغیزه وشیندي چې یوه ورځ وشي کولی خپل ځان، خپلې وسلې، او خپلې پیسې درې واړه وساتي. په دې ډله کې هغه کسان ګډ دي چې د هېواد په تېرو غمیزو کې ښکېل ول. د دوي کړنلاره دا ده چې په وروستیو شېبو کې د داسې یو نوماند په ګټه تېر شي چې د بریالیتوب شونتیا یې لوړه وي، او دا ژمنه ورسره وکوي چې په راتلونکې کې یې د دوي د تېرو کړنو په تړاو احتساب ته راونه کاږي .

او بیا د نوماندانو په نوملړ کې هغې نامتو ډلې هم رادانګلي دي چې له دې لارې یو داسې جوړجاړي ته ورسېږي چې په پایله کې یا یو لوړ دولتي مقام وګټي، او یا لږ تر لږه خپل شته مقام خوندي وساتي. مونږه په تېرو ټولټاکنو کې ولېدل چې سوداګرۍ پخوانی وزیر د پير صیب په منځګړتوب حامد کرزي ته تېر شو او د وزارت څوکۍ یې خوندي کړه .

اوسمهال په دغو لسو نوماندانو کې یو شمېر داسې سیاسي لوبغاړي تر سترګو کېږي چې سترګې یې د ولسمشر کرزي لور ته کږې دي، راواخله قیوم کرزی، ګل آغا شېرزی، عبدالرحیم وردګ او زلمی رسول چې ښایي دوي ټول په پای کې قیوم کرزي ته تېر شي .

مونږ باید دا خبره هېره نه کړو چې د حامد کرزي دریځ ټاکونکی دی. هغه به دې مانا چې د ده ټیم (وزیران او والیان) اوس هم د ځواک څښتن دی. دوي په دې پوهول شوي دي چې د کرزي د خوښې کس څوک دی، او په دې هم پوهېږي چې که د ولسمشر د خوښې کس د هېواد راتلونکی ولسمشر شي د دوي واک او ځواک به تر ډېرې خوندي پاتې شي .

پاتې شول ډاکټر اشرف غني احمدزی، عبدالرب رسول سیاف، عبدالله عبدالله، هدایت امین ارسلا، قطب الدین هلال، او سردار محمد نعیم، چې په دغو کسانو کې ۳ تنه ډېر د پام وړ دي .

لومړی اشرف غني احمدزی دی چې ښایي امین ارسلا او سردار محمد نعیم خان د ده په څنګ کې پاتې شي. سردار مخمد نعیم خان کېدای شي د سردار محمد داود خان د سياسي باور له مخې یوڅه رایه ترلاسه کړي. که څه هم سردار محمد داود خان اوس د ځوان نسل په منځ کې پردی دی، خو بیا هم بې اغېزې یې نه شوو بللی .

قطب الدین هلال هم د عبدالله عبدالله تر شا نه درېږي ځکه چې د اسلامي ګوند هغه بېل شوی برغنډ چې د ده سیال لوری دی اوس د عبدالله عبدالله د کمپاین برخه ده .

دعبدالله عبدالله د دواړو نوماندو مرستیالانو رایې د سیاسي او قومي جوړښت له مخې ویشل شوي دي او د ډاکټر اشرف غني احمدزي د لومړي مرستیال په څېر د دوي رایې ثابتې او ناوېشلې نه شي پاتې کېدی .

دریم تن چې ښایي هېچاته تېر نه شي او تر پایه په سیالۍ کې پاتې شي هغه با استاد عبدالرب رسول سیاف وي. د ده رایې چې څومره د عبدالله عبدالله رایو ته زیان رسولی شي هغومره یې د اشرف غني رایو ته ګواښ نه شو بللی ځکه چې د ده لومړی مرستیال جهادي شخصیت تورن اسماعیل خان د اسلامي جمعیت له باوري مسرانو څخه دی، او د دې ګوند ډېرې رایې ځان پسې راوستلی شي .

نو که چېرې د احتمالي نوماندانو په لړ کې ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزی دوه هغه سیالان وي چې تر پایه یو د بل په وړاندې ودرېږي، نو د بري لوری د دریم نوماند، استاد سیاف، رایې بدلولی شي .
 
يادونه : دغه ليکنه د ليکوال نظر څرګندوي ، نه د پژواک ادارې